انځور د مانش او شمالي سمندر له ټویټر پاڼې څخه
انځور د مانش او شمالي سمندر له ټویټر پاڼې څخه

فرانسوي چارواکي وایي پرون دوشنبه ګڼو مهاجرو هڅې کړې چې د مانش کاناله په تېرېدو سره برتانیا ته ځان ورسوي. د فرانسې سمندري قومندانۍ په حواله لږترلږه ۱۲۱ مهاجر دغه کانال کې ژغورل شوي او بېرته فرانسوي سواحلو ته انتقال شوي دي.  

د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په وینا پرون دوشنبه د نومبر ۳۰مه لږترلږه ۱۲۱ مهاجر د فرانسې د ژغورنې ملي ټولنې، سمندري ژاندارم او د ګمرکاتو د ګزمه کوونکو کښتیو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ژغورل شوي دي.

یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې د دغو مهاجرو روغتیایي وضعیت ښه بللی خو زیاته یې کړې چې د ځینو کسانو د بدن د حرارت درجه ټیټه شوې ده.

یاد کسان کالې او بولونی سور مېر ته تر انتقالېدو وروسته روغتیایي چارواکو او سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شنبه او یکشنبه د یوې حاملې ښځې او ګڼو ماشومانو په ګډون ۶۴ تنه مانش کانال کې ژغورل شوي ول.

د برګزېټ وېره

په ورته مهال کالې او ګراند سنت کې د بشري حقونو څار سازمان مسوله کلویه شمیت وایي که څه هم هر کال په ژمي کې کالې کې د مهاجرو په شمېر کې کموالی راځي، خو «سږ کال ډېری کسان فکر کوي چې حتماً باید د برګزیت نه مخکې [د ۲۰۲۰ د ډسمبر ۳۱مه] ځانونه برتانیا ته ورسوي».

له ۲۰۱۸ راهیسې د مانش کانال له لارې برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅې څو چنده زیاتې شوې دي.

خو ډېری وختونه دغه سفرونه له ګواښونو ډک دي. د تېرې اکټوبر میاشتې په پای کې د مهاجرو یوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۴ تنه مړه او ۳ نور لادرکه شول. دا مانش کې تر ټولو غمجنه پېښه ده چې ۵ قربانیان یې د یوې کردۍ ایرانۍ کورنۍ غړي دي.

دغه راز د نومبر پر ۱۹مه یوروټونل ته نږدې پر A16 لویه لاره یوه تېزګاډي یو ځوان مهاجر وواژه. ځینې کډوال هڅه کوي چې لاریو کې په سپرېدو سره د دغه ټونل له لارې برتانیا ته ځان ورسوي.

د یادولو ده چې تېره شنبه فرانسې او برتانیا د مانش کانال له لارې د مهاجرو د غیرقانوني سفرونو د مخنیوي په موخه هوکړه کړه. د هوکړې له مخې سر له نن سه شنبې د ډسمبر لومړۍ نېټه فرانسوي سواحلو کې د امنیتي ځواکونو شمېر دوه برابره کېږي. دوی په نوو تکنالوژیو لکه راډارونو او بې پیلوټه الوتکو باندې مجهز دي.

 

نورې ليکنې