مودا د ۲۰۱۸م کال په مې میاشت کې ووژل شوه. کرېډېټ: له ټویټر څخه اخیستل شوی انځور
مودا د ۲۰۱۸م کال په مې میاشت کې ووژل شوه. کرېډېټ: له ټویټر څخه اخیستل شوی انځور

ټاکل شوې ده چې نن دوشنبه د بروکسل په سوېلي مون سیمه کې د یوه بلجیمي سرتېري محاکمه پیل شي. نوموړی په دې تورن دی چې په ۲۰۱۸ کې یې د مودا په نامه ۲ کلنه کردۍ ماشومه په غیرعمدي توګه وژلې ده.

دغه سرتېری له دوو عراقي کردانو سره محکمې ته حاضرېږي چې یو یې د هغه موټر چلوونکی دی چې مودا او مور پلار یې پکې سپاره ول او بل یې هغه شکمن قاچاق وړونکی دی چې مهاجر یې موټر کې سپاره کړي وو.

تمه ده چې محاکمه تر سه شنبې پورې دوام او بیا به په مشورې سره پرېکړه وکړي.

پېښه د ۲۰۱۸ د مې میاشتې په ۱۶مه د بروکسل په سوېلې سیمې والوني کې رامنځته شوې وه.

یوه لاري چې شاوخوا ۳۰ کډوال په کې سپاره ول له پولیسو څخه په تېښته وه.

پولیسو لارۍ چلوونکي ته د درېدلو امر وکړ خو نوموړي له امره سرغړونه وکړه. د پولیسو یوه سرتېري بیا د لارۍ پر ټایر ډزه وکړه. خو د موټروان د ناسم موټر چلولو له کبله مرمۍ د مودا پر سر ولګېده. نوموړې چې له خپلې کورنۍ سره د لارۍ شا سیټ کې ناسته وه روغتون ته تر رسېدو مخکې مړه شوه.

له پېښې وروسته د مودا کورنۍ بلجیم کې د «بشري دلایلو» له کبله اقامه ترلاسه کړه.

 

نورې ليکنې