د کډوالۍ د سختیو سره سره ځینو مهاجرو اروپایي هیوادونو ته تر رسېدو وروسته په بېلابېلو برخو کې بریاوې ترلاسه کړې دي. افغان کډوال ډاکټر محمد خلیل علاج یو له هغو کسانو دی چې له د ۲۰۱۸ راهیسې په فرانسه کې اوسېږي. نوموړی اوس د پاریس په ژورژ پمپیدو روغتون کې کار کوي.
«اروپا کې د پرمختګ زمینه ټولو ته برابره ده، خو مهاجر د بریالي کېدو لپاره باید ډېر زیار وباسي.»
دا د ډاکټر محمد خلیل علاج خبره ده. هغه چې د کابل ولایت اصلي اوسېدونکی دی او په کال ۱۹۸۵ کې زېږېدلی، خپلې ابتدایي زدکړې پلخمري او مزار ښارونو کې ترسره کړې دي. بیا یې د بلخ طبي پوهنتون ته تللی دی او هلته یې د ډاکټرۍ سند ترلاسه کړی. ښاغلی علاج بلخ کې تر ۶ کلونو زدکړو وروسته لومړی د کابل په سردار داوود روغتون کې د ستاژ دوره بشپړه کړې او وروسته بیا د فرانسویانو په روغتون کې د طبي بیالوژۍ په برخه کې د تخصص ۴ کلني پروګرام کې شامل شوی دی.
هغه وایي: «افغانستان کې مې هم زدکړې کولې او هم عملي کار مې کاوه. خو د خپلو زدکړو تر پای ته رسولو وروسته له داسې ستونزو سره مخ شوم چې د خپل هیواد پرېښودو ته یې اړ کړم.» ډاکټر علاج د ۲۰۱۸ په فبرورۍ میاشت کې د فرانسې ویزه ترلاسه کړه او دغه هیواد ته راغی. نوموړی بیا له فرانسې څخه جرمني ته جرمني ته ولاړ او هلته یې د پناه غوښتنه وکړه.
د ده په خبره: «جرمني کې مې د فرانکفورت په یو کمپ کې ژوند کاوه. خو چارواکو را ته وویل چې زه دوبلیني یم او باید بېرته فرانسې ته ستون شم. هلته مې د الماني ژبې زدکړې پیل کړې وې. دغه راز یو پوهنتون کې مې امتحان ورکړ.» که څه هم هغه ازموینه کې بریالی شوی و، خو د دوبلین قواعدو له امله یې پوهنتون ته د تلو اجازه نه درلوده. «یوه شپه چې زه د خپل یو ملګري کور ته تللی وم، الماني سرتېري ما پسې کمپ ته راغلل. سبا چې بېرته کمپ ته ستون شوم، د کمپ اوسېدونکو را ته وویل چې پولیس راغلي وو. ما له خپل وکیل سره تماس ونیوه. ما ته یې وویل چې کولی شم ۱۸میاشتې د ده په کور کې تېرې کړم او یا کلیساګانو ته باید پناه یوسم.»
کور او کار
خلیل علاج له دواړو وړاندیزونو سره مخالفت دی، د همدې وجه فرانسې ته بېرته ستنېږي. خو فرانسه کې د مهاجرو لپاره د قانوني کمپونو د نشتوالي له کبله نوموړی دې ته اړ کېږي چې د خپل یو فرانسوي ملګري کور کې ژوند وکړي. هغه وایي: «لومړی مې د پناه غوښتنه وکړه او وروسته بیا مې د پیېر کلاویر په نامه کورس کې نوم لیکنه وکړه.» که څه هم دغه افغان ډاکټر کورس کې تر نوم لیکنې مخکې د فرانسوي ژبې زدکړې پیل کړې وې، خو هغه وایي چې په لومړیو ورځو کې له زیاتو ستونزو سره مخ شوی و. «دوه میاشتې وروسته مې ستونزې هوارې شوې وې. بیا مې له اوفپرا سره مرکه وکړه او سند مې ترلاسه کړ.»
که څه هم پیېر کلاویر په اصل کې د فرانسوي ژبې کورس دی، خو دغه سازمان ښاغلي علاج ته د پاریس په ۱۳مه ناحیه کې د اوسېدو ځای برابروي. د نوموړي په خبره فرانسه کې کور موندل تر ټولو سخت کار دی. بله ستونزه دا چې هغه د منل کېدو سره سره روغتیایي بیمه هم نه لرله. ډاکټر علاج بالاخره د ۲۰۱۹ په جولای میاشت کې د خپلو دوو ملګرو په مرسته د پاریس د روبرت دبرې روغتون کې د هماتولوژي په برخه کې کار مومي.
هغه وایي: «کاري چاپېریال کې مې اصلي ستونزه فرانسوي د ژبې ستونزه وه. ځینې وختونه خلک توقع لري چې مهاجر باید ډېر ژر د فرانسویانو په شان وغږېږي، خو دا ممکنه نه ده.»
«کاري محیط کې ځان راحت احساسوم»
ډاکټر علاج روبرت دبرې روغتون کې تر ۴ میاشتو کار وروسته د پاریس د ژورژ پمپېدو روغتون کې د کار غوښتنه وکړه. هغه وایي: «کار موندل په فرانسه کې اسان نه دي. تاسې خپله سي وي بېلابېلو ادارو ته لېږئ خو څوک یې نه لولي. دا کار مې د یو ملګري په مرسته ترلاسه کړی.»
هغه اوس له خپل کاري چاپېریال څخه راضي دی او وایي چې روغتون کې کارکوونکي ډېر مهربان دي. د نوموړي په خبره: «د ژبې د ستونزو سره سره دوی له ما سرډېر ښه چلند کوي. د همدې وجه کاري محیط کې ځان راحت احساسوم.»
ښاغلی علاج د ژورژ پمپېدو روغتون د ایمیونولوژۍ او بایو کمېسترۍ په برخو کې کار کوي او څه موده مخکې یې قرارداد تمدید شوی دی.
«مهاجرت د ټولو انسانانو حق دی»
خلیل علاج راتلونکي لپاره څه پلان لري؟ هغه وایي: «لومړی پلان مې دا دی چې خپلو زدکړو ته دوام ورکړم. بل دا چې غواړم تحصیلي سندونه مې د فرانسې سیستم کې په رسمیت وپېژند شي.» د نوموړي له مخې په معموله توګه مسلکي بهرنیان که دوه کاله په فرانسه کې کار وکړي، اسناد یې په رسمیت پېژندل کېږي، خو هغه زیاتوي چې که دا کار ممکن نه وي، هغه د اسنادو د په رسمیت پېژندنو ازموینې ته چمتو دی.
د ښاغلي علاج په حواله فرانسه کې افغان مهاجر له ډېرو ستونزه سره مخ دي او ډېری یې د همدغو ستونزو لکه د پیسو، د کور، د کار د نشتوالي او د خپل برخلیک د نامعلوموالي له کبله په رواني ناروغیو اخته شوي دي. هغه وایي: «مهاجرت د ټولو انسانانو حق دی. که چېرې په یو هیواد کې ستاسې ژوند خوندي نه وي، تاسې له مهاجرت پرته کومه بله چاره نه لرئ. کوربه هیوادونه باید مهاجرو ته د ژوند زمینه برابره کړي.»
خو د هغه په وینا مهاجر د ستونزو سره سره باید امېدوار واوسي، ځکه چې پرته له هیلي ژوند ممکن نه دی. ډاکټر علاج زیاتوي: «اروپا مېشتي مهاجر باید زدکړې وکړي او علمي لاس ته راوړنو ته لومړیتوب ورکړي. که افغانستان کې یوه ورځ سوله راشي، مهاجر کولی شي چې بېرته خپل وطن ته ستانه شي او له خلکو سره مرسته وکړي.»