اروپا څخه یو شمیر افغان کډوال کابل ته استول شوي. کابل هوايي ډګر. انځور: آرشیف\ د کابل هوايي ډګر د رسنیو دفتر
اروپا څخه یو شمیر افغان کډوال کابل ته استول شوي. کابل هوايي ډګر. انځور: آرشیف\ د کابل هوايي ډګر د رسنیو دفتر

د کرونا ویروس د خپریدو د خطر له امله اروپا نه افغانستان ته د کډوالو ایستلو لړۍ درول شوې وه خو اوس له اته میاشتنۍ ځنډ وروسته آلمان غواړي چې د دوشنې په ورځ یوه ډله افغانان اخراج کړي. دغه ګام د کډالو د ملاتړ سازمانونو له کلک مخالفت سره مخامخ شوی.

د افغان حکومت له غوښتنې سره سم او د کرونا ویروس د خپریدو له امله له اروپايي هیوادونو په داوطلبانه او اجباري ډول د کډوالو ایستل درول شوی و خو اوس د کډوالو او راسیتندونکو چارو وزارت وايي تمه ده د راتلونکي اونۍ په پیل کې یوه ډله افغان کډوال له آلمان څخه په یو چارټر الوتکه کې کابل ته واستول شي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رضا باهر مهاجر نیوز سره په خبرو وویل:« د لومړي ځل لپاره له قرنطین وروسته، د اکتوبر په ۱۶ یوه ډله افغانان له آلمان څخه ایستل کیږي. زمونږ د هوکړې پر بنسټ په دغه چارټر الوتکه کې به له ۵۰ نه ډیر کسان نه وي.»

داچې په دقیقه توګه څومره کسان په دغه چارټر الوتکه کې اخراج کیږي په دې اړه رضا باهر د معلوماتو له ورکولو ډ ډه وکړه.

نوموړي وویل چې د روان کال له پیل څخه تر مارچ میاشتې پورې ۲۴۹ تنه افغانان له اروپايي هیوادونو څخه ایستل شوي او ۴۲ تنه نور په خپل خوښه بیرته ستانه شوي. له دې ډلې ډیرۍ افغانان د آلمان لخوا ایستل شوي.

د افغانانو د ایستلو په اړه نیوکې

د کرونا ویروس خپریدو او افغانستان کې وروستیو ناامنیو ته په پام د آلمان لخوا د افغان کډوالو ایستل د بشري حقونو د یوشمیر بنسټونو له کلکو نیوکو سره مخامخ شوی. دوې د یادې پروسې د درولو غوښتنه کړې.

په آلمان کې د بشري حقونو او د کډوالو د ملاتړ سازمان « پروازول» د آلمان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې افغانستان ته د رد شوو کډوالو احتمالي ایستل دې ودروي.

د پروازول سازمان په فرانکفورت ښار کې د کډوالو له شوراګانو سره په ګډه د پنجشنې په ورځ په یوه بیانه کې وويل :« د کرونا پاندمي د خپریدو له امله د افغان حکومت له غوښتنې سره سم د مارچ له یوولسمې را هیسې د افغان کډوالو د ایستلو پروسه درول شوې وه خو اوس ښايي دغه پروسه له سره پیل شي.»

د پروازول سازمان رییس ګونتر بورکهارت ټینګار کوي:« د پاندمې په جریان کې کډوال باید و نه ایستل شي، دغه کار خطرناک او بې پروايي ده.» هغه وايي چې د اخراج په هره پیښه کې د کرونا ویروس له امله د دوې ژوند له خطر سره مخامخ کیدای شي.

همدارنګه په آلمان کې د کډوالو د ملاتړ اداره «باواریا» هم له آلمان حکومت څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د روانو ناامنیو او کرونا ویروس له امله دې د افغان کډوالو ایستل و دروي.

دغه اداره په خپله یوه بیانیه کې لیکلي:« نه یوازې د کرونا ویروس بلکې د افغانستان ناامني ډیر خطرناک دی. افغانستان امن نه دی او اخراج باید ډیر ژر ودرول شي.»

نور ولولئ: د کرونا ویروس: آلمان، افغانستان ته اخراجونه په موقتي ډول درولي دي

د یادولو ده چې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په میاشت کې افغانستان له آلمان سره د کډوالۍ د ګډ مدیریت په موخه یو سند لاسلیک کړ چې له هغې راهسیې د همدغې هوکړې پر بنسټ یو شمیر افغان چې د پناه غوښتنه يي نه منل کیږي افغانستان ته بیرته استول کیږي. 

 

نورې ليکنې