له مراکش څخه و کاناري ټاپوګانو ته رسېدلي مهاجر| Photo: picture alliance/AP Photo
له مراکش څخه و کاناري ټاپوګانو ته رسېدلي مهاجر| Photo: picture alliance/AP Photo

د هسپانيې د بهرنيو چارو وزيري د يکشنبې په ورځ په سنيګال کي د خپل هم منصب سنيګالي وزير سره وکتل. په کتنه کي د ناقانونه مهاجرت په کمولو کي د همکارۍ پر امکاناتو خبري وسوې.

د هسپانيې د بهرنيو چارو وزيري آرانچا ګونڅالېس لايا د سنيګال و پلازمېني داکار ته سفر وکړ. هغې هلته د هيواد د ولسمشر، ماکي سل، د بهرنیو چارو د وزير آيساتا تال سل او د بهرنيو چارو د وزارت د نورو استازو سره وکتل. نوموړې د دې له پاره سنيګال ته تللې وه چي هلته د ناقانون مهاجرت د مخنيوي له پاره د دواړو هيوادونو پر ممکنه همکارۍ خبري وکړي. 

د رويترز خبري آژانس د خبر له مخي هسپانيې ژمنه وکړه چي په سنيګال کي به د پوليسو سره د انساني قاچاق وړونکو په مخنيوي کي کومک وکړي. په دې ترڅ کي ژمنه وسوه چي په سمندري لارو کي به د انساني چاقاق د مخنيوي له پاره هسپانيه خپلي څارونکي کښتۍ د مرستي له پاره ولېږي.

هسپانيې تر مخه اعلان کړی وو چي په ۲۰۲۰ کال د دغه هيواد و کاناري ټاپوګانو ته د مهاجرو په ورتګ کي د ۱۰۰۰ فيصده زياتوالی راغلی دی. په روان کال و يادو ټاپوګانو ته ۱۷۰۰۰ مهاجر رسېدلي دي. له دغه مهاجرو څخه اکثريت يې د مراکش يا موريتانيا له ساحل څخه خپل سفر پېلوي چي له کاناري ټاپوګانو څخه صرف څو سوه کلومتره په واټن کي واقع دي. خو مخ په زياتېدونکې توګه زیات مهاجر له ګينيا او سنيګال څخه خپل سفر د کاناري ټاپوګانو پر لور پېلوي.

شته امکانات تر فشار لاندي

د اسوشيېتد پريس د خبر له مخي «سږ کال چي کوم شمير مهاجر و کاناري ټاپوګانو ته رسېدلي دي، ورڅخه تر نيمايي څخه زياته برخه يې په تيرو ۳۰ ورځو کي رسېدلي دي او په اړونده جزايرو کي د امکاناتو د په لوړه اندازه تر فشار لاندي راتلو لامل سوي دي.»

د هسپانيې د بهرنيو چارو وزيري و خبري کانفرانس ته وويل چي د مهاجرت د زياتېدو يو لامل د کويد ۱۹ پاندمي ده. د اسوشيېتد پريس خبري آژانس په وينا دغې وزيري وويل چي لکه څنګه چي کرونا بحران پر اروپايي اقتصاد اغېز کړې هغسي يې افريقايي اقتصادونو ته په لوړه اندازه زيان رسولی دی. هغې زياته کړې: «موږ خبر وو چي دغه پاندمي به د مهاجرت د زياتېدو لامل سي.»

خو د بشر د حقونو بعضي سازمانونه وايي چي و کاناري ټاپوګانو ته د مهاجرت پېل د ۲۰۱۹ کال په پای کي وسو. دغه سازمانونه پر هسپانيه تور لګوي چي دغه هيواد په کافي اندازه و دغو رسېدنو ته هيڅ چمتووالی نه وو نيولی.

د ميسينګ مايګرنټس په نوم سازمان په وينا په روان کال د ۱۶۰ لادرکه سوو سنيګاليانو د مړينه تائيدوي. دا هغه کسان دي چي د مهاجرت پر لاره لادرکه سوي دي. خو ياد سازمان وايي چي اټکل کيږي د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر راهيسي تر ۴۰۰ څخه زيات سنيګاليان و کاناري ټاپوګانو ته د رسېدو په هڅه کي مړه سوي دي.


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې