د آلمان پارلمان د کورنیو د الحاق په برخه کې نوي مقررات او تازه امکانات معفري کړل
د آلمان پارلمان د کورنیو د الحاق په برخه کې نوي مقررات او تازه امکانات معفري کړل

ټاکل شوې چې په نیږدې راتلونکې کې به غیر اروپايي وګړي د دې لا ډیر امکانات ترلاسه کړي چې آلمان ته د خپل ژوند شریک یا خپلوان را وغواړي. د آلمان پارلمان همدا نن د جمعې په ورځ د کورنیو د الحاق په برخه کې نوي بدلونونه معرفي کړل.

نن د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د نومبر میاشتې په ۱۸مه نیټه) د آلمان په پلازمینه برلین کې د آلمان په پارلمان کې مسيحي دموکرات اتحاد او مسیحي سوسیال اتحاد، سوسیال دموکرات ګوند، آزاد دموکرات ګوند او زرغوند ګوندونو د کورنیو د الحاق د پراختیا په برخه کې نویو امکاناتو ته رایه ورکړه. د آلمان له پاره بدیل ګوند بیا د دې مقرراتو پرخلاف رایه ورکړې او کیڼ اړخو بیا هیڅ رایه نه دې کارولې.

اروپايي ټولنې څه موده وړاندې د آلمان پر ضد ادعا کړې وه چې دغه هیواد د اروپايي ټولنې قوانین تر پښو لاندې کوي. په دې توګه اوس آلمان غواړي چې په دې هیواد کې د کورنیو د الحاق امکانات لا پراخ کړ.

په دې ترتیب اوس هغه کسان چې د اروپايي ټولنې د غړیو هیوادونو تابعیت ولري، د دې امکان ترلاسه کوي چې د خپلې کورنۍ هغه نیږدې غړي چې د اروپايي ټولنې تابعیت هم ونه لري، آلمان ته را انتقال کړي.

په تازه بدلونو کې د بیلګې په توګه دایمې د ژوند د ملګري او رضاعي ماشومانو سربیره کاکا، خاله، وراره او د خور اولادونه هم آلمان ته د تګ لا ډیر چانس ترلاسه کوي. سربیره پر دې بیا هم ځینې شرایط پر ځای پاتې دي. د بیلګې په توګه هغه څوک چې غواړي آلمان ته راشي، باید په آلمان کې یې د خپل ژوند له ملګري څخه شاوخوا دوه کلونه مالي مرستې ترلاسه کړې وي او یا د اوږدې مودې له پاره یې ګډ ژوند کړی وي.

په ورته وخت کې د آلمان پارلمان هغه آلماني زده کوونکي چې په بریتانیا کې زده کړې کوي لا ډاډمن کړي دي. د نویو مقرراتو له مخې، هغه آلمانان چې په بریتانیا کې زده کړې کوي یا مسلکي روزنې ترلاسه کوي، د خپلو زدکړو یا مسلکي روزنو تر پایه پورې کولی شي تحصیلي پور ترلاسه کړي.

سربیره پر دې هغه بریتانویان چې په آلمان کې یې تراوسه پورې د اروپايي ټولنې تابعیت لرونکي په توګه ژوند کوو، کولی شي چې د جنوري میاشتې تر لومړۍ نیټې وروسته هم په آلمان کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي. دوی کولی شي چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو تر بشپړیدو پورې په دې هیواد کې د پخوا په څیر پاته او ژوند وکړي. دوی په دې برخه کې په آلمان کې د پاتیدو اسناد په اتوماتیک ډول ترلاسه کوي. 

 

نورې ليکنې