اروپايي محکمه په لوکزامبورګ کي ده: Imago Images/P. Scheiber
اروپايي محکمه په لوکزامبورګ کي ده: Imago Images/P. Scheiber

د اروپايي اتحاديي کمیسیون، اروپايي محکمې ته عریضه کړې ځکه چې د دوې په اند هنګري د اروپايي اتحاديي قوانین تر پښو لاندې کړي.په دقيقه توګه موضوع د «سوروس مخنيوي قانون» لانجه ده.

اروپايي محکمه به د دوشنبې په ورځ په هنګري هيواد کي د پناه غوښتنې د محدوديتونو پر قضيه په شفاهي توګه سماعت ولري.

هنګري په ياد قانون سره په ۲۰۱۸ کال د پناه غوښتونکو حقونه محدود کړل او په ځانګړو مواردو کي د مهاجرو سره مرسته يې جرم وګرځاوه. د دغه قانون له مخي هغه پناه غوښتنه بايد رده کړل شي که پناه غوښتونکی د داسې هيواد له لاري هنګري ته راغلی وي، چيرې چي هغه تر تعقيب لاندي نه وي.

که د مرستندويه سازمانونو همکاران «په ناقانونه مهاجرت کي په مرسته کولو» تورن شي، نو ښايي ورباندي د بند سزا راووځي.

د «سوروس مخنيوي قانون» قانون نوم له جيورج سوروس څخه اخيستل شوی. جیورج سوروس هنګري الاصه امريکايي ملياردر دی. د ياد کس له خوا رامنځ ته کړل سوی «د بشري حقونو، دموکراسۍ او پناه غوښتونکو د ملاتړ بنسټ» د هنګري د حکومت له خوا په دې تورن کيږي چي ګواکي اروپا ته «د غير قانوني مهاجرت» ملاتړ کوي.


 

نورې ليکنې