ټاکل شوې ده چې د روانې اکټوبر میاشتې پر ۲۵مه د فنلنډ په پلازمېنه هلسینکي کې افغان کډوال رضا ادیب د یونان د مهاجرو کمپ موریا په هکله د انځورونو نندارتون جوړ کړي. کډوال نیوز له ښاغلي ادیب سره مرکه کړې ده.
اته دېرش کلن رضا ادیب یو له هغو کسانو دی چې د ۲۰۱۵-۲۰۱۶ کډوالۍ کړکېچ په ترڅ کې له افغانستانه وتلی دی. نوموړی چې خبریال، عکاس او مستند جوړوونکی دی له څه مودې راهیسې په فنلنډ کې اوسېږي. هغه وایي چې له افغانستانه تر وتلو وروسته یې لومړی ترکیې ته ځان رسولی او تمه وه چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان له خوا امریکا ته ولېږدول شي، خو د ډانلډ ترامپ تر بریا وروسته یې سفر لغوه شو. ښاغلی ادیب بیا د اژې سمندر له لارې یونان ته ورغی او هلته یې د پناه غوښتنه وکړه. نوموړي له خپلې ښځې او دوو ماشومانو سره ۲۶ میاشتې یوناني کمپونو کې تېرې کړې، خو د قبولي تر ترلاسه کولو وروسته یې فنلنډ ته ځان ورساوه. هغه د موریا کمپ په اړه درې مستند فلمونه جوړ کړي چې نړیوالو فستیوالونو کې نندارې ته وړاندې شوي دي. رضا ادیب او کورنۍ یې چې اوس د فنلنډي چارواکو ځواب ته انتظار کوي هلسینکي ته څېرمه د مهاجرو په کمپ کې اوسېږي.
کډوال نیوز له ښاغلي ادیب سره مرکه کړې ده.
کډوال نیوز: دغه نندارتون کله او څنګه جوړېږي؟ ایا فنلنډي سازمانونو د نندارتون د جوړولو په برخه کې له تاسو سره مرسته کړې؟
رضا ادیب: دا نندارتون د روانې اکټوبر میاشتې پر ۲۵مه د هلسینکي په کېبل فابریکه کې جوړېږي چې د دغه ښار تر ټولو لوی هنري مرکز بلل کېږي. موږ د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د نندارتون پرانیست غونډه لغو کړه. نندارتون به د ورځې له ۱ د ماښام تر ۷ بجو پورې پرانیستی وي. که څه هم ما په موریا کې څو زره عکسونه اخیستي دي، خو دلته مې یوازې ۴۰ انځورونه نندارې ته وړاندې کېږي. دغه نندارتون د فنلنډ د سره صلیب، د مهاجرو راډیو، د مهاجرو د فلمونو فستیوال او وي سي یو په نامه سازمانونو په همکارۍ سره ترسره کېږي. تر دې مخکې مې ځینې عکسونه هالنډ او امریکا کې نندارې ته وړاندې شوي وو، خو دا لومړی ځل دی چې ننداتون یوازې زما عکسونو ته ځانګړی شوی دی. دغه عکسونه له موبایل سره اخیستل شوي دي. که څه هم زه لومړی موریا کمپ کې اوسېدم، خو چارواکو بیا کاراتپې کمپ ته انتقال کړم. ما زیات امکانات نه درلودل. هره ورځ به مې له کاراتپې نه تر موریا کمپ پورې پیاده مزل کاوه او عکسونه به مې اخیستل.

کډوال نیوز: د نندارتون د جوړولو موخه څه ده؟
رضا ادیب: موخه مې دا ده چې فنلنډیانو ته د هغه بشري فاجعې په اړه خبرداری ورکړم چې د یونان په کمپونو کې روانه دی. که ولسي وګړي پوه شي، دوی به پر فنلنډي سیاستوالو فشار واچوي چې دغه بشري ناوړین ته پام وکړي. غواړم چې دغو کمپونو او په ځانګړې توګه موریا کمپ کې د مهاجرو بشري وضعیت انځور کړم. هیله مې دا ده چې دا نندارتون پر عامه افکارو اغېز ولري او وضعیت کې د بدلون د رامنځ ته کولو سبب وګرځي.
کډوال نیوز: تاسې په اروپایي کمپونو کې د مهاجرو اوسني وضعیت په هکله څه نظر لرئ؟
رضا ادیب: د مهاجرو وضعیت ښه نه دی. زما په اند د جنیوا کنوانسیون تر شا یوه جدي بشري بحران د رامنځ ته کېدو په حال کې دی. نور څوک د مهاجرو غږونه نه اوري، څوک ورته پام نه کوي. تر اورلګېدنې مخکې نږدې ۲۰۰۰۰ مهاجر په موریا کمپ کې اوسېدل، خو دا خلکو ته یوه عادي خبره وه. اوس چې موریا سوځېدلې، یوناني چارواکي نوي کمپونه جوړوي. زه فکر کوم چې راتلونکي نسلونه به د دغه ناوړین په اړه عادلانه قضاوت وکړي. د مهاجرو کمپونه د سختو ستونزو د رامنځ کېدو لامل کېږي. دغو کمپونو کې ډېری مهاجر او په ځانګړې توګه ماشومان په رواني ناروغیو اخته کېږي. دوی دغه راز ښوونځي او درملو ته لاسرسی نه لري.

کډوال نیوز: د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو سره ایا د افغان کډوالو د راتلونکې څپې په اړه اندېښمن یاست؟
رضا ادیب: افغانستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی. اوسني حالت ته په کتو سره ویلی شو چې نور هېڅوک خوندي نه دی. اصلي ستونزه دا ده چې افغانستان کې جګړه ډېره پیچلې ده. دا یوه افغاني جګړه نه ده، موږ هم د دې توان نه لرو چې جګړه ختمه کړو. دا د نړۍ د لویو قدرتونو جنګ دی. د سولې خبرو ته هم خوشبینه نه یم: هغه کسان چې د افغانستان حکومت له خوا ټاکل شوي دي، د افغانستان د خلکو استازي نه دي، طالبان هم له یوې خوا د سولې خبرې کوي او له بلې خوا خلک وژني. د طالبانو پرته داعش، حقاني او نورې شبکې هم افغانستان کې فعالې دي. فکر نه کوم چې د سولې پروسه جګړه ختمه کړي، ګومان مې دا دی چې مهاجرت به د تېرو څلوېښتو کلونو په څېر دوام ولري.
کډوال نیوز: ستاسې راتلونکې پروژې څه دي؟
رضا ادیب: کله چې فنلنډ ته ورسېدم، د دغه هیواد له مدني فعالانو سره مې اړیکه ټینګه کړه. اوس د دوی په همکارۍ سره زما د انځورونو نندارتون جوړېږي. تر دې مخکې مې ځینې کنفرانسونو کې هم ګډون کړی او د افغانستان د سیاسي وضعیت په اړه مې خبرې کړې دي. نوې غوښتنې هم رانه شوې دي. که وضعیت ښه شي، په پام کې لرم چې په جدي توګه د مهاجرو د حالت د ښودلو په برخه کې کار وکړم.