دبوسنيا په ووچياک مهاجر کمپ کي مهاجر | Photo: picture alliance/AP Photo
دبوسنيا په ووچياک مهاجر کمپ کي مهاجر | Photo: picture alliance/AP Photo

د بوسنيا په پلازمېنه کي د چهارشنبې په ورځ په سلونو انسانانو احتجاجي لاريون تر سره کړ او له کوڅو څخه يې و کمپونو ته د مهاجرو د انتقال غوښتنه تکراروله.

د بالقان ساحې په بوسنيا هيواد کي دغه احتجاجونه د هغه وروسته رامنځ ته سول کله چي د تاوتریخوالي په يوه پېښه کي يو ځايي سړی ووژل سو. په دغه لانجه کي د چاقو د وارونو له کبله دوه کسان ژول سوي هم ول. د دغې پيښي وروسته په غوسه ځايي خلکو په احتجاجونو لاس پوري کړ.

بوسينا ته په تيرو وختونو کي زيات شمير هغه مهاجر رسېدلي دي چي غواړي د بالقان په مسير ځانونه لوېديځي اروپا ته ورسوي. دغه مهاجر په خپلو هيوادونو کي د جګړو، زور زياتيو او بې وزلۍ له کبله و تېښتي ته اړ سوي دي.

پوليسو په خپله اعلاميه کي ويلي دي چي د يو تليفوني اطلاع وروسته د ايدليڅا سيمي ته ورسېدل او هلته يې يو مړی وموند. د پوليسو په وينا دغه مړی د يو بوسنيايي کس وو. د اسوشيېتد پرس خبري آژانس د خبر له مخي د پوليسو وياند، مرزا هادزيابديچ زياته کړې چي د سه شنبې ورځي (د ۲۰۲۰ کال د نوامبر ۱۷مه نېټه) په دغه پېښه کي درې مشکوک ښکېل کسان په تېښته کي دي. د وياند په وينا د پوليسو تحقيقاتو ښودلې چي ښکيل هغه کسان چي په تېښته بريالي سوي، مهاجر ول.

په احتجاج راوتلو کسانو شعارونه ورکول چي نور به دغه حالت ونه زغمي. ځايي چارواکي دزيوان پوتوراک ويلي چي «خلک نه غواړي چي موضوع په خپلو لاسونو کي واخلي.»

په بوسنيا کي زيات شمير هغه مهاجر سته چي دغه هيواد ته په دې مقصد ورغلي چي ورڅخه بيا کرويشيا ته او بيا مخ په وړاندي لوېديځي اروپا ته ځان ورسوي. دغه مهاجر د بوسنيا په پلازمېنه سرايېوو کي تيريږي ځکه چي دغه سيمه د کرويشيا سرحد ته نژدې پرته ده.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې