د ایران پارلمان نږدې ۳۰ غړو د دغه هیواد د اسلامي شورا مجلس ته یوه طرحه وړاندې کړې چې له مخې یې پولیسو ته اجازه ورکړل شوې پر هغو موټرو ډزې وکړي چې د غیرقانوني مهاجرو د انتقالولو شک پرې کېږی. طرحه کې دغه راز د غیرقانوني مهاجرو لپاره د زندان او جریمې سزاګانې په پام کې نیول شوې دي.
د ایران پارلمان د دغې طرحې له مخې که چېرې یو موټر له تلاشیو څخه د تښتېدو لپاره هڅه وکړي او د غیرقانوني مهاجرو د لېږدلو شک پرې موجود وي امنیتي ځواکونه صلاحیت لري چې د «قانون د نورو اصولو په مراعولو سره» له وسلې کار واخلي.
د ایران پارلمان د شاوخوا ۳۰ استازو له خوا وړاندې شوې طرحه کې چې «د بهرنیو غیرقانوني اتباعو تنظیم» نومېږي راغلي چې که چېرې یو بهرنی بې له اجازې د ایران خاورې ته دننه شي، او یا هلته مېشت وي او تګ راتګ ولري، ښایي په ۲۵ کاله بند محکوم شي او یا نغدي جریمه پرې ولګول شي.
طرحه کې دا هم راغلي چې د ایران قضایي ارګانونه د غیرقانوني مهاجرو د اموالو او شتمنیو د مصادره کولو واک لري.
همدارنګه هغه کسان چې غیرقانوني مهاجرو ته د اوسېدو ځای برابروي هغوی به هم نغدي جریمه شي او مالونه به یې ضبط شي.
ځایي رسنۍ فارس خبري اژانس ویلي چې تمه ده نږدې راتلونکې کې دغې طرحې ته رایه ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې مخکې د ایران په یزد ښار کې د افغان مهاجرو یو موټر د ایران امنیتي ځواکونو د ډزو له امله وسوځېد چې په پایله کې یې درې تنه ووژل شول او پنځه نور ژوبل شول.
دغه راز د روان کال په مۍ میاشت کې نږدې پنځوس افغان کارګر د افغانستان او ایران پر پوله سیند ته واچول شول. ژغورل شویو کسانو ویلي وو چې سرحدي ځواکونو دوی خوا ته ټوپکونه نیولي وو، د ټوپکونو په کنداغونو یې وهلي او مجبور یې کړي وو چې ځانونه اوبو ته واچوي.
«ټکان ورکوونکې موارد»
په ورته مهال د افغانستان د کډوالو او را ستنېدونکو وزارت سرپرست نور رحمان اخلاقي د دغې طرحې ځینې موارد «ټکان ورکوونکي» بللي دي.
نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې هیله لري د ایران اسلامي شورا د اسلامي او بشري حقونو او د حسن همجوارۍ په پام کې نیولو سره پر دغې طرحې غور وکړي.
ده زیاته کړې په داسې حال کې چې افغان چارواکي تل مهاجر افغانستان ته بېرته تګ ته هڅوي او نورو هیوادونو کې د افغانانو پر قانوني کېدو ټینګار کوي، دی هیله لري چې دغو هیوادونو کې د افغانانو بشري حقونو ته درناوی وشي.
د افغانستان د کډوالو او را ستنېدونکو وزارت له مخې دمګړۍ ایران کې نږدې ۲،۵ میلیونه افغانان اوسېږي چې شاوخوا ۸۰۰ زره یې بې سنده مهاجر دي.