د اوفي جعلي فېسبوک پاڼه. له فېسبوک څخه
د اوفي جعلي فېسبوک پاڼه. له فېسبوک څخه

د فرانسې د مهاجرت او ادغام ادارې یا اوفي جعلي فېسبوک پاڼه مهاجرو ته د مشورو ورکولو په بدل کې ورنه پیسې غواړي. د اوفي د مشر په وینا د داسې پاڼو جوړوونکي پر انټرنټ د خلکو د غولولو له لارې پیسې ګټي.

که یې ووینئ د یوې اصلي پاڼې په شان معلومېږي: د اوفي یا د مهاجرت او ادغام لوګو، د رسنیو د مقالاتو او خبرونو لېنکونه، د اوفي د خدماتو په هکله پوسټونه... خو دا د مهاجرت او ادغام ادارې اصلي پاڼه نه ده.

د اوفي جعلي فېسبوک پاڼه
د اوفي جعلي فېسبوک پاڼه

د اوفي عمومي مشر دیدیې لشي کډوال نیوز ته وایي: «دا زموږ پاڼه نه ده. موږ له فېسبوکه د دې پاڼې د حذفولو غوښتنه کوو.»

پر دغې پاڼې چې ډېری وختونه د کډوال نیوز خبرونه هم خپروي د اړېکو د ټینګولو لپاره داسې طریقې شته چې شک او ګومان را پاروي، په ځانګړې توګه یو مسنجر چې جوړول یې ډېر اسان دي.

د دغه حساب جوړونکی د خلکو له مجبوریتونو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او پیسې ورنه غواړي. تېره نومبر میاشت مراکشي الاصله فرانسوۍ نادیه* پر انټرنټ د اقامې کارتونو په هکله د معلوماتو په لټه کې وه. نوموړې دغه فېسبوک پاڼه وموندله.

اوفي څو ځله شکایتونه کړي

نادیه وایي: «د مسنجر له لارې مې پیغام ور واستاوه. یوه سړي ځواب را کړ او د خپل وتسپ شمېره یې را کړه.» دوی د مسنجر له لارې له یو بل سره غږېږي. «ما ترې ځینې پوښتنې وکړې او هغه مې ټولو پوښتنو ته سم ځوابونه راکړل.» دغه سړي نادیې ته د مشورو د ورکولو په بدل کې ۳۰۰ یورو ورنه غواړي. د نوموړي په حواله د «دوسیې د جوړولو او د مدافع وکیل» د لګښت لپاره دومره مبلغ ته اړتیا شته.

کډوال نیوز دغو پیغامونو ته لاسرسی لري.

نادیه د ترانسکش له لارې ورته پیسې استوي. خو سړي ورنه غواړي چې باید د خپل بانکي حساب مشخصات هم ورکړي. نادیه بیا پوهېږي چې دا یو جعل کوونکی دی چې پر انټرنټ د خلکو د غولولو له لارې پیسې ګټي.

خو سړي په چټکۍ سره پیسې له بانکه اخیستې دي. نادیه شکایت ثبتوي. اوفي هم شکایت ثبتوي.

د دیدیې لشي په حواله: «دا لومړی ځل نه دی چې جعل کوونکي خلک غولوي. موږ وار وار شکایتونه کړي دي. وروستی شکایت مو تېره اکټوبر میاشت ثبت شوی دی. ځینې وختونه دغه اشخاص خلکو ته جعلي سندونه لکه ویزې ورکوي.»

دیدیې لشي وایي چې خلک باید جعلي پاڼو ته پام وکړي. د اوفي اصلي پاڼه دلته موندلی شئ.

که د پیسو د ترلاسه کوونکو په اړه کافي معلومات او ښه شناخت نه لرئ، هېڅکله هم ورته پیسې مه استوئ.


*مستعار نوم

 

نورې ليکنې