د بالکان لار اروپا ته د ناقانونه مهاجرت یو له اصلي لارو څخه شمیرل کیږي.
د بالکان لار اروپا ته د ناقانونه مهاجرت یو له اصلي لارو څخه شمیرل کیږي.

د بالکان سيمې هیوادونو له پولو د غیرقانوني مهاجرتونه د تيرکال راپدېخوا دوه برابره شوي دي. چارواکو ویلي چې پر دغې لار د مهاجرو په شمیر کې د ډيريدو دلیل د مديترانې له لارې د مهاجرتونو ډيريدل دي.

د فرانسې د خبري آژانس په حواله، د اروپايي اتحاديې د بهرنيو پوله ساتونکو آژانس یا فرونتکس، رپوټ ورکوي چې د روان میلادي کال په اکتوبر مياشت کې د لويديځ بالکان په ځمکنۍ سرحدونو کې د ناقانونه مهاجرت نژدې ۳۵۰۰ پيښې ثبت شوي چې دغه شمیر د تیرې سپتمبر مياشتې د پيښو په پرتله څه باندې درې برابره لوړ دی.

په دغه رپوټ کې زياته شوې چې د روان میلادي کال د لومړيو لسو مياشتو ابتدايي شمیرې ښيې چې د بالکان پر لار څه باندې ۱۹۷۰۰ ناقانونه مهاجر نيول شوي دي چې دغه شمیر د تیر کال د همدې مودې په پرتله له دوه برابره هم ډیر دي. د یاد آژانس په اعلامیه کې همدا راز راغلي دي چې په نيول شوو مهاجرو کې له نيمايي ډير يې سوريايان دي په داسې حال کې د پاتې مهاجرو څلورمه برخه بيا افغانان تشکيلوي.

په دې وروستیو کې فرونتکس د یو شمیر رسنیو له انتقادونو سره هم مخامخ شوی دی.
په دې وروستیو کې فرونتکس د یو شمیر رسنیو له انتقادونو سره هم مخامخ شوی دی.

 د اروپايي اتحاديې د بهرنيو پوله ساتونکو آژانس یا فرونتکس همدا راز ویلي چې د اروپايي اتحاديې په کچه د ټولو سرحدونو له لارې بيا د غيرقانوني مهاجرتونو کچه د تيرکال په پرتله روان میلادي کال ۲۱ سلنه ټيټه شوې ده او په خبره یې د دې ټیټوالي اصلي دليل د ختيځې او لويديځې مديترانې له لارې د راتلونکو مهاجرو په شمیر کې کمښت په ګوته شوی دی.

د رسمي شمیرو له مخې د روان ۲۰۲۰م کال په لومړيو لسو مياشتو کې د مديترانې سمندرګې له لويديځې غاړې په مجموعې توګه ۱۳۴۰۰ مهاجر اروپا ته راغلي دي چې دغه شمیر هم د ۲۰۱۹م کال په پرتله ۳۷ سلنه را ټیټ شوی دی.

بل لوري ته بیا په ختيځه مديترانه کې بيا د ناقانونه مهاجرتونو شمیر آن ۷۵ سلنه رالويدلي دي، هغه لار چې په وروستيو کلونو کې د ترکيې او يونان تر منځ د اروپايي اتحاديې پر لور د غیرقانوني مهاجرتونو يوه تر ټولو مهمه لار شمیرل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې فرونټکس آژانس هم د یو شمیر رسنیو له انتقادونو سره مخامخ شوی دی. یو شمیر رسنیو پر فروټکس تور پورې کړی د دغه سازمان ساتونکي له يوناني چارواکو سره په ګډه د ترکيې اوبو ته د مهاجرو د بیرته شړلو په موخه کار کوي.

د مهاجرو له حقونو څخه ملاتړ کونکي سازمانونه خبرداری ورکوي چې په رسيدلو مهاجرو کې تر ټولو ډير شمیر يې د جګړه ځپلو هيوادونو څخه دي چې د پناه اخیستنې مستحق دي، خو برخلاف هغوی د سرحدي ځواکونو د يرغليزو تکتيکونو په نتيجه کې د خطر په معرض کې قرار لري.

dt/mas/bp

     

 

نورې ليکنې