د فرانسې د شمالي ښار کالې په قبرستان کې د مهاجرو قبرونه لیدل کېږي. کرېډېټ: فرانسوا دامین بورژري
د فرانسې د شمالي ښار کالې په قبرستان کې د مهاجرو قبرونه لیدل کېږي. کرېډېټ: فرانسوا دامین بورژري

د روان کال له جنورۍ راهیسې د فرانسې په شمالي سیمه کې ۱۱ مهاجر مړه او یا لادرکه شوي دي. دغو کسانو غوښتل چې د مانش کانال له لارې برتانیا ته ځان ورسوي. کالې او ګراند سنت ښارونو کې یوه رضاکاره ډله هڅې کوي چې د مړه شویو کسانو هویت معلوم کړي.

د کالې په شمالي سیمې قبرستان کې د مهاجرو ځینې قبرونه لیدل کېږي. د دغو قبرونو پر سر لرګینې لوحې لګول شوې چې د مړو شویو مهاجرو نومونه، تخلصونه او د مرګ نېټې پرې درج شوې دي. پر ځینو لوحو نومونه او نېټې او پر ځینو نور یې یوازې نومونه لیکل شوی دی. داسې لوحې هم شته چې یوازې یوه شمېره پرې لیکل شوې.

بهزاد باقري پروین همدغه قبرستان کې خاورو ته سپارل شوی دی. هغه چې په ۱۹۸۸ایران کې زېږېدلی و د روان کال د اکټوبر پر ۱۸مه یې د پا دو کالې په سنګات ساحل کې جسد وموندل شو. نوموړي هڅه کوله چې د مانش له لارې برتانیا ته ولاړ شي.

د ایراني مهاجر بهزاد باقري پروین قبر چې جسد یې د اکټوبر پر ۱۸مه سنګات ساحل کې وموندل شو. کرېډېټ: فرانسوا دامین بورژري
د ایراني مهاجر بهزاد باقري پروین قبر چې جسد یې د اکټوبر پر ۱۸مه سنګات ساحل کې وموندل شو. کرېډېټ: فرانسوا دامین بورژري

د اکټوبر پر ۱۸مه ځایي رسنیو د موندل شوي جسد په هکله ولیکل: «یو مهاجر چې ښایي ایرانی وي او د ۲۰ تر ۴۰ کلونو ترمنځ عمر ولري.» خو اصلي هویت یې نامعلوم و ځکه چې ډېری هغه کسان چې له مانش کانال څخه د تېرېدو هڅه کوي اسناد نه لرونکي دي.

کالې کې د مړېنې ډله بېړنۍ غونډه کوي. دغه ډله چې په ۲۰۱۷ کې جوړه شوې د مختلفو سازمانونو رضاکاران پکې غړیتوب لري: سکور کاتولیک، یوتوپیا ۵۶، اوبرژ دو میګران، د سره صلیب سازمان، د نړۍ ډاکټرانو سازمان او د مهاجرو ښځو مرکز. ځینې فرانسویان هم د مړینې په ډله کې کار کوي. د ډلې د غړو شمېر نږدې ۲۰ کسانو ته رسېږي. ماموریت یې دا دی چې کالې کې د مړه شويو کسانو هویت معلوم کړي، د جسدونو د بېرته ستنولو لپاره یې له کورنیو سره تماس ونیسي او که ممکن وي د دوی د عنعناتو پر بنسټ د جنازې مراسم ترسره کړي. او یا: هغو مهاجرو ته هویت ورکول چې د ژوند د غیرانساني شرایطو له کبله پر نالېدونکو کسانو بدل شوي دي. د سکور کاتولیک غړې ژولیت دو له پلس وایي: د مړو د شمېرو زیاتوالي ته په کتو سره «دا یوه ډېره پیچلې دنده ده، بېلابېل سازمانونه باید له یو بل سره همکاري وکړي.»

«کولمبو پلټونکې»

د مړینې ډله په دوو برخو وېشل شوې. د کالې یوه مدني فعاله له چارواکو سره تماس نیسي، دوه نور کسان کالې کې د مړ شوي کس له خپلوانو او یا کورنۍ سره اړیکه ټینګوي. خو لومړی باید دغه کسان وموندل شي. سینګات ساحل کې د موندل شوي جسد عکس په رسنیو کې خپور شوی و او پولیسو یې په هکله لاندې معلومات ورکړي وو: جګ، غنمرنګه، د خپلې نوعې مشخصات درلودونکی. خو دغه معلومات کافي نه دي ځکه چې کالې کې نږدې ۸۰۰ مهاجر ژوند کوي. د سکور کاتولیک او د مړینې ډلې غړې مریم ګرې وایي: «د مهاجرو سرګرداني مو کار نور هم پیچلی کوي... کله ناکله فکر کوم چې زه د کولمبو پلټونکې یم.»

خو وخت کم دی. د قضیې د څېړنې مسول پولیس رخصتیو ته تیاری نیسي او هیله لري چې پلټنې ژر پای ته ورسېږي، که نه نوموړی جسد د اېکس په نامه خاورو ته سپارل کېږي. د یوتوپیا ۵۶ غړې سیلوې مېدریان وایي: «موږ غواړو چې د دې کار مخه ونیسو، دوی نباید له یاده ووځي.» بله مسله دا چې دوی باید ژر اقدام وکړي تر څو ټولنیزو رسنیو کې د مهاجرو د هویت په اړه جعلي خبرونه خپاره نه شي. خبرونه ډېر ژر خپرېږي او کورنۍ اندېښمنوي. دوه میاشتې مخکې د یوه سوډاني مهاجر تر مرګ وروسته د کورنیو چارو وزارت مسولې مارلېن شیاپا پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو چې یو «۱۶ کلن مهاجر مړ شوی» او زیاته یې کړې وه چې د قاچاق وړونکو پر وړاندې مبارزه کوي. خو ژولیت دو له پلس وایي: «عبدالله کمسن نه و. هغه او ملګري یې د قاچاق وړونکو له مرستې پرته برتانیا ته تلل غوښتل.»

د عبدالفتاح حمدالله قبر. نوموړی د ۲۰۲۰ په اګست میاشت کې ومړ. کرېډېت: فرانسوا دامین بورژري
د عبدالفتاح حمدالله قبر. نوموړی د ۲۰۲۰ په اګست میاشت کې ومړ. کرېډېت: فرانسوا دامین بورژري

مریم ګرې کمپونو کې ګرځي. ورسره یو افغان او یو ایرانی هم دي. د مصریانو او سوریانو په کمپ کې ټول مهاجر حاضر دي. خو ایرانیان بیا وایي چې د اکټوبر پر ۱۷مه د کمپ یو اوسېدونکي ورته ویلي وو چې غواړي د شپې له مانشه د تېرېدو هڅه وکړي. په ورته مهال پولیس وایي چې مړ شوي مهاجر ږیره درلوده. پلټونکی د ده د عکس په لیدو سره وایي چې دا همدغه سړی دی.

مړه شویو ته درناوی

د بهزاد باقري پروین کورنۍ سره تماس نیول کېږي. خو د نوموړي د جسد د انتقالولو لپاره د ایران د سفارت له خوا وړاندیز شوې بیه ډېره لوړه ده. باقري پروین به کالې کې د شیعیانو د دودونو په رڼا کې خاورو ته وسپارل شي. ژولیت دو له پلس وایي: «موږ یې ملاتړ کوو. خو د مړه شویو کسانو د کورنیو پر ځای تصمیم نه نیسو.» دوه میاشتې مخکې د عبدالفتاح حمدالله خاورو ته سپارلو مراسمو کې ۲۰۰ کسانو ګډون کړی و. خو د نوامبر پر ۴مه د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره د لګول شویو محدودیتونو له کبله یوازې ۲۰ کسان د بهزاد باقري پروین مراسمو ته راغلي. دوی یې پر قبر ګلان او کېکونه اېږدي. د ده د پلار د غوښتنې سره سم رضاکاران د جنازې مراسمو ویډیو ثبتوي. مریم ګرې وایي: «هر ځل هڅه کوو چې وړوکي شیان راټول کړو او د مړه شویو کسانو کورنیو ته یې ورکړو. خاوره، عکس، خولۍ...»

مریم ګرې د ایراني مهاجر باقري پروین د جنازې مراسم ویډیو ښيي. کرېډېت: فرانسوا دامین بورژري
مریم ګرې د ایراني مهاجر باقري پروین د جنازې مراسم ویډیو ښيي. کرېډېت: فرانسوا دامین بورژري

بل پلو ژولیت دو له پلس وایي: «موږ په اصل کې د پولیسو دنده ترسره کوو.» د نوموړې په حواله د مهاجرو د هویت پېژندل، د هغوی له کورنیو سره تماس نیول او د دودونو په رڼا کې د مراسمو ترسره کول د دغې ډلې د هڅو پرته ممکن نه دي.

د ژوندیو ملاتړ

خو د مړېنې ډلې غړي د ژوندیو لپاره هم برنامې لري. د نړۍ ډاکټرانون سازمان د مړه شویو او یا ژغورل شویو کسانو خپلوانو ته رواني خدمات برابروي. دغه راز د سره صلیب سازمان د لادرکه شویو د موندلو سربېره هڅه کوي چې د کورنیو غړو د بېلېدو مخه ونیسي. لیل کې د سره صلیب غړې ویتوریا لوګوریپو وایي: «دوی ته وایو چې کله چې د وروستي ځل لپاره له خپلو کورنیو سره تماس نیسي باید یې شمېره ثبت کړي.»

بیا ولولئ: د مهاجرت پر لارو د خپلو خپلوانو د ورکېدو په صورت کې څه باید وکړو؟

دغه سازمان مهاجرو ته د زنګ وهلو زمینه او وای فای برابروي. هوت دو فرانس کې د سره صلیب سازمان د کورنیو اړیکو مشر ماریون یو وایي: «کالې کې مو کار پیچلی دی ځکه چې خلک په یو ځای کې مېشت نه دي. ځینې کسان له څلورو پنځو کلونو راهیسې له خپلو کورنیو سره تماس نه لري. دوی غواړي یوازې هغه وخت ور سره اړیکه ونیسي چې مقصد ته رسېدلي وي.»

مریم ګرې وړاندیز کوي چې مهاجر له مانش کانال څخه د تېرېدو مخکې یوه داسې کلۍ بند ولري چې اوبه نه شي ور ننوتلی. دوی دغه کلۍ بند کې خپل انځور او د خپلو خپلوانو شمېره اېښودلی شي.  

 

نورې ليکنې