کرېډېت: پېکچر الاینز، دي پي اې، کې، نیتفلد
کرېډېت: پېکچر الاینز، دي پي اې، کې، نیتفلد

د اروپا د پولې ساتنې ادارې اجرايي مسوال فابریس لېګري پرون سه شنبه د اروپایي پارلمان استازو ته وویل چې له یونان د ترکیې پر لور د فرانتکس د سرتېرو له خوا د مهاجرو د شړلو په اړه هېڅ کوم ثبوت نشته.

د اروپا د پولې ساتنې اداره تېره اکټوبر میاشت د شپیګل په ګډون د ځینو رسنیو له خوا په دې تورنه شوې وه چې د یونان ساحلي ځواکونو د فرانتکس په مرسته اژې سمندر کې د پناه غوښتونکو بېرۍ بېرته د ترکیې پر لور شړلې دي.

اټن تل د مهاجرو د غیرقانوني بېرته لېږدونې ادعاوې رد کړې دي. خو فرانتکس چې د یونان د ساحلي ځواکونو سره د مرستې په موخه دغه هیواد ته ۶۰۰ سرتېري استولي د دغو ادعاوو د څېړلو لپاره پلټنې پیل کړې وې.

د فرانتکس اجرايي مشر فابریس لېګرې پرون اروپایي کمیسیون ته وویل: «موږ د [پناه غوښتونکو] غیرقانوني بېرته لېږدونې [پېښو] کې د فرانتکس او یا د دغې ادارې د ځواکونو د فعال ګډون، چې په مستقیمه توګه وي یا په غیرمسقیمه توګه، هېڅ کوم ثبوت نه دی ترلاسه کړی.»

ښاغلي لېګړي وار وار پر دې ټینګار وکړ چې یوناني چارواکي د دغو عملیاتو مسولیت په غاړه لري. هغه زیاته کړه چې له یوناني چارواکو څخه غوښتي دي چې د روان کال د اپریل او جولای په میاشتو کې د هغو دوو «قضیو» په اړه تحقیق وکړي چې د فرانتکس له مخې د اساسي حقونو څخه پکې سرغړونه شوې ده.

تېره جولای میاشت ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې ښيي د فرانتکس کښتۍ د مهاجرو یوې بېړۍ مخه نیسي. کډوال نیوز هم داسې یوه داسې ویډیو ترلاسه کړې وه چې ښيي د یونان ساحلي ځواکونو یونان ته د مهاجرو د یوې بېړۍ د ورتګ مخنیوی کوي.

«بې ځوابه پوښتنې»

نوموړي دا هم وویل چې د ترکیې او یونان سرحدي شخړې له امله شرقي مدیترانه کې وضعیت «پیچلی» دی. ښاغلي لوګېري دغه راز د اروپایي ټولنې منځګړۍ امیلي اورییې له خوا د دغو ادعاوو پر وړاندې د فرانتکس د فعالیتونو او همدارنګه د دغې ادارې «د اساسي حقونو د مسول» د رول او خپلواکۍ په اړه د پلټنو د پیل هرکلی وکړ.

فابریس بوګېري زیاته کړه چې د اروپایي ټولنې د اساسي حقونو اداره دې د فرانتکس د فعالیتونو د نظارت لپاره پرسونل وګوماري.

نور ولولئ: ناقانونه بېرته لېږدونې: «آلمان باید له فرونتکس څخه پر وتلو غور وکړي»

که څه هم د ښې اړخو استازو د ښاغلي لوګېري څخه حمایت وکړ، خو ځینو نورو استازو بیا د دغو پېښو د تکرار په اړه خواشیني څرګنده کړه او د فرانتکس له خوا د قاطع ځواب غوښتونکي شول.

د المان د سوسیالیست ګوند استازې برجیت سیپل وویل چې «د بحثونو سره سره ډېرې پوښتنې لا بې ځوابه پاتې دي. دا معلومه خبره ده چې د فرانتکس اجرايي رییس خپل مسولیتونه نه دي ادا کړي او باید استعفا ورکړي.»

 

نورې ليکنې