کرېدېت: د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ له ټویټر پاڼې څخه
کرېدېت: د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ له ټویټر پاڼې څخه

د فرانسې سمندري قومنداني وایي پرون سهار (پنجشنبه د نومبر ۲۶مه) یې مانش کانال کې هغه ۱۸ مهاجر ژغورلي دي چې بېړۍ ته یې اوبه دننه شوې وې. یاده قومنداني زیاتوي چې ۲۸ تنه نور چې په ډله کې یې کورنۍ هم دي د کښتۍ تر چپه کېدو وروسته ژغورل شوي دي.

د ګري نې د نظارت او ژغورنې سیمه ییز عملیاتي مرکز د سهار په ۶ نیمو بجو د مهاجرو د یوې داسې بېړۍ په اړه اطلاع ترلاسه کړه چې د مانش کانال د فورت امبلېتوز په ۱۹ کیلومترۍ کې یې موقعیت درلود او اوبه ور دننه شوې وې.

 دوه ساعتونه وروسته د فرانسې سمندري ځواکونو دغې بېړۍ کې سپاره ۱۸ مهاجر وژغورل. ژغورل شوي کسان بولونی سور مېر بندر کې سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي.

د بېړۍ چپه کېدو

 د یو بل خبر له مخې تېره ورځ ۲۸ مهاجر له هغې وروسته ویسان ساحل کې ونیول شول چې هڅه یې کوله خپله بېړۍ اوبو ته داخله کړې، خو بېړۍ یې نسکوره شوه.

 د پا دو کلې قومنداني وایي چې د دوو کورنیو پنځه غړي د کالې روغتون ته وړل شوي او سرحدو پولیسو ۱۰ تنه نور نیولي دي.

یاده قومنداني زیاتوي چې پاتو کسانو ته به سرپناه ورکړي.

 که څه هم د مانش کانال له لارې برتانیا ته غیرقانوني سفرونه له ګواښونو ډک دي، خو لا هم زیات شمېر مهاجر هڅه کوي چې په کوچنیو کښتیو کې دغه هیواد ته ځان ورسوي.

د اکټوبر میاشتې پر ۲۷مه دغه کانال کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې د یوې کردۍ ایرانۍ کورنۍ ۵ غړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

 

نورې ليکنې