اوس هيڅ مهاجر ته اجازه نه ورکول کيږي چې په ويکتوریا پارک کې خپله ورځ يا شپه تيره کړي
اوس هيڅ مهاجر ته اجازه نه ورکول کيږي چې په ويکتوریا پارک کې خپله ورځ يا شپه تيره کړي

د يونان په پلازمېنه آتن ښار کې د ويکتوريا پارک چې د ګن شمیر مهاجرو له پاره يې پناه ورکړې وه، له لسو ورځو راپدېخوا د پولیسو تر سخت کنټرول لاندې دی. اوس هيڅ مهاجر ته اجازه نه ورکول کيږي چې په دغه پارک کې خپله ورځ يا شپه تيره کړي.

د آتن ښار په ويکتوريا کمپ کې په اکتوبر مياشت کې ګڼ شمیر هغو مهاجرو چې سرپناه يې نه درلوده، خپلې شپې او ورځې تيرولې. خو د فاطمه حيدري په نوم يوه افغان مهاجره چې دغه پارک ته نژدې له خپلې کورنۍ سره په یوه کور کې ژوند کوي، وايي چې له لسو ورځو راپديخوا دغه پارک د پولیسو په شديد کنټرول کې دی او مهاجر له ويرې نه شي کولای پارک ته دننه شي.

میرمن حیدري وايي: «په هر څو کيلومترۍ کې ۱۰ تر ۱۵ پورې پولیس حضور لري او مهاجرو سره شدید چلند کوي. دغه وضعيت د ټولو مهاجرو په منځ کې ويره خپره کړې ده.»

فاطمه حيدري د درې ماشومانو مور ده، چې تر ټولو کوچنی ماشوم يې ۳ کلن دی. هغه وايي: «موږ د سړې هوا په مقابل کې يوه سرپناه لرو، خو د ماشومانو له پاره مې نور هيڅ امکانات شتون نه لري.»

هغه زیاتوي: «ټول اړتيا لري چې بايد ښوونځي ته ولاړ شي او درس ووايي، خو د يونان حکومت ورته شرايط نه دي برابر کړي.»

 دغه مهاجره وايي: «موږ کور لرو، خو موږ له پاره په يو بشپړ زندان باندې بدل شوی دی. که قرنطين نه وي، څنګه چې اوس دی، موږ کولای شو له کوره بهر ووځو. خو اوس موږ د کورنۍ پنځه واړه غړي په کور ناست یو. انترنټ ته هم لاسرسی نه لرو چې لږ تر لږه ماشومان يې له لارې درس ووايي.»

د یونان د مهاجرت او پناه غوښتنې د چارو وزير، نوتيس ميتاراکيس، هم تیره اوونۍ له مهاجرنيوز سره په مرکه کې د ويکتوريا پارک تخلیه کول تائيد کړي وو. هغه وويل: «نن په دې پارک هيڅ څوک نشته او وروسته له دې به هغه وضعيت چې کیدای شي انتقادي نوم ورته ورکړو، وجود نه لري. دلته داسې مهاجر اوسيدل چې نه يې شو کولی ځانونو ته کار يا د اوسيدو ځای پیدا کړي. اوس هغوی ته د دې امکانات برابر شوي چې موقتي هستوګنځايونو ته ولاړ شي.»

يوناني وزير د خپلو خبرو په ادامې وويل: «يونان چاته عامه هستوګنځای په اختيار کې نه ورکوي. دغه امکان نه یوازې مهاجرو، بلکې ځايي خلکو ته هم وجود نه لري. موږ د عامه هستوګنځايونو د ايجاد سیاست نه تعقیبوو. موږ هغو مهاجرو ته چې په رسميت پيژندل شوي، د دې امکانات ورکوو چې ځانونو ته کورونه پيدا کړي. هغوی دا امکانات هم لري چې د کور د کراه له پاره له مالي مرستې ترلاسه او له پاره يې عريضه وکړي. خو مهاجر بايد د کار له پاره هم هڅې وکړي. موږ د هغو کسانو ته چې کار نه کوي د تل له پاره مرستې په اختيار کې نه ورکوو.»

خو پناه غوښتونکي بيا شکايت کوي چې د دې له پاره چې وشي کړای کار پيدا کړي، د ژبې او ادغام کورسونه په اختیار کې نه لري. خو د یونان د مهاجرت وزير ادعا کوي چې «په يونان کې ۱۹ داسې مرکزونه موجود دي چې د کار او اوسيدو ځای د موندلو په برخه کې (مهاجرو) سره مرسته کوي.»

د فاطمه حيدري په خبره، ټولنیزې مرستې د ټولو مهاجرو له پاره کافي نه دي. خو د یونان د مهاجرت وزير بیا وايي چې د (آي او ام) «HeLIOS» پروژه چې د اروپايي کميسيون له خوا تمويليږي، په يونان کې د مهاجرو له پاره فعاليت کوي او د دغې پروژې وړتيا له تر اوسه نه ده ډکه شوې.

د مهاجرت او پناه غوښتنې د چارو وزير وايي، هغه مهاجر چې د دغې پروژې په چوکاټ کې ځان ته کور پيدا او د یوناني چارواکو تائيد هم له ځانه سره ولري، د ۱۲ میاشتو له پاره د کور د کرايې له بابته مرسته ترلاسه کولی شي.

 خو فاطمه حيدري د دا ډول مرستو په اړه څه وايي: «موږ يوه پنځه کسيزه کورنۍ یو او په مياشت کې ۴۰۰ يورو نغدي مرسته ترلاسه کوو. موږ په همدغو پيسو، خپل ټول مصارف له خوراکي موادو نيولې، تر درملو او جامو پورې پوره کوو.» میرمن فاطمه حيدري وايي چې دغه سخت ژوند د دې او ماشومانو روحي حالت ته زيان رسولی او دا چې کله به له دغه حالت څخه ووځي، لا تر اوسه معلومه نه ده.

 

نورې ليکنې