آرشيف انځور
آرشيف انځور

په لوکزامبورګ کې اروپايي محکمې ويلي چي د اروپايي اتحاديې د قانون پر اساس په سوريه کي له الزامي عسکرۍ څخه تېښته د پناه غوښتني دليل منل کيدلای شي.

اروپايي محکمې د پنجشنبې په ورځ د نوامبر په ۱۹مه د خپلې یوې پریکړې په ترڅ کې ویلي هغه سوريايان چي اروپايي اتحاديې ته يې پناه راوړې او د پناه غوښتنې په خپل استدلال کي يې په سوريه کي له الزامي عسکري کولو څخه تېښته ياده کړې وي، نو دغه دليل يې د پناه غوښتونکي په توګه د قبولۍ سبب کيدلای شي. د محکمې په یاده فيصله کي راغلي چي د سوريې و کورنۍ جګړې ته په کتلو سره له عسکرۍ څخه تېښته سياسي او مذهبي لاملونه لرلای شي. په پریکړه کې زياته شوې چي په سوريه کې د عسکری نه کولو له کبله اړونده کسان تر تعقيب لاندي راتللای شي. خو محکمې ويلي دي چي د اروپايي اتحاديې دننه چارواکي بايد البته په دې تړاو د پناه غوښتنې هره دوسيه په انفرادي توګه وارزوي.

د محکمې په ياده فيصله کي راغلي دي چي د عسکرۍ څخه د ځان ژغورلو په استدلال د پناه غوښتنه کي مهمه دا نه ده چي ايا اړونده پناه غوښتونکی په رښتيا هم په سوريه کی تر تعقيب لاندي راغلی او که نه. د فيصلې له مخي د پناه غوښتني په ارزونه کي زيات مهم دا دی چي ايا دغه کس د عسکري نه کولو له کبله په سوريه کي د تعقيب کېدو تر ګواښ لاندي وو که نه. زیاته شوې چي د تعقيب د لاملونو په څېړلو کي د تعقيب کوونکي لرليد هم مهم دی. د اروپايي محکمې د فيصلې له مخي سوريايي چارواکي له عسکرۍ څخه ډه ډه کولو ته د «سياسي مخالفت» په سترګه ګوري او نه دا چي د هر عسکري نه کوونکي فردي وجوهات وګوري. زياته شوې چی د دې تر څنګ په سوريه کي داسي کوم قانون نسته چي له مخي يې په جګړه کي د برخه نه اخيستلو حق موجود واوسي. د سوريې پوځ په کورنۍ جګړه کي جنګي جنايتونه په دوامداره توګه ترسره کړي دي.

د اروپايي محکمې د پرېکړي اصلي تناظر د يو ځوان سوريايي حقوقي دعوا وه چي د تحصيل پای ته رسېدو وروسته له سوريې څخه ووت ځکه چي نه يې غوښتل عسکري وکړي. د مهاجرت او پناه غوښتنې له پاره د آلمان فدرالي ادارې بامف دغه سوريايي پناه غوښتونکي ته د دويمي درجې قبولي ورکړې وه او د سياسي قبولۍ په ردېدنه کي يې استدلال کړی وو چي هغه په سوريه کی تر تعقيب لاندي نه دی راغلی. دغه سوريايي پناه غوښتونکي د بامف د پرېکړي پر ضد حقوقي دعوا وکړه چي له بيلو سطحو څخه تر اروپايي محکمې پوري ورسېده. د دويمي درجې د پناه ترلاسه کوونکو په پرتله سياسي پناه ترلاسه کوونکي نه يوازي د خپلي کورنۍ د رابللو حق لري، بلکه يو شمير نور زيات مراعات هم ترلاسه کوي.


 

نورې ليکنې