مانش کانال. انځور: رویترز
مانش کانال. انځور: رویترز

برتانوي چارواکي پرون چهارشنبه وویل چې د دغه هیواد په ختیځو اوبو کې یې یوه کب نیوونکې بېړۍ کې سپاره ۶۹ البانیایان او ۳ تنه د کښتۍ د عملې غړي نیولي دي.

دا بېړۍ د برتانیا د سازمان یافته جرمونو سره د مبارزې اژانس، د مهاجرت د چارو ادارو او د سرحدي پولیسو د ګرېت یارموت په نامه ګډو عملیاتو په پایله کې نیول شوې ده.

چارواکو ویلي دغه بېړۍ چې د تېرې سه شنبې په شپه د بلجیم له اوستند سیمې څخه د برتانیا پر لور روانه شوې وه، د چهارشنبه په ورځ هارویچ بندر ته یووړل شوه.

د سازمان یافته جرمونو سره د مبارزې اژانس زیاته کړې چې د کښتۍ له عملې (یو لیتوانیایي او دوو اوکراینیانو) څخه یې تحقیقات پیل کړي دي. دغه کسان برتانیا ته د ناقانونه مهاجرو په قاچاق تورن دي. 

پاتې ۶۹ کسان چې د البانیا اصلي اوسېدونکي دي د کډوالۍ له قوانینو څخه د سرغړونې په تور نیول شوي.

بیا ولولئ: مانش کانال: په ازادو اوبو کې د کډوالو ژغورنه څنګه تنظیمېږي؟

د قاچاقي ډلو د له منځه وړلو لپاره هڅې

د نوموړي اژانس د څېړنو مشر کرېک نایلر ویلي چې دغو کسانو د برتانیا له سرحدي قوانینو څخه سرغړونه کړې ده. هغه ټینګار کړی چې د قاچاقي ډلو د له منځه وړلو لپاره خپلې ټولې هڅې کوي.

له تېرو څو میاشتو راهیسې د مانش کانال له لارې برتانیا ته د تلونکو مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. دا په داسې حال کې ده چې برتانیا غواړي د روان کال په پای کې د برګزېت انتقالي مودې تر پوره کېدو وروسته خپل مهاجرتي سیاست کې بدلون رامنځ ته کړي.

ډېری مهاجر په کوچنیو کښتیو کې برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅه کوي. خو دغه سفرونه له ګواښونو ډک دي.

تېره اکټوبر میاشت مانش کانال کې د مهاجرو د یوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې د یوې ایرانۍ کورنۍ څلور غړي مړه او درې تنه نور لادرکه شول. د نوموړې کورنۍ یو کلن ماشوم هم د لادرکه شویو کسانو په ډله کې دی.

بیا ولولئ: مانش کانال کې د کښتۍ ډوبېدنه: مړه شوي ۴ کسان د یوې کردۍ ایرانۍ کورنۍ غړي وو

سږ کال تر دې دمه مانش کانال کې د مړو شمېر ۷ او د لادرکه شویو شمېر ۳ تنو ته رسېږي. د رسمي شمېرو له مخې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د اګست میاشتې تر ۳۱مه ۶۲۰۰ مهاجرو له فرانسې څخه برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅې کړې دي.


  

 

نورې ليکنې