د نومبر پر ۱۷مه د سن دني کمپ د تړلو عملیات. کرېډېټ: @utopia_56
د نومبر پر ۱۷مه د سن دني کمپ د تړلو عملیات. کرېډېټ: @utopia_56

نن سه شنبه د نومبر ۱۷مه فرانسوي ځواکونو د ایل دو فرانس په سن دني سیمه کې د مهاجرو تر ټولو لوی کمپ وتاړه. دغه کمپ کې نږدې ۲۰۰۰ مهاجر اوسېدل چې ډېری یې افغانان ول.

فرانسوي ځواکونو نن سه شنبه سهار وختي ستاد دو فرانس ته نږدې سن دني سیمه کې د مهاجرو تر ټولو لوی کمپ د خالي کولو عملیات پیل کړل. له تېرو څو میاشتو راهیسې دغه کمپ کې نږدې ۲۰۰۰ مهاجرو په خورا سختو شرایطو کې شپې سبا کولې.

د کمپ د تړلو او کډوالو ته د ایل دو فرانس په جمنازیمونو کې د سرپناه برابرولو عملیات د سهار په ۷ بجو پیل شول. خو خبریالانو کمپ ته د ننوتلو اجازه نه درلوده. مهاجرو د سهار له ۴ نیمو بجو د عملیاتو پیل ته انتظار کاوه.

پولیسو د مهاجرو پر وړاندې اوښکې بهوونکی ګاز کارولی

د سازمانونو په حواله امنیتي ځواکونو پر مهاجرو چې په ډله کې یې ماشومان هم ول اوښکې بهوونکی ګاز کارولی دی.  

د کډوالو مدافع بنسټونه د کمپونو د تړلو پر ستراتژۍ شک څرګندوي او وایي چې دا یوه «بې پایه او ورانوونکې پروسه» ده.

د سن دني کمپ ډېری اوسېدونکي مجرد مهاجر او په ځانګړې توګه افغانان ول. خو کمپ کې سوډانیان، اتیوپیایان او سومالیایان هم اوسېدل. تر دې دمخه دغو کسانو د پاریس په نورو کمپونو کې ژوند کاوه.

نن سهار وختي د کمپ په یوه برخه کې د اور لمبې هم لیدل کېدلې.

د پاریس د پولیسو قومندان دیدیې لالمان په یوه خبري غونډه کې وویل: «دغه کمپ د منلو نه دی. د عملیاتو موخه دا ده چې اسناد لرونکي مهاجرو ته سرپناه برابره شي. خو اسناد نه لرونکي کسان د فرانسې په خاوره کې نه شي پاتې کېدلی.»

ټاکل شوې چې د دغو مهاجرو د کورونا ویروس ازموینه وشي. په کورونا اخته کسان به تجرید او هغه کسان به جمنازیمونو ته انتقال شي چې د ازمایښتونو پایلې یې منفي وي.

تمه ده چې ټولټال ۷۰ سرویسونه مهاجر د ایل دو فرانس هغو ۲۶ استوګنځیو ته انتقال کړي چې د پولیسو قومندانۍ سرپناه نه لرونکو کسانو ته ځانګړي کړي. .

تېره مارچ میاشت فرانسه کې د لومړي ګرځبندیز پر مهال اوبرویلیې سیمه کې د مهاجرو لوی کمپ چې نږدې ۷۰۰ کسان پکې اوسېدل وتړل شو. دغه راز تېره جولای میاشت اوبرویلیې کې د مهاجرو یو بل کمپ تړل شوی و.

د سدر سکور کاټولیک پروګرام مشره الیکس ګوفري وایي چې تسکین یې موندلی خو اندېښمنه هم ده. نوموړې زیاتوي چې د ګرځبندیز پر مهال دغه سرپناه نه لرونکي کسان کولی شي چې لږ استراحت وکړي. خو نوموړې د راتلونکي کمپ په اړه اندېښنې څرګندوي. 

 

نورې ليکنې