د پالېرمو ښاروال ليولوچا اورلاندو | Photo: ANSA/IGOR PETYX
د پالېرمو ښاروال ليولوچا اورلاندو | Photo: ANSA/IGOR PETYX

د خپل مافيا ضد مبارزې له پاره مشهور د اېټاليې د پالېرمو ښاروال له اروپايي اتحادیې غوښتي چي د مهاجرت په تړاو ولسواليو او ښارونو ته زيات اختيارات ورکړي.

ليولوچا اورلاندو د پالېرمو ښاروال دی. هغه د آلمان خبري آژانس دي پې اې ته ويلي دي چي د اروپايي اتحاديې د کميسيون له د پناه غوښتنې د سياست په تړاو وړاندي سوې مسوده کفايت نه کوي. اورلاندو غوښتنه کړې ده چي ولسواليو او ښارونو ته اختيار ورکړل سي چي که په رضاکارانه توګه مهاجرو ته ځای ورکول غواړي نو پخپله اقدام وکړلای سي.

۷۳ کلن اورلاندو د پنجشنبې د ماښام (د ۲۰۲۰ کال د نوامبر ۲۶مه) له پاره په پلان سوې يوه غونډه کي ګډون کوي. دغه غونډه د المان په پوستدام کي رابلل سوې ده او اورلاندو به د ويډيويي کنفرانس له لاري پکښي شرکت وکړي. نوموړي ته به د اروپايي کلتور له پاره د هغه د ټول ژوند د هلو ځلو په درناوي کي يوه جايزه ورکوله سي.

اورلاندو د جمعې د ورځي له پاره د پوستدام د عالي ښاروال مايک شوبرت سره په ګډه د اروپايي اتحاديې د مهاجرت د سياست په تړاو يوه اعلاميه خپروي. پالېرمو او په همدې شان پوستدام د «زې بريوکه» په نوم اروپايي ښارونو او ولسواليو د هغه اتحاديې غړي ښارونه دي چي د اروپا د تړلو سرحدونو د سياست مخالفت کوي. 

د اورلاندو او شوبرت په ګډه اعلاميه کي پر اروپايي اتحاديې ږغ سوی دی چي د محافظت غوښتونکو لپاره «يو عادل او پر بشري ارزښتونو اتکا کوونکی د پناه غوښتنې نظام» ممکن کړي. 

اورلاندو ويلي چي پالېرمو په تيرو لسيزو کي په خپل ځان کي د دې له پاره لوی تغيرات راوستلي چي مهاجرت او بشري حقونه د توجه مرکز وګرځي. هغه زياته کړې: «موږ خپل تفکر او د خپلو زړونو احساس ته تغير وکړی دی.» د اورلاندو په وينا مهاجرت د ښار په ګټه بلل کيدلای سي. هغه په پالېرمو کي ويلي چي د مهاجرو سره د ولسي خلکو د انساني کرامت پر بنياد ولاړ چلن د ګډ ژوند اساسات تغير کړي دي. و پالېرمو ته په سلونو مهاجر د کښتيو په مرسته رسيږي.

اورلاندو پخوا د اروپايي پارلمان غړی پاته سوی دی. په پوستدام کي په دې استدلال اورلاندو ته جايزه ورکول کيږي ځکه چي د ژيورۍ په آند هغه په خپله زړوره کلتوري تګلاره سره د مافيا او توکمپالنې پر ضد مبارزه کوي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې