د فرانسې نانت ښار کې د کډوالو د کمپ ویجاړول. انځور: رویټرز
د فرانسې نانت ښار کې د کډوالو د کمپ ویجاړول. انځور: رویټرز

په فرانسه کې نادولتي سازمانونه په تیرو دولس میاشتو کې د غیر رسمي استوګنځایونو څخه له ۱۰۰۰ ډیر د اخراج پیښې ثبت کړي. دغه ګام چې د قرنطین سربیره ترسره کیږي د بې پولې ډاکټرانو او یو شمیر نورو سازمانونو له سختو نیوکو سره مخامخ شوی.

شاوخوا ۱۰۷۹ د اخراج پیښې د ۲۰۱۹ کال د نومبر او د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر میاشتو ترمنځ په فرانسه کې ثبت شوي. دغه راپور د بې پولې ډاکټرانو سازمان، د بشري حقونو ټولنې سازمانونو او یو شمیر نورو غیر دولتي سازمانونو لخوا اعلان شوی.

د اخراج شاوخوا ۸۶ سلنه پیښې د فرانسې په شمالي برخه کالې او ګراند سینت سیمو کې چیرې چې په ورځیني ډول د کډوالو اخراج ترسره کیږي، ثبت شوي. د دې ترڅنګ د پاریس د شمال شرقي سیمې له کمپونو څخه هم د کډوالو د اخراج راپورونه ورکړل شوي دي. همدارنګه له غیر رسمي استوګنځایونو د شړلو پیښې د ایل دو فرانس، نانت او بوردو ښارونو کې ثبتې شوې. دغلته یو شمیر ناداره او بې سرپناه خلک په خودسره کورونو کې ژوند تیروي.

د یادو سازمانونو په وینا، د کرونا ویروس د بحران پر مهال له استوګنځایونو د خلکو ایستل ګڼ شمیر ګواښونه او ستونزې زیږوي. یاد سازمانونه دغه ګام یو جدي ګواښ ګڼي.

مهاجرنیوز د بې پولې ډاکټرانو یوې مسولې اورین لاماس سره خبرې کړي.

مهاجر نیوز: د راپورونو پر بنسټ په ورځیني توګه په فرانسه کې شاوخوا ۳۸۸ تنه له خپلو استوګنځایونو ایستل کیږي، تاسې يې په اړه څه وایاست؟

اورین لاماس: مونږ فکر کاوه چې د کرونا ویروس د خپریدو او د ژمي د سړې هوا له امله د غه اخراجول تر جولای میاشتې پورې کمې شي خو د روغتیايي بحران او بیړنۍ وضعیت سربیره د کډالو ایستل د دوې له استوګنځایونو له سره پیل شول. د کډوالو ایستل د دوې له استوګنځایونو د قرنطین سربیره اکتوبر له میاشتې راهیسې جریان لري.

د تیر کال په پرتله ډیر کم بدلون تر سترګو کیږي. د ۲۰۱۸ کال د نومبر نه ۲۰۱۹ کال اکتوبرپورې شاوخوا ۱۱۵۹ د ایستلو پیښې ثبتې شوې چې دغه شمیرې په روان کال کې ۱۰۷۹ مورده ډیر شوي.

نه پوهیږو چې ولې دا ډول ګام ترسره کیږي. مونږ هم ورته حیران یو. د ځایونو خالي کول د محکمې او یا ښاروالۍ له حکم سره سم ترسره کیږي چې دا په دغو ځایونو کې د میشتو خلکو لپاره ډیر خطرناک او یو ډول تبعیض دی.

نور ولولئ: پاریس ته نږدې په یوه جمنازیم کې د کډوالو نامعلوم برخلیک

مهاجر نیوز: خلک له دغو ایستلو څه ډول اغیزمن کیدلای شي ؟

اورین لاماس: د شړلو له صدمې پرته، ۸۴ سلنه دغو خلکو ته د سرپناوو د بیا برابرولو وړاندیز نه کیږي. نو دا ډول اقدامات ستونزه لا پسې ډیروي. ایستل شوي خلک له سرپناه پرته په لالهاندۍ کې ژوند تیروي. هغوی نورو ځایونو کې د ځای پر ځای کیدو په لټه کې وي. د جونګړې د جوړولو لپاره ځان ته نوي ځایونه ګوري. دوې داسې ځایونو کې ځای پر ځای کیږي چې ترانسپورټ، اوبو او نورو آسانتیاوو ته سمه لاسرسی نه لري. ځینې خلک له دې ځایونو سخت خطرناک کیدای شي لکه د پاریس په شمال خیتځ کې د سنت دني سیمه. داخلک له ټولنې او خدمتونو ځان لرې احساسوي.

دا د دې معنی هم لرلای شي چې دوی روغتیايي آسانیتاوو او نور خدماتو ته چې د دوې حق دی لږ لاسرسی ولري. د مرستندویانو لپاره ځینې مهال د دې خلکو موندل ستونزمن کیدلای شي.

د ماشومانو شړل بیا د دوې له استوګنځایونو د زده کړې د مانع کیدو او یاهم د وقفې لامل کیږي. کله چې دوې له خپلو استوګنځایونو ایستل کیږي بیا نه شي کولای خپل پخواني ښوونځيو کې زده کړو ته ادامه ورکړي.

په ۴۴ سلنه مواردو کې د ایستلو پر مهال د دوې وسایل له منځه ځي. دا د هغو خلکو پر ژوند چې له یوې خیمې او څادر پرته بل څه نه لري ډیر بد تاثیر غورځوي. مونږ د داډول ویجاړیو پر هدف نه پوهیږو. په پای کې پر دې ټینګار کوم چې د خلکو ایستل د دوې له استوګنځایونو، د غیرقانوني ځایونو د بیا جوړولو د داوم لامل ګرځي.

نور ولولئ: پاریس: د کانال سن دني پر غاړه د مهاجرو لوی کمپ وتړل شو

مهاجر نیوز: د دا ډول ستونزو د مخنیوي لپاره څه باید وشي ؟

اورین لاماس: له استوګنځایونو د دوې له ایستلو وروسته باید دوې ملاتړ او ساتنه وشي. په ۲۰۱۸ کال کې دولت د غیر قانوني استوګنځایونو د ویجاړولو استراتیژي جوړه کړه. موخه يي داوه چې ژر ترژره اقدام وکړي او د غیر قانوني استوګنځایونو د جوړولو مخه دې و نیسي.

خو ستونزه دا وه چې دغه استراتیژي تمرکز هغو خلکو لپاره وه چې له اروپايي هیوادونو راځي، نورو ته پکې پاملرنه نه کیده.

پوښتنه دا رامنځ ته کیږي چې، تاسې د دغو استوګنځایونو له اوسیدونکو سره چې له مختلفو ملیتونو جوړ دی څخه ډول چلند کوئ؟ ایا په دغو ځایونو کې د مولداوي او یا د غیر اروپايي ملکونو له وګړو سره به د رومانيي وګړو پر څیر چلند وشي؟

 

نورې ليکنې