د نومبر پر ۲۳مه د پاریس په رپوبلیک ډګر کې د مهاجرو لنډمهال کمپ. کرېډېټ: یوتوپیا ۵۶
د نومبر پر ۲۳مه د پاریس په رپوبلیک ډګر کې د مهاجرو لنډمهال کمپ. کرېډېټ: یوتوپیا ۵۶

تېره شپه په سلګونو مهاجر د فرانسوي ځواکونو له خوا د پاریس له رپوبلیک ډګر څخه وایستل شول. دغو مهاجرو د شپې په ۷ بجو رپوبلیک ډګر کې خیمې درولې وې. د یوتوپیا ۵۶ سازمان په حواله د پولیسو عملیات ښيي چې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.

تېره شپه د نومبر ۲۳مه د پاریس په رپوبلیک ډګر کې ۴۰۰ تر ۵۰۰ مهاجر له یوه لنډمهال کمپ څخه وایستل شول. دغو کسانو د سرپناه موندلو لپاره رپوبلیک ډګر کې خیمې درولې وې. د راپورونو له مخې پولیسو خیمې په تاوتریخجنه توګه راټولې کړې او مهاجر یې تیت او پرک کړي دي.

انځورونه او ویډیوګانې ښيي چې سرتېري یوه خیمه اوچته کوي چې په پایله کې یې یو مهاجر له خیمې څخه لوېږي. دغه راز دوی د مهاجرو وسایل لاریو ته اچوي. پولیسو د مهاجرو د تیت او پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونګي ګاز څخه هم کار اخیستی دی. ډېری دغه کسان افغان مهاجر او پناه غوښتونکي دي چې په ډله کې یې منل شوي کډوال هم شته.

دا هغه کسان دي چې تر دې مخکې د پاریس په سن دني کمپ کې اوسېدل خو د کمپ د تړلو عملیاتو په ترڅ کې ورته سرپناه برابره شوې نه وه. د عیني شاهدانو په حواله دوی پر سړکونو لالهاند ګرځېدل او پولیسو به هره شپه ځورول. ۲۰ کلن مرتضی چې د افغانستان اصلي اوسېدونکی دی د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «دلته مو خیمې درولې ترڅو چارواکو ته وښیو چې د اوسېدو ځای نه لرو. نه غواړو چې د حیواناتو په شان ژوند وکړو. موږ دلته راغلي یو چې د پناه غوښتنه وکړو.»

بل پلو د یوتوپیا ۵۶ مسول مایل دو مارسلوس چې د کمپ د خالي کولو عملیاتو پر مهال سیمه کې حاضر و کډوال نیوز ته وایي چې د پولیسو تاوتریخجن چلند ته حیران پاتې دی خو خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. نوموړی زیاتوي: «د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده. سیمه کې د استازو، خبریالانو او مدافع وکیلانو د شتوالي سره سره پولیسو له مهاجرو سره تاوتریخجن چلند وکړ.»

د ښاغلي مارسلوس په حواله دوه ټپي شوي مهاجر روغتون ته انتقال شوي دي. همدارنګه د سازمانونو ځینې غړي او خبریالان له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

د عیني شاهدانو په حواله مهاجر پرون د شپې په ۷ بجو رپوبلیک ډګر ته رسېدلي وو خو د شپې په ۹ بجو له یاد ډګر څخه وایستل شول.

مارسلوس وایي: «د مهاجرو یوه سل کسیزه ډله هوټل دو ویل په لور روان شول ترڅو د مرستې غوښتنه وکړي. دوی نه پوهېږي چې چېرته ولاړ شي.» نوموړی زیاتوي چې سازمانونو د ښاروالۍ د دروازو د پرانیستل کېدو غوښتنې کړې دي. د هغه په وینا: «تر اوسه مو ځواب نه دی ترلاسه کړی خو یوه استازي را ته وویل چې د درېو ورځو په موده کې به د حل لاره وموندل شي.»

بل لوري ته پاریس ښاروالۍ کې د مهاجرو د هرکلي مشر یان بروسا د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دولت د یوې «ټولنیزې ستونزې د هوارولو لپاره د پولیسي ځواب په ورکولو سره ننداره جوړه کړې.»

دغه مهاجر له کمپه تر ایستل کېدو وروسته له پاریس څخه وشړل شول. مارسلوس وایي: «پولیسو هڅه کوله چې دوی له ښاره ووځي. پیغام روښانه دی: موږ پاریس کې دننه مهاجر نه غواړو.»

دغو کسانو د اوبرویلیې، سن دني، سنت اون او نورو سیمو کې شپه سبا کړې ده. د یوتوپیا ۵۶ مسول په حواله اکثرو مهاجرو خیمې نه لرلې ځکه چې د کمپ د تړلو عملیاتو پر مهال پولیسو د مهاجرو ۵۰۰ خیمې او ۱۰۰۰ کمپلونه نیولي ول.

په ورته مهال د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن پرون شپه په خپله ټویټر پاڼه د عملیاتو انځورونه «شوک ورکوونکي» بللي دي. نوموړي زیاته کړې چې د پولیسو قومنداني باید نن سه شنبه تر غرمې پورې د پېښې په اړه ور ته توضیحات ورکړي.

د پاریس او د ایل دو فرانس د پولیسو قومندانیو بیا په یوه خبرپاڼه کې دغه عملیات توجیه کړي دي. خبرپاڼه کې راغلي چې «د داسې کمپونو جوړول د منلو نه دي، نو ځکه د پولیسو قومندانۍ د عامه ځایونو د اشغال د ختمولو لپاره په چټکه توګه اقدام کړی.»

 

نورې ليکنې