له آلمان څخه کابل ته رسيدلی يو اخراج شوی افغان مهاجر  - آرشيف
له آلمان څخه کابل ته رسيدلی يو اخراج شوی افغان مهاجر - آرشيف

يو افغان مهاجر چې دوه کاله مخکې له آلمان څخه افغانستان ته اخراج شوی وو اوس ورته د آلمان ويزه ورکړل شوې او بيرته آلمان ته راځي. آلماني چارواکو د دغه ۲۳ کلن افغان د پناه غوښتنليک ته د رد ځواب ورکړی وو او دې سره افغانستان ته اخراج شوی وو.

د سردار جعفري په نوم یو ۲۳ کلن افغان کابو دوه کاله وړاندې له آلمان څخه افغانستان ته اخراج شوی وو، خو اوس آلمان بیرته هغه ته ویزه ورکړې، څو په آلمان کې ژوند وکړي. دغه افغان په آلمان کې د اوسیدو پر مهال آلماني ژبه زده کړې وه او په آلماني یې روانې خبرې کولې. هغه په آلمان کې د نان بای په توګه د روزنې یو قرار داد هم ترلاسه کړی وو.

جعفري په کابل کې هیڅ خپلوان نه لري. د هغه والدین کلونه وړاندې مړه شوي دي. جعفري ته اوس هم هغه شيبې ورياديږي کله چې آلماني چارواکو هغه د آلمان له مونشن ښار څخه افغانستان ته اخراج کاوه. هغه وايي: «دوی حتی ماته خپل ګرځنده تلیفون هم را نکړ څو خپل وکیل ته زنګ ووهم.»

افغانستان ته د جعفري تر اخراج وروسته، د هغه ملګرو او خپلوانو ډیرې هڅې وکړې تر څو وشي کړای بيرته آلمان ته راشي. جعفري په کابل کې د آلمان خبري آژانس ته وویل: «دا ډیر ښه احساس دی چې زه بیرته ښوونځي او کار ته تللی شم.»

خو آلمان ته د هغه سفر اوس هم له جنجالونو خالي نه دي. په کابل کې د آلمان سفارت اوسمهال ویزې نه ورکوي او جعفري اړ وو چې د خپلې ویزې د ترلاسه کولو له پاره هندوستان ته سفر وکړي. ټاکل شوې چې جعفري به د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ آلمان ته راورسیږي. آلمان ته په راتګ سره جعفري په پام کې لري چې د دې هیواد د بایرن ایالت په نویه اولم ښار کې خپل پخواني ژوند ته ور وګرځي.

آلمان اوسمهال د کرونا وبا له کبله افغانستان ته د رد شویو افغان مهاجرو د اخراج لړۍ درولې ده او د دې دوشنبې په ورځ افغانستان ته د رد شویو افغان مهاجرو د اخراج لړۍ هم ځنډیدلې ده.

افغانستان ته د رد شویو افغان مهاجرو اخراج، تل یوه جنجالي موضوع وي. په ۲۰۱۷م کال کې هم افغانستان ته د يوه اخراج شوی مهاجر د بيرته راستنيدو رپوټونو ورکړل شوي وو. هغه مهال آلماني چارواکو ويلي وو چې یو ۲۳ کلن افغان چې د ناسمې پريکړې له مخې افغانستان ته اخراج شوی، بیرته آلمان ته راستنول کيږي.

 په افغانستان کې شخړې او جګړې د ټولې نړۍ په سطحه تر ټولو وژونکې او خونړۍ یادیږي او ډيری افغانان اوس هم پر بهرنیو او بشري مرستو متکي دي.

DPA/KH/NZ/mks

 

نورې ليکنې