فرونتکس د اروپايي اتحاديې مشترک پوله ساتونکی آزانس دی | Photo: DW/E. Elezi
فرونتکس د اروپايي اتحاديې مشترک پوله ساتونکی آزانس دی | Photo: DW/E. Elezi

کله چي په بعضو راپورونو کي په آژه سمندرګي کي د ترکيې پر لور د مهاجرو د کښتۍ د شړلو ادعاوي وسوې، نو د آلمان سوسيال دموکرات ګوند د فرونتکس سره پر همکارۍ د له سره غور غوښتنه وکړه.

د آلمان په مرکزي پارلمان بوندستاګ کي د سوسيال دموکرات ګوند استازي، فرانک شوالبه وويل: «آلمانيان په هيڅ صورت بايد د (pushbacks) (يعني له نيمي لاري د مهاجرو د بېرته لېږلو/شړلو) کي برخه وال ونه اوسي، حتی په غير مستقيمه توګه هم نه.» د بشري حقونو له پاره د ياد ګوند دغه مسؤل سياستوال د شپيګل په نوم آلمانۍ مجلې او د اې آر دي تلويزيون «ريپورت ماينز» خپرونې ته يادي څرګندونې کړي دي. هغه زياته کړې: «که فرونتکس دا (د مهاجرو د بېرته لېږدونې مخنيوی) نسي يقيني کولای نو آلمان بايد ورسره خپله همکاري ودروي.»

په دې توګه د آلمان د پارلمان دغه غړی د هغه راپورونو په وړاندي غبرګون وښود چي له مخي يې د يونان سرحدي ځواکونو د فرونتکس په حضور کي په آژه سمندر کي په ناقانونه توګه د مهاجرو کښتۍ بېرته د ترکيې پر لور شړلي وې. په دغه ډول «پُش بېکس» کي د مهاجرو هغه کښتۍ چي غواړي د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو پولو ته داخلي سي، پر نيمه لاره بېرته پر شا تمبول کيږي.

د «شپيګل» او «ريپورت ماينز» رسنيو د تحقيق د پايلو له مخي د اګست په ۱۰ ادعا سوو د مهاجرو بېرته شړلو کي د آلمان سرحدي چارواکي هم شريک ول. د دغو راپورونو له مخي د آلمان فدرالي پوليسو له مهاجرو ډکه يوه کښتۍ د يونان په اوبو کي ونيوله او يوناني چارواکو ته يې وسپارله. خو لږ وخت وروسته ترکي چارواکي مجبور سول چي د ترکيې پر ساحل د مهاجرو دغه کښتۍ وژغوري.

د نړيوالو قوانينو نقض

د رسنيو د راپورونو له مخي د بېرته لېږدونې قضيې معلومات د فرونتکس له خوا ليکل سوي هغه جواب کي راغلي چي د اروپايي کميسيون د يوې پوښتني په ترڅ کي يې ورته ولېږلی دی. د فرونتکس دغه معلومات د ياد آژانس د رئيس فابريس لېګري له خوا ليکل سوي دي. دا په داسي حال کي ده چي له نيمي لاري د مهاجرو د کښتۍ بېرته لېږدول د نړيوالو قوانينو نقض دی. په تېښته کي دغه مهاجر په اصل کي د دې حق لري چي د پناه غوښټنه وکړي.

له دې مخکي د نورو آلماني ګوندونو سياستوالو د فرونتکس چارواکو په عمل سختي نيوکي کړي وې. فرونتکس د اروپايي اتحاديې مشترک پوله ساتونکی آژانس دی. د بيلو رسنيو د مشترکو تحقيقاتو له مخي د روان کال د مارچ مياشتي راهيسي فرونتکس آژانس په «پُش بېکس» کي برخه وال اوسېدلی دی.

منبع: آلمان ږغ (آلماني)

 

نورې ليکنې