د يونان رودس ټاپو
د يونان رودس ټاپو

رودس ټاپو چي د يونان په تر ټولو لويو ټاپوګانو کي پر څلورم مقام دی، ورته نژدې د مهاجرو يوې کښتۍ ته حادثه ورپېښه سوې ده.

د سېلانيانو له پاره د جذاب يوناني ټاپو رودس سره نژدې د مهاجرو يوه کښتۍ د حادثې سره مخامخ سوې ده. د يونان سمندري پوله ساتونکي ځواک يو وياند د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي دغه حادثه د دوشنبې ورځي (د ۲۰۲۰ کال د نوامبر ۲۴مه نېټه) په سهار رامنځ ته سوه. ويل سوي چي دغه پېښه چي په ترڅ کي يې کښتۍ واوښته، د حد اقل يو مهاجر د ډوبېدو لامل سوې ده.

وياند زياته کړې چي د پيښي وروسته په سرحد ساتونکو په سمدلاسه توګه د نورو مهاجرو د ژغورلو او تلاښ هڅې پېل کړې. ويل سوي چي مهاجرو د ترکيې له ساحل څخه په دغه کښتۍ کي د يوناني ټاپو پر لور سفر پېل کړی وو.

يوې ځايي خبري رسنۍ (rodiaki.gr) د دغې ربړي کښتۍ انځورونه خپاره کړي چي نيمي تر اوبو لاندي ده او د رودس ټاپو و ساحل ته نژدې تر سترګو کيږي. په خبر کي راغلي چي لږ تر لږه لس مهاجر په دې توانېدلي چي د کښتۍ د اوښتلو وروسته په لامبو ځان د رودس ټاپو وچي ته ورسوي.

سږ کال د هغو مهاجرو په شمير کي زښت کموالی راغلی دی چي د ترکيې له ساحل څخه په کښتيو کي سفر پېلوي او د يونان پر لور حرکت کوي. د ملګرو ملتونو د (UNHCR) سازمان د معلوماتو پر اسا د روان عيسوي کال له پېل څخه بيا د نوامبر مياشتي تر ۱۵مې نېټي پوري له ترکيې څخه د ختيځ آژه سمندرګي له لاري ۹۳۴۲ مهاجر يوناني ټاپوګانو ته رسېدلي دي. دا په داسي حال کي چي په تېر ټول کال کي پر دغه لاره ۵۹۷۲۶ مهاجر يونان ته رسېدلي ول. د دغه شمير د کمېدنې لاملونه د کرونا پاندمي او د يوناني چارواکو له خوا د ترکيې سره د اړونده پولو لا دقيقه څارنه اټکل کيږي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې