له ارشیف څخه، اکټوبر ۲۰۱۵: نږدې ۸۰ مهاجر چک جمهوریت ته رسېږي. کرېډېت: پېکچر الاینز، ل.زاوورال
له ارشیف څخه، اکټوبر ۲۰۱۵: نږدې ۸۰ مهاجر چک جمهوریت ته رسېږي. کرېډېت: پېکچر الاینز، ل.زاوورال

د چک جمهوریت د استي ناد لابېم پولیس وایي چې د دغه ښار پرېدلیچ سیمې ته نږدې یوه لارۍ کې ۸ مهاجر موندل شوي دي. سرچینه زیاتوي چې یاد کسان یې نیولي دي.

د پراګ نړیوالې راډیو د یو خبر پر بنسټ د چک جمهوریت امنیتي ځواکونو د دغه هیواد د شمالي استي ناد لابېم ښار پرېدلیچ سیمې ته نږدې یوه لارۍ کې ۸ مهاجر موندلي دي.

د پولیسو په حواله نیول شوي مهاجر له ۱۵ تر ۲۰ کلونو عمرونه لري. دغو کسانو پولیسو ته ویلي چې د افغانستان اصلي اوسېدونکي دي.

د استې ناد لابېم د پولیسو ویاند زیاته کړې چې د جان نووتني په نامه صربیایی لاري چلونکی هم نیول شوی دی.

د روانې نومبر میاشتې پر ۵مه د چک جمهوریت ادارو په یوه ترکي بار وړونکې لارۍ کې ۴۸ تنه پناه غوښتونکي موندلي وو چې احتمالاً غوښتل یې له سوریې څخه اروپا ته لاړ شي.

د اروپایي اتحادیي غړی هیواد چک جمهوریت په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرت د کړکیچ له پيل راهیسې له منځني ختیځ او افریقا څخه د پناه غوښتونکو د منلو مخالفت کوي.

 

نورې ليکنې