هر کال زيات شمير نايجيريايي مېرمني اروپا ته د بدلمنۍ له پاره راوستل کيږي
هر کال زيات شمير نايجيريايي مېرمني اروپا ته د بدلمنۍ له پاره راوستل کيږي

يو نوی راهنما کتاب چاپ شوی چې موخه يې د مهاجرو په مرسته کوونکو کې د هغوی د مذهبيتوب په وړاندي پوهاوی زياتول دي.

د آلمان په اينګولشتدت کې د کاتوليکي پوهنتون آيشتېت په همکارۍ يو کتاب چاپ شوی چې نوم يي د «د جنسي زبېښاک له پاره د انساني قاچاق د نايجيريايي ښځينه قربانيانو ادغام» دی.

دغه کتاب د یوې څیړنې پر بنسټ چاپ شوی چې په ياده څېړنه کي د آيشتېت پوهنتون یو څېړونکي، زيمون کولبه هم ونډه اخيستې ده. نوموړي د جمعې په ورځ د کاتولیکي خبري آژانس سره په یوه مرکه کې ویلي چي د دغه څېړني مقصد دا دی چې مرسته کوونکي بايد د مرسته ترلاسه کوونکو پر اړتياوو تمرکز وکړي. هغه زياته کړې چي د آلمانيانو په پرتله په مهاجرو کي دينيت او مذهبيتوب ډېر زيات دی. د هغه په وينا له دې کبله «د هغوی دغه مذهبيتوب بايد جدي ونيول شي.»

ياد کتاب چي پر انټرنټ هم خپور شوی، پکښي په نايجيريا کي د جادو سره تړلو لمانځنو او دجبري بدلمنۍ سره تړلي موضوعات هم څېړل شوي دي. د زیمون کولبه په وینا، د نايجيريا په یو شمیر ایالتونو کې د مېرمنو وضعيت د خرابیدو په حال کې دی. د کولبه په وینا دغه مېرمني زياتره وخت د هغو ښځينه انساني قاچاق وړونکو لاس ته لويږي چي د دوی سره د درواغ ژمني کوي چی په اروپا کی به د خدمتکارانو په توګه کار او روزګار ورته برابر کړي. هغوی مجبوره دي چي له نايجيريا څخه له حرکت مخکي د «يويو» په نوم ګوډګري مراسم وکړي.

په ياده کوډګره لمانځنې سره له دغو مېرمنو ژمنه اخيستل کيږي چي په اروپا کي به خپلې «مادام» ته وفاداره پاته کيږي. «مادام» هغې ښځينه د بدلمنۍ د کار مشري ته ويل کيږي چي له نايجيريا څخه و اروپا ته د بدلمنۍ په مقصد د انساني قاچاق کنټرول کوونکي دي. د کولبه په وينا ياد مراسم د يو نه ماتېدونکي تړون شکل لري او پکښي دا هم ثبتيږي چي ګواکي اروپا ته د رسېدنې مصارف ۱۰۰ زره يورو دي او دا چي اړونده ښځه بايد ياد مقدار پيسې وګټي. د دغو انسانانو د عقايدو له مخي که اړونده مېرمنه چي بدلمنۍ ته ځي ياده ژمنه يا تړون مات کړي، نو د ارواح خبيثه له خوا د بدمرغۍ او بدقسمتۍ سره مخامخ کيږي. کولبه وايي چي په اروپا کی په زرګونه داسي «بد قسمته مېرمني» ژوند کوي.

کولبه وايي چي د قرباني مېرمنو عقايد د هغوی د ژغورنې له پاره هم يوه ممکنه لاره کيدلای شي، ځکه چي د ايدو ايالت اوسيدونکي نه يوازي په جادو باندي عقيده لري بلکه مسيحيان هم دي. د کولبه په وينا د نايجيريا سره تړاو لرونکي د جبري بدلمنۍ قربانياني د پوليسو سره خبرو کولو ته زړه نه ښه کوي، خو د کليسا د همکارانو سره خبري کوي. د دغه کارپوه په وينا له دې کبله که د کليسا اړونده مرستندويان په دغه موضوع کي خبر او باتجربه واوسي نو کولای شي چي له دغو سختو بېرېدلو مېرمنو سره اړينه رغنده توګه خبري وکړي.

 

نورې ليکنې