مهاجر وايي چي مېرمنو ته درول سوي مؤقتي شاورونه ګرمي اوبه نه لري | Photo: Private
مهاجر وايي چي مېرمنو ته درول سوي مؤقتي شاورونه ګرمي اوبه نه لري | Photo: Private

د یونان په لیسبوس ټاپو کې د نوي مهاجر کمپ دننه حالات د را روان ژمي په لا رانژدې کېدو د ستونزمن کېدو په حال کي دي. ډیری مهاجر لاهم باید په سمندر کي ځانونه په اوبو ومینځي.

په ليسبوس ټاپو کي د پناه غوښتونکو له پاره په جوړ سوي منځمهال د خيمو مهاجر کمپ کي د اوسېدونکو له پاره د ځان مينځل لا تر اوسه يوه له لويو ستونزو څخه ده. دا ځکه چي د لرګيو ټوټې، کارت بورد او د پلاسټيک خلطې او د بيديدو بعضي خلطې هغه څه دي چي لا تر اوسه په دغه کمپ کي د غسل کولو باندي بسيا کيږي.

تر دوو مياشتو څخه زيات وخت کيږي چي شاوخوا ۷۰۰۰ مېرمنو، نارينه و او ماشومانو د موريا کمپ د سوځل کېدنې وروسته دغه نوي له کږديو جوړ مهاجر کمپ ته کډه وکړه. خو په دغه کمپ کي د اوسېدونکو په وينا دلته لا تر اوسه د نارينه و له پاره د غسل کولو آسانتيا نسته. دا خبره په کمپ کي يو داسي اوسېدونکي و انفومايګرنټس/مهاجر نيوز ته وکړه چي نه غوښتل نوم يې څرګند سي. دغه مهاجر ته په مستعاره توګه په دغه مطلب کي د سين خطاب کيږي.

د کمپ زياتو اوسېدونکو ويلي چي ځان ته يې پخپله د غسل امکاناتو د برابرولو هڅې کړي دي. په وينا يې بل يوازنی انتخاب يې د سمندر په اوبو کي د ځان مينځل دي. دغه کمپ د آژه سمندر سره نژدې د ساحل پر څنډه واقع دی.

يوناني چارواکو په تکراري توګه ويلي دي چي دغه کمپ موقتي دی. خو د مهاجرت وزارت وايي چي بديل کمپ به د ۲۰۲۱ کال له دوبي څخه تر مخه بشپړ نه سي.

د ليسبوس کمپ اوسېدونکي به مجبوره وي چي په ټول ژمي کي همدلته پاته سي. دا په داسي حال کي چي هغه کږدۍ چي په دغه کمپ کي مهاجر پکښي ځای پر ځای سوي دي د يخ موسم له پاره چمتو والی او بخارۍ او ګرمي اوبه هم نه لري.

مؤقتي شاورونه

په کمپ کي اوسېدونکي مهاجر سين د وستاپ له لاري و مهاجر نيوز ته وويل چي په دغه کمپ کي يوه مياشت تر مخه د مېرمنو له پاره پلاسټيکي شاورونه ودرول سول. هغه ليکلي: «په اصل کي په دغو شاورونو کي ګرمي اوبه نه راځي. مېرمني مجبوره دي چي دغو غسل خانو ته خپل د ځان سره خپلې ګرمې اوبه ننباسي. خو موږ په دغه وخت کي برېښنا نه لرو چي اوبه په ګرمي کړو.»

د آرزو په نوم يوې ۱۵ کلنې افغانې مهاجرې و فرانس پرېس خبري آژانس ته د دې پخلی کړی دی چي په کمپ کي هميشه برېښنا نه وي. دغه مهاجرې د توشنابونو وضعيت «خواګرزن» بللی دی.

د توشنابونو د جوړېدولو کار پېليږي

د يونان حکومت دغه اونۍ د کمپ اوسېدونکو ته خبر ورکړ چي ډېر ژر تعميراتي کارونه پېلېدونکي دي چي په نتيجه کي به يې په کمپ کي د اوسېدونکو له پاره د تشنابونو او بدرفت نظام جوړ کړل سي.

د دغه کمپ يو اوسېدونکي د ياد خبر کاپي و مهاجر نيوز ته لېږلې ده چي پکښي د چارواکو له خوا د کمپ له اوسېدونکو د همکارۍ او حوصلې هيله سوې ده. ياد خبر د يو ځانګړي تليفوني پروګرام له لاري د مهاجرو سره شريک سوی دی.

د کږديو دغه کمپ د سپتمبر په مياشت په عاجله توګه هغه وخت جوړ کړل سو کله چي د موريا کمپ د سوځل کېدو وروسته په زرونو مهاجر بې سرپناه سول. يوه مياشت وروسته دغه کمپ د باران د اوبو د ستونزو سره مخامخ سو. 

په نوي کمپ کي د ژمي له پاره د کږديو د بهتره کولو او د سيلاب څخه د بهتره محافظت په مقصد کارونه روان دي. 

په لیسوس کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ټیم مشري آسټرډ کاسټیلین وویل چي په هرصورت اوس هم لا داسې خلاوې سته چې د ژمي له پیل دمخه باید ژر تر ژره ورته پاملرنه وسي. هغې وویل چې UNHCR په لیسوس کې له چارواکو غوښتي چې مجروح کېدونکو پناه غوښتونکي ته اجازه ورکړي چې هغه ځایي استوګنځای ته انتقال کړل سي چيري چي خالي کانټینرونه د استوګنځايونو په توګه چمتو کړل سوي دي.

يادي ستونزي په داسي حال کي لا پر ځای پاته دي چي په دغه کمپ کي د کويد ۱۹ ګواښ هم زښت زيات دی.

 

نورې ليکنې