مهاجر د قبرس هیواد يو کمپ ته د داخلیدو پر مهال
مهاجر د قبرس هیواد يو کمپ ته د داخلیدو پر مهال

قاچاقبران يو ځل بيا په دې بريالي شول چې له ترکيې څخه مهاجر قبرس ته چې د اروپايي اتحاديې غړی هيواد دی ورسوي. دا دريمه ډله مهاجر دي چې د تيرو څو ورځو په جريان کې قبرس ته رسيږي.

د قبرس د حکومتي راډيو او تلويزيون (آر اې ک) د رپوټ په حواله، امنيتي ځواکونو د دوشنبې ورځې په لومړيو ساعتونو کې ۲۱ تنه سوريايي مهاجر په پوموسکه ساحل کې چې د قبرس جمهوريت په شمال لويديځ کې پرته ده، کشف کړل.

د دغه رپوټ پر اساس، دغو مهاجرو پولیسو ته ويلي دي چې په يوه بادي کشتۍ کې له ترکيې څخه دغه ځای ته چې ۷۰ کيلومتره فاصله لري، راغلي دي. خو له دوی سره هيڅ قاچاقبر نه دی موندل شوی.

دا د وروستيو څو ورځو په جريان کې د مهاجرو دريمه ډله ده چې قبرس ته ځانونه رسوي.

د تيرې شنبې او يکشنبې په ورځو کې هم ۲۴ تنه مهاجر له ترکيې څخه قبرس ته رسيدلي ول چې په ډله کې يې ۵ تنه ماشومان هم دي. د تيرې اوونۍ په پنجشنبې ورځ هم ۱۸ مهاجر توانيدلي ول چې له ترکيې څخه ځانونه قبرس ته ورسوي.

د قبرس حکومت په کراتو ويلي دي چې په قبرس جزیره کې د مهاجرو کمپونه ډک دي او د نورو مهاجرو د اوسيدو ګنجايش نلري.  

د دغه هيواد د پولیسو په حواله، تيرکال کال شاوخوا ۱۰ زره مهاجر قبرس ته راغلي ول، دا په داسې حال کې ده چې د دغې جزيرې نفوس شاوخوا ۱.۲ ميليونه کسانو ته رسيږي. 

 

نورې ليکنې