کرېډېټ: د مانش کانال او د شمالي سندر ټویټر پاڼه
کرېډېټ: د مانش کانال او د شمالي سندر ټویټر پاڼه

پاریس او لنډن تېره شنبه د مانش کانال له لارې د مهاجرو د غیرقانوني سفرونو د مخنیوي لپاره پر یو لړ اقداماتو موافقه وکړه. د دغې موافقې له مخې ټاکل شوې ده چې سر له راتلونکې سه شنبې فرانسوي سواحلو کې د سرتېرو شمېر دوه برابره زیات کړل شي.

تېره شنبه د نومبر میاشتې ۲۸مه د برتانیا د کورنیو چارو وزېرې پریتي پاتل وویل هیواد یې له فرانسې سره د مانش کانال له لارې برتانیا ته د مهاجرو د سفرونو د مخنیوي په موخه هوکړه کړې ده. آغلې پاتل او فرانسوي سیال یې ژرالد دارمنن ویلي چې غواړي د کانال څخه تېرېدل «غیرعملي» کړي.

د هوکړې له مخې سر له راتلونکې سه شنبې (د ډسمبر لومړۍ نېټه) به فرانسوي سواحلو کې د ګزمه کوونکو شمېر دوه چنده زیات شي. پریتي پاتل بي بي سي ته ویلي چې دغه سرتېري له کاناله د تېرېدونکو مهاجرو د مخنیوي لپاره له بې پیلوټه الوتکو او راډارونو څخه کار اخیستلی شي.

نوموړې زیاته کړې چې هوکړه دواړو خواوو ته «اجازه ورکوي چې له مانش کانال له لارې د مهاجرو غیرقانوني سفرونه غیرعملي کړي».

د دغې هوکړې د عملي کولو لګښت ۳۱،۴ میلیونه یورو اټکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د مانش کانال له لارې برتانیا ته د تلونکو مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. خو ډېری وختونه دغه سفرونه له ګواښونو ډک دي. سږ کال مانش کانال کې د مړو او لادرکه شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۱۰ کسانو ته رسېږي. تر دې دمخه برتانیا فرانسه په دې تورنوله چې د مهاجرو د مخنیوي لپاره جدي هڅې نه کوي.

بیا ولولئ: راپور: کالې کې سازمانونه مړه شویو مهاجرو ته هویت ور بخښي

مانش کې تر ۶۰ ډېر مهاجر ژغورل شوي

په ورته مهال فرانسوي چارواکي وایي چې په تېرو دوو ورځو کې یې مانش کانال کې د یوې حاملې ښځې او زیاتو ماشومانو په ګډون ۶۴ مهاجر ژغورلي دي.

د فرانسې د مانش او شمالي سمندر په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شنبه ډنکرک ته نږدې د لفرینکوک په اوبو کې د یوې حاملې ښځې او ماشومانو په ګډون ۴۵ مهاجر چې کښتۍ یې له ستونزې سره مخ شوې وه ژغورل شوي دي.

دغه کسان د تیمیس په نامه د سمندري چارو ګزمه کوونکې کښتۍ له خوا تر ژغورل کېدو وروسته کالې ته انتقال او وروسته بیا سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي.

یادې قومندانۍ پرون یکشنبه پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې ۱۹ تنه نور یې د سهار پر ۵ نیمو بجو د بولونی سور مېر په ۱۸ کیلومترۍ کې موندلي دي. دغه مهاجر بولونی سور مېر ته تر انتقالېدو وروسته سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي.

د ژغورونکو یوې سرچینې له مخې داسې اټکل کېده چې تېرو دوو ورځو کې د هوا حالاتو ښه والي له امله مهاجر برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅه وکړي.

د یادولو ده چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ د اګست تر ۳۱مې نږدې ۶۲۰۰ کسانو هڅې کړې چې په کوچنیو کښتیو کې برتانیا ته ځان ورسوي.  

فرانسوي چارواکو تېره سپټمبر میاشت ویلی وو چې د ۱۳۰۰ زیاتو هغو مهاجرو مخه یې نیولې چې غوښتل یې په کوچنیو کښتیو کې برتانیا ته ولاړ شي. ځینو مهاجرو ان په لامبو سره له مانش کاناله د تېرېدو هڅې کړې وې.

 

نورې ليکنې