آرشيف انځور: دنمارک | Photo: picture-alliance/Scanpix Denmark
آرشيف انځور: دنمارک | Photo: picture-alliance/Scanpix Denmark

د يوې ورځپاڼي د راپور پر اساس آلماني پوليسو ويلي چي په روان عيسوي کال کي له جنورۍ تر اکتوبر مياشتي پوري ۱۵۶۹ مهاجر له سکانډيناوي هيوادونو آلمان ته راغلي دي.

د آلمان سرحدي پوليسو ويلي چي د روان مېلادي کال پو لومړيو لسو مياشتو کي ۱۵۶۹ کسان بېله دې چي قانوني اجازه ولري له سکانډيناوي هيوادونو څخه و آلمان ته راغلي دي. د «فونکه» په نوم رسنيو ډلې له خوا د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د نوامبر ۲۶مه نېټه) په خپاره سوي خبر کي راغلي دي چي دا معلومات د آلمان د مکلنبورګ فورپومرن ايالت د کورنيو چارو د وزارت پر منابعو ولاړ دي. 

د کاتوليکي خبري آژانس د خبر له مخي د آلمان سرحدي پوليسو ويلي چي په ناقانونه توګه له سکانډيناوي هيوادونو څخه و آلمان ته په راتلونکو کي اکثريت د افغان او عراقي مهاجرو دی. زياته سوې چي دغه پناه غوښتونکي يا خو د ډنمارک څخه د و آلمان ته د وچي پر لاره راغلي او يا هم له سوېډن څخه د اوبو پر لاره رسېدلي دي. البته ياد شمير صرف د هغو کسانو دی چي آلماني سرحدي پوليسو نيولي دي. هغه شمير چي بېله دې چي ونيول سي او آلمان ته رسېدلي دي، نه دی څرګند.

د آلمان د مسيحي دموکرات ګوند سياستوال ماتياس ميډلبېرګ و ورځپاڼو ته ويلي دي چي په اروپا کي دننه له يو هيواد څخه و بل هيواد ته مهاجرو د منزل مقصود په توګه آلمان لومړی مقام لرونکی دی. د هغه په وينا تر بل هر اروپايي هيواد و آلمان ته زيات هغه مهاجر راځي چي پر نورو اروپايي هيوادونو تېر سوي وي. د هغه په وينا دغه د دويمي سطحي مهاجرت «ډېر مهم رول » لوبوي.

ميډلبېرګ ږغ کړی دی چي اروپايي اتحاديه بايد په اروپا کي دننه له يو هيواد څخه و بل هيواد ته د پناه غوښتونکو د مهاجرت مخه ونيسي. د هغه د غوښتني له مخي د اروپايي اتحادي کوم غړی هيواد چي په لومړي سر کي د يو پناه غوښتونکي له پاره مسؤل سي، بايد په دايمي توګه د اړوند مهاجر له پاره مسؤل پاته سي. د دغه سياستوال د وړانديز له مخي بايد اړونده مسؤل هيواد د دغه پناه غوښتونکي سره د مالي مرستو مکلفيت ولري. 

د کورنيو چارو د وزارت له پاره د پارلماني دولتي وزير شټېفن ماير په وينا د مهاجرت په تړاو د دبلن نظام بايد «اغېزمن او د عمل وړ» وګرځول سي. د رسنيو په جواب کي د مهاجرت او پناه غوښتنې له پاره د المان فدرالي ادارې بامف ويلي دي چي آلمان د کال په لومړۍ نيمايي کي د ۱۳۱۴۶ مهاجرو په هکله له نورو د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو غوښتي چي د دبلن تړون پر اساس يې بېرته ومني. دا ځکه چي دغه مهاجر له نورو اروپايي هيوادونو څخه آلمان ته راغلي ول. ويل سوي چي په ياد شمير کي ۷،۲ فيصده مهاجر له سوېډن څخه آلمان ته راغلي ول. خو په ياد شمير دوسيو کي اکثره د هغو مهاجرو دوسيې دي چي له يونان، ايټاليې يا فرانسې له لاري آلمان ته راغلي ول.

د دبلن تړون له مخي هغه اروپايي هيواد د پناه غوښتونکي د پناه غوښتنې د دوسيې پر مخ بيولو مکلفيت لري، چي په لومړي ځل اروپا ته د همدغه هيواد له لاري داخل سوی وي. که يو پناه غوښتونکی د دبلن تړون يو غړي هيواد ته داخل سي او بيا وروسته په دويم غړي هيواد کي د پناه غوښتنه وکړي، نو دويم هيواد د ځانګړي مودې په جريان کي له لومړي هيواد څخه غوښتنه کولای سي چي دغه مهاجر بېرته ور وبولي او په همدغه لومړي هيواد کي يې د پناه غوښتنه وارزوي. 

د آلمان د کورنيو چارو وزارت په پارلمان کي د کيڼ ګوند د يو سوال په جواب کي معلومات ورکړي چي په آلمان کي د ۲۰۲۰ کال د جون په ۳۰ مه نېټه په ټوليزه توګه ۲۸۲۹۲ داسي کسان موجود ول چي په هکله يې موندل سوي چي د اروپايي اتحاديې له نورو غړو هيوادونو په لار آلمان ته راغلي دي او دا چي بايد اړونده نور غړي هيوادونه يې بايد د پناه غوښتنه وارزوي. زياته سوې چي ۱۰۹۳۲ داسي کسان ول چي له دې کبله نورو د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو ته ونه لېږدول سول، ځکه چي د بېرته لېږد له پاره يې د ۶ مياشتو ميعاد پای ته رسېدلی وو. هغه څوک چي په ۶ مياشتو کي بېرته مسؤل غړي هيواد ته ونه لېږدول سي، هغوی اجازه لري چي په آلمان کي پاته سي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې