سعدیه حسابي. انځور: کډوال نیوز
سعدیه حسابي. انځور: کډوال نیوز

هر کال د مهاجرو د خوړو فستیوال په بېلابېلو اروپایي ښارونو کې جوړېږي. سږ کال د کورونا ویروس کړکېچ له امله دغه فستیوال یوازې د فرانسې په لیون ښار کې جوړ شوی دی. پخوانۍ افغان مهاجره سعدیه حسابي د یاد فیستوال دایمي ګډونواله ده. نور جزیات یې ویډیو کتلی شئ.

د اکټوبر میاشتې په ۲۲مه پخوانۍ افغان مهاجره سعدیه حسابي د فرانسې د لیون ښار په «مووېز هرب» رستوران کې خپلو مېلمنو ته افغاني خواړه تیاروي. تیبو، فرانسوا، فاني او اوا هغه فرانسویان دي چې د خوړو د تیارولو په برخه کې ورسره همکاري کوي.

د خوړو په لېست کې دغه نومونه لیکل شوي دي: اش، پکوره، پلو، بوراني، بغلاوه او فرني.

نن د مهاجرو د خوړو فېستیوال ورځ ده او سعدیې چې اوس پر مسلکي اشپزۍ بوخته ده دغه فېستیوال کې ګډون کړی دی.

 

نورې ليکنې