د نوامبر ۲۴مه: فرانسوي ځواکونو د پولیسو له خوا د تاوتریخوالي د کارولو پر وړاندې او د پناه غوښتونکو د ملاتړ لاریون کې کې ګډون کړی دی. کرېډېټ: رویترز، ګونزالو فوېنتس
د نوامبر ۲۴مه: فرانسوي ځواکونو د پولیسو له خوا د تاوتریخوالي د کارولو پر وړاندې او د پناه غوښتونکو د ملاتړ لاریون کې کې ګډون کړی دی. کرېډېټ: رویترز، ګونزالو فوېنتس

تېره دوشنبه د پاریس په رپوبلیک ډګر کې د مهاجرو لنډمهال کمپ په تاوتریخجنه توګه وتړل شو. د پاریس څارنوالۍ وایي چې د پولیسو له خوا د یوه مهاجر او یوه خبریال پر وړاندې د تاوتریخوالي په هکله دوه دوسیې پرانیستل شوې دي.

د نومبر پر ۲۳مه د پاریس په رپوبلیک ډګر کې د مهاجرو د لنډمهال کمپ تر تړل کېدو وروسته د پاریس څارنوالۍ پرون سه شنبه وویل چې د پولیسو له خوا د یوه مهاجر او یوه خبریال پر وړاندې د تاوتریخوالي په هکله دوه قضایي دوسیې پرانیستل شوې دي.

د ملي پولیسو د نظارت عمومي اداره دغه پلټنې مخ ته وړي. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن پرون وویل د پولیسو نظارتي ادارې څخه یې غوښتي دي چې د ۴۸ ساعتونو په موده کې دې ورته د خپلو پلټنو پایلې ور ولېږي.

د خبریالانو له خوا په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې د پولیسو یوه ډله یو ځوان مهاجر چې سپینې جامې یې اغوستې دي محاصره کوي. که څه هم دغه مهاجر په تېښته بریالی کېږي، خو یو یونیفورم لرونکی سرتېری بیا ورته خپله پښه ږدي او هغه په ځمکه را غورځوي.

دویمه دوسیه د هغې ویډیو په اړه ده چې د لو مېدیا خبریال نیکولا مایار پر خپله ټویټر پاڼه خپره کړې ده. ویډیو ښيي چې یوه سرتېري د انلاین رسنۍ بریوت خبریال رمي بویزین په ځمکه را غورځولی او د ډارولو لپاره یې خپل سوټی پورته کوي.

د رمي بویزین په وینا دغه سرتېري یې پر وړاندې درې ځلي له تاوتریخوالي څخه کار اخیستی دی. بریوت پرون سه شنبه پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې خبریال یې د پولیسو له خوا «څو واره ځورول شوی دی».

«شوک ورکوونکي انځورونه»

په ورته مهال د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد دارمنن د عملیاتو ځینې انځورونه «شوک ورکوونکي» بللي دي. دغه انځورونه ښيي چې مهاجر په زوره له خپلو خیمو څخه ایستل کېږي، سرتېري دوی وهي او ټکوي او یا یې پر وړاندې اوښکې بهوونکی ګاز کاروي.

تېره اوني د فرانسې امنیتي ځواکونو سن دني کې د مهاجرو یو لوی کمپ خالي کړ. که څه هم د دغو عملیاتو په ترڅ کې د کمپ زیاتو اوسېدونکو ته سرپناه برابره شوه، خو سلګونه نور سړکونو کې پاتې شول. دغو کسانو د دوشنبې په شپه د پاریس په رپوبلیک ډګر کې د اعتراض په توګه خیمې درولې وې، خو امنیتي ځواکونو تیت او پرک کړل.

د فرانسې د حقونو مدافعې کلېر هېدون د فرانسې خبري اژانس ته منلې چې د تاوتریخوالي په اړه دوسیه پرانیزي. ځینو سازمانونو لکه د نړۍ ډاکټرانو او سکور کاتولیک ویلي دوی هم په پام کې لري چې نوموړې مرجع ته شکایت وکړي.

 

نورې ليکنې