سربیره پر دې چې د ډوبلین ۳ مقرراتو په اړه ګڼې پوښتې او اندیښنې شته، ښايي پر ځای يي داسې یو سیستم رامنځ ته شي چې له دې هم بد تر وي. مهاجر نیوز یو شمیر اروپايي هیوادونو کې له ډوبلیني کډوالو سره مرکه کړې تر څو دا برسیره کړي چې ډوبلین د دوې پر ژوند څخه اغیز کړی.
اروپايي ټولنې اوسمهال پر یو داسې میکانیزم کار کوي چې د دوبلین د مقرراتو پر ځای وکارول شي. اروپا کې د دغه نوی قانون موخه د مسول هیواد لخوا د یو شخص د پناه غوښتنې د چارو تنظیم دی.
د سیماد انجمن د پناه غوښتنې د برخې مسول ( جرار سادیک) وايي د دغه قانون مسوده چې تر مطالعې لاندې ده لا پسې پیچلې ده. نوموړي وايي د دغه مسودې پر بنسټ کډوال مکلف دي چې په هغه هیواد کې چې ګوتې يي لګولي د پناه غوښته وکړي. همدارنګه د ډوبلین ۱۸ میاشتنې ځنډ دریو کلونو ته اوږدیدل، د ویزې د ترلاسه کولو ستونزه او یو شمیر نور پیچلې مسایل دغه نوی قانون نور هم سختوي.
دغه نوی قانون په داسې مهال اعلان شوی چې د ډوبلین ۳ چې اوسمهال د اجرا لاندې ده، له وړاندې په اړه يي سختې نیوکې شتون لري. مهاجرنیوز په داسې مهال د یو شمیر کډوالو نظرونه راټول کړي چې د دغه نوې قانون طرحه تر کار لاندې ده.
۲۸ کلن اسامه د الجزایر اوسیدونکی د هسپانيي ډوبلین: « ۱۸ میاشتي جبري انتظار د وخت ضایع کول و»
په الجزایر کې زه د کورنۍ لپاره په یو شرم بدل شوی وم ځکه زمونږ په کورنۍ کې ټول مسلمانان دي او یوازې زه بې دینه ( ملحد) یم. ما له یو مسلمان سره واده کړی. له یوې لنډې مودې وروسته خسرګنۍ مې خبر شول چې زه لمونځ نه کوم. دوې زما پر میرمن فشار راوړ تر څو له ما څخه طلاق واخلي. د پلار او تره لخوا پر داسې مهال ووهل شو چې درې میاشتنۍ بارداره وه نو ځکه يي خپل ماشوم هم له لاسه ورکړ. مونږ اړ شو چې خپل ملک پریږدو.
نور ولولئ: افغان مهاجر جمشید په پاریس کې: «د دوبلیني مهاجرو ژوند ډېر سخت دی»
په ۲۰۱۷ کال کې مو د هسپانيي د سیاحت ویزې له لارې دغه ته ولاړو ځکه د فرانسې د ویزې ترلاسه کول ګران دی. وروسته د بس له لارې پاریس ته راغلو. مونږ دواړه درې میاشتې د سړک پر غاړه تیرې کړې. نه پوهیدو څه وکړو او څه ډول د پناه غوښتنه وکړ. لاره مونږ نه ورکه وه چې څه وکړو. بلاخره د یو کس لخوا زمونږ لاسنیوی وشو.
د ۲۰۱۸ کال د مارچ په میاشت کې مو د پناه غوښتنې درخواست واستوه. څلور پنځه میاشتې وروسته مو ځواب ترلاسه کړ چې باید هسپانیې ته بیرته وګرځو. مونږ پوه شو چې دوبلین یو او هسپانیا لومړنی هیواد و چې له هغه ځایه دلته راغلي و.
مونږ هسپانوي ژبې باندې خبرې نه شو کولای او فرانسوي غږیږو ځکه زمونږ موخه فرانسه وه. نو ۱۸ میاشتې مو د پناه اخیستلو لپاره په فرانسه کې انتظار وویست. له دغې اوږدې مودې وروسته مونږ وشو کولای چې د پناه غوښتنه ثبت کړو. په ټولیز ډول زمونږ دوه کاله عمر ضایع شو.
۳۰ کلنه سوریايي آمنه، د کرواسي دوبلین: « په زوره يي زمونږ د ګوتو نښې ثبت کړې»

آمنه وايي کله چې په ۲۰۲۰ کال کې له صربستان څخه کرواسي ته ولیږدول شو نو زه او زما کورنۍ د پولیسو لخوا و نیول شو او یوه کوټه کې يې چې د زندان په څیر وه بند کړو. ۱۸ ورځې مو په دغه بنده کوټه کې تیرې کړې. پرته له دې چې مونږ ته معلومات راکړل شي مونږ ته وویل شو که چیرې غواړئ له دې ځایه بهر شئ نو باید د خپلو ګوتو نښان ثبت کړئ. مونږ په دې نه پوهیدو چې له دې سره به په کرواسي کې دوبلین شو. له یوې مودې وروسته کله چې په هالند کې د پناه غوښتنه مو ثبت کړه مونږ ته يي وویل چې تاسې د کرواسي دوبلین یاستئ. اوس چارواکي غواړي مونږ بیرته کراوسي ته واستوي خو مونږ نه ځو ځکه هلته کډالو سره ناوړه چلند کیږي.
جمشید ۲۶ کلن افغان، د سویډن دوبلین: « خپل ځان رانه ورک دی»
په ۲۰۱۵ کال کې اړ شوم چې افغانستان پریږدم. له یوې اوږدې مودې سفر وروسته، سویډن ته راورسیدم او هلته مې د پناه غوښتنه وکړه. غوښتنه مې رد شوه. له درې کلن ځند وروسته فرانسې ته راغلم. په لومړیو کې له پنځو نورو کډوالو سره یوځای د مهاجرو په یو کمپ کې د وان په ښار کې میشت شوم. یو بانکي حساب مې هم پرانیست خو له شپږو میاشتو وروسته زما بانکي حساب هم و تړل شو او له کمپ څخه هم وایستل شوم. د پاریس په شمالي برخه کې اوبرویليي سیمې کمپ ته راغلم. له نورو کډوالو سره یوځای یوازې له یو څادر سره مې شپې سبا کولې. له یو بیک پرته هیڅ څه هم راسره پاتې نه و.
نور ولولئ: اروپایي کمېسیون د پناه غوښتنې او مهاجرت په اړه خپل نوی پلان وړاندې کړ
تیر کال پولیس دغه کمپ خالي کړ او یو جمنازیم ته ولیږدول شو. کله چې هلته ورسیدو د ننه يي ماته اجازه رانکړه. هغوې وویل چې ته دوبلین يي او د کور حق نه لرې نو ځکه بیرته د پاریس شمالي څنډې کمپ ته راغلم چې وروسته بیا یو فرانسوی سړی خپل کور کې ځای راکړ.
اوس زما ویره داده چې د فرانسې لخوا بیرته سویډن ته وانستول شم ځکه هغوی ما افغانستان ته اخراجوي. اوس ډیر په بد وضعیت کې یم او خپل ځان رانه ورک دی.