د کښتۍ ډوبیدنې پیښه کې د مدیترانې سمندر کې له ۹۰ څخه ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. انځور:ای او ام-مالتا
د کښتۍ ډوبیدنې پیښه کې د مدیترانې سمندر کې له ۹۰ څخه ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. انځور:ای او ام-مالتا

د ملګرو ملتو د مهاجرینو د سازمان د معلوماتو پراساس، په مدیترانه کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پیښه کې له ۹۰ څخه ډیر مهاجر خپل ژوند له لاسه ورکړی. په دغه کښتۍ کې۱۲۰ تنه سپاره ول چې تر اوسه پورې ۳۱ جسدونه يي له اوبو څخه راایستل شوي دي.

د مهاجرینو بین المللي سازمان (آی او ام) په ژنیو کي اعلان کړی چې دغه پیښه تیره ورځ د نومبر په ۱۲ رامنځ ته شوې. د دغه سازمان غړو د کښتۍ د یوې «وحشتناکې پيښي»څخه خبر ورکړی چي پر اساس یې د لیبیا د ساحل مخې ته تر ۹۰ ډیر مهاجر خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د لیبیا ساحلي ساتونکو او کب نیونکو د یادې پیښې څخه ۴۷ کسان له ژغورلو وروسته وچې ته انتقال کړي.

د دغه سازمان په یوه اعلامیه کي راغلي، چي «په دغه کښتۍ کې د کوچنیانو او ښځو په شمول احتمالأ ۱۲۰ کسه سپاره وه.» تر اوسه پورې ددغي پيښي د قربانبانو د ۳۱ کسانو جسدونه ایستل شوي او د نورو قربانیانو د پیدا کولو کوښښ روان دی.

د مهاجرت بین المللي سازمان همدارنګه په دوو تیرو ورځو کي د دوو کوچنیو بادي کښتیو د چپه کیدو خبر هم ورکړی چې د دوو کوچنیانو په شمول پکښي ۱۹ تنه په سمندر کې ډوب شوي. اوسمهال د ژغورني یوازې یوه کښتی په مرکزي مدیترانه کي فعالیت کوي. د «اوپن آرمز» د غیر دولتي سازمان دغه کښتۍ په دریو عملیاتو کي ۲۰۰ تنه ژغورلي دي.

د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه پوري د مدیترانې له بحیرې څخه د تیریدو او اروپا ته د رسیدو په موخه شاوخوا ۹۰۰ کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی. د مهاجرت د بین المللي سازمان له قوله ژغورونکي ځواکونه د پناه غوښتونکو د ژغورنې لپاره اکثرأ ناوخته سیمې ته رسیږي.

د مهاجرت بین المللي سازمان همدرانګه ویلي، ۱۱ زره اضافه مهاجرین بیرته لیبیا ته لیږل شوي چې ښايي هغوې «د بشر د حقوقو د تر پښو لاندي کیدو د خطر، بندي کیدو ، سؤ استفادې، انساني قاچاق او استثمار» له ګواښ سره مخامخ شي.

 

نورې ليکنې