د هسپانيا قناري ټاپو ته د اوونۍ په پاي کې ۱۲۷۵ تنه تازه مهاجر رسيدلي دي
د هسپانيا قناري ټاپو ته د اوونۍ په پاي کې ۱۲۷۵ تنه تازه مهاجر رسيدلي دي

د هسپانيا قناري ټاپو ته د اوونۍ په پای (شنبې او يکشنبې) کې ۱۲۷۵ تنه تازه مهاجر رسيدلي دي. ساحلي ساتونکو د آلمان خبري آژانس ته د دغه مطلب په ويلو سره ويلي دي چې ياد شمیر مهاجر له افريقا څخه د لرګيو څخه په جوړو ۴۲ کشتيو کې رسيدلي دي.

د روان کال په جريان کې د هغو مهاجرو شمير چې د شمالي او لويديځي افريقا څخه په کوچنيو کشتيو کې د آرام سمندر ټاپوګانو پر لور سفرونه کوي، ډير لوړ شوی دی. د روان کال (۲۰۲۰) د جنوري میاشتي راهيسې، شاوخوا ۱۷ زره مهاجر دغو ټاپوګانو ته رسيدلي دي.

اکثره کشتۍ چې مهاجر ورڅخه په دغې سمندرې لاره استفاده کوي، ساده يا کوچني ماشينونه لري. دغه کشتۍ خپل سفرونه تر ډيره له مراکو، موريتانيا او دغه راز د لويديځې افريقا هيواد، سينګال څخه پیلوي چې د اروپا سويل لور ته په شاوخوا ۱۵۰۰ کيلومترۍ کې پرتې سیمې دي.

فقر، وچکالي، بيکاري، د کرونا وبا او تاوتريخوالي تر ټولو لوي لاملونه دي د دغو سیمو اوسيدونکي په اروپا کې د يوه ښه ژوند لرلو په هيله، پر دغو اوږدو او خطرناکو سمندري لارو سفرونه وکړي.

د تازه رسيدلو مهاجرو تر ټولو ډير شمیر يې د راجستر کولو او د کرونا تيست په موخه، د ګران قناري ټاپو، آرګوئين بندري ښار ته ليږدول شوي دي. د دوی په رسيدلو سره په بندر کې د شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ګڼه ګوڼه رامنځ ته شوې دي.

د دغو مهاجرو يو شمير يې بايد د اوونيو له پاره د خيمو څخه په جوړ موقتي کمپ کې پاتې شي.

د مهاجرو يو مسئول قاضي، ارکاديو دیاز تيجیرا، تازه ويلي دي چې دغه مهاجر په بندر کې پر نرۍ لاره د «څارويو په څير» يو بل پورې نښتي ولاړ دی.

دغه مهاجر له همدغه ځايه څخه عاجلو هستوګنځايونو او خالي سياحتي ځايونو ته ليږدول کيږي کوم چې په وروستيو کې د توريزم سکتور له لورې پرې نيوکې ډيرې شوي دي.

د هسپانيا مرکزي حکومت لس ورځې مخکې اعلان کړی وو چې دوی به په بندري سيمه کې کمپ وتړي او د تازه رسيدونکو مهاجرو له پاره به د هستوګنې يو مرکز جوړ کړي، خو تر اوسه د دغه مرکز د جوړيدو چارې عملا پيل شوي نه دي.

Dpa/mks

 

نورې ليکنې