د سن دني کمپ تړلو عملیاتو وروسته سلګونه مهاجر پر سړکونو لالهاند ول. کرېډېټ: واسع محسن، مهاجر نیوز
د سن دني کمپ تړلو عملیاتو وروسته سلګونه مهاجر پر سړکونو لالهاند ول. کرېډېټ: واسع محسن، مهاجر نیوز

که څه هم د مهاجرو مدافع بنسټونه وایي چې د سن دني کمپ د تړلو عملیاتو وروسته امنیتي ځواکونو د مهاجرو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه کار اخیستی دی، خو تر دې دمه د ایل دو فرانس، د سن سن دني او د پاریس د پولیسو قومندانیو په دې اړه څه نه دي ویلي. امنیتي ځواکونو تېره ورځ پر نږدې هغو ۸۰۰ کسانو اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه چې سرویسونو کې یې ځای نه و موندلی.

پرون سه شنبه سهار فرانسوي پولیسو سن دني کې د مهاجرو تر ټولو لوی کمپ وتاړه. خو په ماسپښین کې په سلګونو مهاجر پر سړکونو لیدل کېدل. د سازمانونو له مخې د کمپ د تړلو عملیاتو وروسته ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ مهاجر سړکونو کې پاتې شوي دي. د یوتوپیا ۵۶ سازمان یوه رضاکاره وایي چې دغه کسان پوهېدل چې کمپ به وتړل شي، د همدې وجه سرویسونو ته انتظار کاوه. خو سرویسونو کې کافي ځای نه و.

پولیسو بیا د پاتې شویو مهاجرو د تیت او پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکی ګاز څخه کار واخیست. په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې مهاجر له پولیسو څخه د تښتېدو په حال کې دي او یا د سن دني او پاریس پر سړکونو لالهاند ګرځي.

سازمانونه او خبریالان د کمپ د خالي کولو عملیات «ناکام» بولي.

خو د سن دني کمپ د تړلو عملیاتو کې په ترڅ څه پېښ شول؟ ولې د سرویسونو شمېر کم و؟ ولې د سلګونو مهاجرو پر وړاندې اوښکې بهوونکی ګاز وکارول شو؟ د پولیسو قومندانیو په دې هکله څه نه دي ویلي. خو په رسمي خبرپاڼو کې راغلي چې عملیات په «بریا» سره ترسره شوي چې په پایله کې یې ۳۰۰۰ کسانو ته سرپناه برابره شوې ده.

خو مهاجر بیا بل ډول نظر لري. ۳۱ کلن افغان کډوال میرزا چې له ۱۰ کلونو راهیسې په فرانسه کې اوسېږي وایي: «عملیات په ښه توګه مدیریت شوي نه وو. د خلکو شمېر زیات و او هر چا هڅه کوله چې سرویسونو ته وخېږي. زه فکر کوم چې ډېری کسان تېره شپه کمپ ته راغلي وو او سرویسونو ته یې انتظار کاوه.»

هغه زیاتوي: «په لومړي سر چې کورنۍ سرویسونو ته وختلې وضعیت ارام و، خو کله چې وار نارینه و ته ورسېد وضعیت خراب شو. زه کمپ کې وم چې پولیسو پر مهاجرو د اوښکې بهوونکي ګاز کارول پیل کړل. مهاجر یې له کمپه وایستل. موږ نه پوهېدو چې څه وکړو. بالاخره پاریس ته ورغلو.»

بیا ولولئ: سازمانونه د سن دني کمپ د خالي کولو عملیاتو پر مهال د پولیسو له خوا د مهاجرو پر وړاندې پر تاوتریخوالي نیوکه کوي

د یوتوپیا ۵۶ مسول یان مانزي وایي: «ما کله هم داسې وضعیت نه و لیدلی. پولیسو د مهاجرو د محاصره کولو لپاره هڅې کولې او اوښکې بهوونکی ګاز یې وکاروه. خلکو هرې لورې ته منډې وهلې، مهاجر نه پوهېدل چې چېرته ولاړ شي.»

افغان مهاجر امید وایي: «پولیسو په ماسپښین کې مهاجر له کمپه وایستل. ګڼ شمېر مهاجر د اوبرویلیې پول ته څېرمه راټول شول. غوښتل یې چې تجارتي مرکز ته نږدې شپه تېره کړو، خو پولیسو یې مخه ونیوله او پرې یې نه ښودل چې هلته خوب وکړي. د شپې په ۱۰ نیمو بجو د اوبرویلیي او لا ویلت پخواني کمپ ته ورغلو، خو هلته هم سرتېري لیدل کېدل. زه له یو ملګري سره د شپې په یوه بجه اوبرویلیې ته راغلم او دلته مو خوب وکړ.»

میرزا بیا وایي: «موږ د خوړو د ترلاسه کولو او د حل لارې موندلو لپاره اوبرویلیې ته راغلو. خو اوس نه پوهېږو چې څه وکړو او چېرته ولاړ شو.»

 

نورې ليکنې