د مديترانې سمندرګي له لارې په نامناسبو کشتيو کې اروپا ته د تلونکو مهاجرو مخ په ډيريدونکي شمیر ته په کتو، له سمندر څخه د نجات سازمان «Sea – Eye» غواړي د «الان کوردي» کشتۍ تر څنګ يوه بله کشتۍ هم سمندر ته واستوي.
دغه سازمان چې مرکز يې په رګنسبورګ دی، ويلي دي چې نوې کشتۍ د آلمان د مکلن بورګ فورپومرن ايالت په يوه بندر کې ولاړه ده تر څو يې په جوړښت کې تغییرات رامنځ ته او په نژدې راتلونکې کې به د «Sea-Eye 4» په نوم، سمندر ته ورداخله شي.
د دغه سازمان ویاند، ګوردن ايسلر، د آلمان خبري آژانس (ډي پي اې) ته وویل: «موږ د نجات لا ډيريو کشتيو ته اړتیا لرو.» د ايسلر په خبره، له « Sea Eye 4» سره ۷ نورې کشتۍ چې د دغه شرکت له خوا اداره کيږي شتون لري کوم چې سمندر څخه د نجات له پاره ډيرې مناسبې دي.
خو په حاضر وخت کې له دا ډول کشتيو څخه يوازې يوه په مديترانې سمندرګي فعالیت کوي. دغه کشتۍ د هسپانوي شرکت «Open Arms» (پرانيستې مټې) له خوا اداره کيږي. د ايسلر په خبره، په منظمو فصلونو کې د دغو کشتيو له فعاليتونو څخه مخنیوي کيږي.
د «Sea – Eye» سازمان وياند د خپلو خبرو په ادامې ووېل، د دغې نوې پروژې د لګښت تر ټولو لويه برخه چې ۴۳۴ زره يورو کيږي، له سمندر څخه د نجات ائتلاف «United4Rescue» له خوا ورکول کيږي. د دغه ائتلاف مرکز د آلمان په هانوفر ښار کې دی. د ايسلر په خبره، په پام کې ده د «Sea Eye 4» ډير ژر خپل ماموريت پیل کړي.
په وروستيو اوونيو کې په لسونو کسان، له مديترانې سمندرګي څخه د تیريدلو پر مهال په اوبو کې ډوب شوي دي. څرنګه چې د مهاجرت نړيوالې ادارې (آي او ام) اعلان کړی وو، د پنجشنبې په ورځ د ليبيا په ساحل کې د يوې کشتۍ د ډوبيدو په پيښه کې لږ تر لږه ۷۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. تر دې يوه ورځ مخکې، د هسپانيا «اوپن آرمز» سازمان د ليبيا په ساحل کې لږ تر لږه ۱۱۰ تنه له ډوبیدو وژغورل. د پنځو تنو مړي له اوبو راوښکل شول. په مجموع کې د يو څو ورځني ماشوم په ګډون، شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ليبيا ساحلي ساتونکو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په دغه هيواد کې د ژغورنې ځواکونو د شنبې په ورځ، په سويلي جزيرې، لمپه دوزا، کې شاوخوا ۳۰ مهاجر له ډوبيدو وژغورل. دوو مهاجرو طبي معايناتو ته اړتيا درلوده.
د مهاجرت نړيوالې اداره چې د ملګرو ملتونو سازمان پورې تړې ده، د معلوماتو پر اساس، په روان کال کې تر اوسه، ۹۰۰ تنه چې غوښتل يې په غيرقانوني توګه د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا ته مهاجرت وکړي، مړه شوي دي.
په دې منځ کې ۱۱ زره مهاجر هم بيرته لیبيا ته استول شوي دي. د هغوي په اړه ويل شوي چې په ياد هيواد کې له تاوتريخوالي او د ناوړه استفادې په معرض کې قرار لري.
په وروستيو کې د هغو مهاجرو په شمیر کې ډيروالی رامنځ ته شوی چې د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا ته سفرونه کوي. د مهاجرت نړيوالې اداره زياتوي، په ايټاليا کې د اکتوبر مياشتې له لومړۍ راهیسې څه باندې ۷۸۰ مهاجر ثبت شوي چې له ليبيا څخه دغه هيواد ته داخل شوي دي.