د جګړو له ویرې یو شمیر افغانان د بې ځایه کیدو پر مهال. انځور: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره (OCHA)
د جګړو له ویرې یو شمیر افغانان د بې ځایه کیدو پر مهال. انځور: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره (OCHA)

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمیشنري وايي، که د افغانستان د سولې روانې هڅې مثبتې پایلې و نه لري او تاوتریخوالی دوام وکړي نو ښايي افغانستان له یو بشري ناورین سره مخامخ شي. سخت ژمی او کرونا ویروس دغه اندیښنې لاپسې ډیرې کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمیشنر فلیپو ګراندې، تیره اونۍ افغانستان ته د خپل څلور ورځیني سفر په لړ کې د دغه هیواد د ولسمشر په ګدون یو شمیر چارواکو سره د افغان کډوالو او بې ځایه شویو د ستونزو د هواري په اړه خبرې وکړې.

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو دغه لومړی درجه چارواکی د میلیونونه افغانانو د کډوالۍ د دوام او په کور دننه د بې ځایه کیدو په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي« مونږ به د دوې بشري اړتیاوو ته کتنه وکړو او د اجباري بې ځایه کیدو لپاره به د حل لارې چارې ولټوو.

فلیپو ګراندي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي مونږ باید د دغو سترو ننګونو پر مهال د دوې لاس نیوی وکړو.

ناامني او د خلکو بې ځایه کیدل

په قطر کې د افغان حکومت او طالب چارواکو ترمنځ د سولې په تړاو د روانو خبرو اترو سربیره، له تیرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې جګړو زور اخیستی. د دغو جګړو په پایله کې د کندهار او هلمند په ګډون یو شمیر ولایتونو کې زرګونه خلک خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په دې وروستیو کې مهاجر نیوز ته ویلي و چې نه شي کولای یو شمیر سیمو ته چې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دی، بشري مرستې ورسوي.

نور ولولئ: د کندهار او هلمند جګړو نږدې ۱۳ زره کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه کړي

اوس د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر افغانستان ته د خپل سفر په پای کې له اسوشیتید خبري آژانس سره په خبرو کې وویل که ناامني دوام و مومي نو د بې ځایه شویو شمیر به لا پسې ډیر او یو بشري ناورین به رامنځ ته شي.

ګراندي د تیرې سه شنبې په ورځ د نومبر په ۱۷ وویل: « که چیرې د سولې هڅې ناکامې شي او تاوتریخوالی دوام وکړي، که چیرې د افغان نارینه او میرمنو حقونه له ګواښ سره مخامخ شي نو بشري وضعیت به لاپسې خراب او ډیر خلک به بې ځایه شي.» هغه هیله و ښوده چې داسې دې و نه شي.

د «یو ان اچ سی آر» دغه مشر د افغانستان څلورو لسیزو جګړو ته په اشارې سره، پر ښکیلو غاړو غږ کړی چې له جګړو دې لاس واخلي. نوموړي زیاته کړې د سولې د خبرو پر مهال جګړه، نه یوازې د کډوالو او بې ځایه شویو بلکه د ټولو افغانانو باور له منځه وړي.

د کډوالو ستونزو په موخه له چارواکو سره نانسته

د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړی چارواکی د خپل سفر به لړ کې په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د کډوالو راستنولو لپاره د حل پر لارو چارو هم خبرې کړي.

ګراندي وايي:« د افغان حکومت په مشرۍ او د نړیوالو په ملاتړ، مونږ کولای شو د جګړو له امله بې ځایه شویو لپاره د حل لارې پیدا او د کډوالو راستنولو ته مناسب شرایط برابر کړو.»

فلیپو ګراندي وویل چې د جنیوا په کنفرانس کې به چې په راتلونکو ورځو کې جوړیږي، پر نړیوالو غږ وکړم چې لاهم د بې ځایه شویو په ګډون میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې دغه مشر د خپل سفر پر مهال په کابل کې د یو شمیر وزیرانو په ګډون، سیمه ایزو چارواکو او یو شمیر کډوالو او بې ځایه شویو سره د دوې د ستونزو د هواري اړه خبرې کړي.

 

نورې ليکنې