۲۰ کلن افغان مهاجر عصمت الله احمدزی د پآریس پورت دو لا ویلت مرکز  کې. کرېډېټ: کډوال نیوز
۲۰ کلن افغان مهاجر عصمت الله احمدزی د پآریس پورت دو لا ویلت مرکز کې. کرېډېټ: کډوال نیوز

پاریس اونت سنټر هغه استوګنځی دی چې له دوو اونیو راهیسې له څلور سوو ډېر افغان مهاجر او پناه غوښتونکي پکې اوسېږي . یاد مهاجر د سن دني کمپ د تړلو عملیاتو په ترڅ کې دغه مرکز ته انتقال شوي دي. د دغه مرکز ځینې اوسېدونکي د ډاکټرانو له نشتوالي څخه شکایت لري. کډوال نیوز له دغه استوګنځي څخه لیدنه کړې چې بشپړ جزیات یې دغه مطلب کې لوستلی شئ.

پاریس اوېنت سنټر یا د مهاجرو لنډمهال استوګنځی. دا مرکز د یو لوی هنګر په شان دی چې د پاریس په ۱۹مه لا ویلت سیمه کې موقعیت لري. د مهاجرو دغه استوګنځي ته د ننوتلو او له مرکزه د بهر کېدو لپاره ټول مهاجر باید داسې فارمونه ولري چې د تګ راتګ وخت پکې لیکل شوی دی.

افغان مهاجر احمد چې د نومبر پر ۱۷مه د سن دني کمپ له تړل کېدو راهیسې دغه استوګنځي کې اوسېږي وایي پاریس اوېنت سنټر کې د کډوالو وضعیت د سن دني کمپ پرتله ښه شوی دی: «دلته ښه خواړه شته، د خوب ځای مو ارامه دی او هوا هم ګرمه ده. سن دني کمپ کې هوا ډېره یخه وه او سلګونو مهاجرو په ازاده فضا کې تر خیمو لاندې ژوند کاوه.»

دغه ۲۴ کلن مهاجر چې د نومبر پر ۱۱مه له ایټالیا نه فرانسې ته رسېدلی زیاتوي چې د پناه غوښتنه یې کړې ده او اوس د اداري مراحلو ترسره کېدو ته انتظار کوي. هغه د ورځې یا ټلویزیون ګوري او یا د چکر لپاره لا ویلت پارک ته ځي. د احمد په شان نور افغان مهاجر هم پر یوټیوب افغان ټلویزیوني چینلونه ګوري او یا په خپلو موبایلونو ګېم کوي.

مهاجر د مرکز په دغه برخه کې ډوډۍ خوري. کرېډېټ: مهاجر نیوز
مهاجر د مرکز په دغه برخه کې ډوډۍ خوري. کرېډېټ: مهاجر نیوز

«کوچنۍ معجزه»

د نومبر میاشتې پر ۱۷مه کله چې فرانسوي چارواکو د سن دني مهاجر کمپ وتاړه، د کمپ یو شمېر اوسېدونکي یې د پاریس او ایل دو فرانس مرکزونو ته انتقال کړل. سلګونه مهاجر بیا دغه مرکز ته انتقال شول چې د کوالیا سازمان له خوا اداره کېږي.

د کوالیا سازمان یوه مسول البان ګېنیو وایي: «مرکز ته مو ۴۸۰ مهاجر لېږدول شوي وو چې ۹۰ سلنه یې افغانان او پاتې برخه یې اریټریایان، سوډانیان او سومالیایان دي. اوس دلته نږدې ۴۲۰ مهاجر پاتې شوي چې عمرونه یې د ۱۸ تر ۴۰ کلونو دي. خو د ځوانو کډوالو شمېر ډېر دی.»

نوموړی زیاتوي چې دغه مرکز د یوې «کوچنۍ معجزې» په شان ورته ښکاري ځکه چې دلته د مهاجرو وضعیت سن دني کمپ سره د مقایسې وړ نه دی. د ده په وینا: «دغه استوګنځي کې مهاجر په ګرمه فضا کې ژوند کوي، ډوډۍ لري، ټلویزیون لري، د پینګ پانګ مېز شته، مرکز ته بهر د فوټبال لوبې لپاره دوې دروازې جوړې شوې دي. د ټولنیزو مسایلو له لحاظه هم وضعیت ښه شوی دی. موږ په منظمه توګه د مهاجرو ټولنیز وضعیت ارزوو.»

ښاغلی ګېنیو وایي چې د مرکز ډېری اوسېدونکي د کوالیا کارکوونکو په مرسته فرانسوي ادارو سره ډېر ژر د مرکې لپاره وخت اخیستلی شي. هغه زیاتوي: «د بېلګې په توګه اونۍ کې ۱۵ کسانو ته له اوفي سره د مصاحبې لپاره وخت اخلو.»

د پینګ پانګ مېز. کرېډېټ: کډوال نیوز
د پینګ پانګ مېز. کرېډېټ: کډوال نیوز

دردونه او روغتیایي ستونزې

دغه مرکز په څلورو برخو ویشل شوی دی. هره برخه کې نږدې سل مهاجر د کانکس په شان کوټو کې اوسېږي. هره کوټه کې بیا د مهاجرو شمېر څلورو کسانو ته رسېږي. د مرکز په منځ کې د کوالیا پخلنځی موقعیت لري چې په ورځ کې درې ځله پر مهاجرو خواړه وېشي. دغه راز د مرکز هره برخه کې دوه ټولنیز مرستندویان هم شته چې د مهاجرو اداري چارو ته رسیدګي کوي.

شل کلن عبدالواحد د افغانستان د کندز ولایت اصلي اوسېدونکی دی. هغه چې له تېرې جولای راهیسې فرانسه کې اوسېږي وایي چې د خوړو له کیفیت څخه راضي نه دی. نوموړی دا هم وایي چې د شپې له خوا سم خوب نه شي کولی ځکه چې ځینې کسان شورماشور کوي. عبدالواحد چې د طالبانو د ګواښونو له امله له افغانستانه وتلی زیاتوي چې خپل ټول ژوند یې افغانستان کې پرېښودلی او په لاره کې له ډېرو سختیو سره مخ شوی دی. د هغه په خبره: «د کروېشیا پولیسو ووهلم. کله چې پاریس ته را ورسېدم، په پښو او لاسونو کې مې ټپونه لیدل کېدل. ډاکټر ته د ورتګ لپاره مې بیمه نه درلوده، نو ځکه د خپل تره زوی کور ته ورغلم.»

۲۰ کلن عبدالواحد څو میاشتې په سړکونو تېرې کړې دي. کرېډېټ: کډوال نیوز
۲۰ کلن عبدالواحد څو میاشتې په سړکونو تېرې کړې دي. کرېډېټ: کډوال نیوز

نوموړی بیا سن دني کمپ ته ولاړ چې سلګونو مهاجرو پکې تر خیمو لاندې ژوند کاوه. هغه وایي چې سن دني کې د ژوند وضعیت ښه نه و: «هوا ډېره سړه وه او بډوګو مې درد کاوه. هیله مې لرله چې دغه استوګنځي کې وضعیت ښه وي. خو اوس چې دلته راغلی یم دلته هم وضعیت د قناعت وړ نه دی. اوفي مې بانکي کارت بند کړی او زه اوس پیسې نه لرم.» که څه هم د کوالیا ټولنیز مرستندوی څو ځله د عبدالواحد د کارت د بیا فعال کېدو لپاره اوفي ته ایمیل استولی، خو تر دې دمه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

عبدالواحد هیله لري چې کارت یې فعال شي او روغتیایي بیمه ترلاسه کړي: «زه پناه غوښتونکی یم خو تر دې دمه صحي بیمه نه لرم.»

عبدالواحد زیاتوي چې د سن دني کمپ د تړلو عملیاتو پر مهال یې ځینو ملګرو ته سرپناه برابره نه شوه. هغه وایي: «کله چې دوی زنګ وهم ما ته وایي چې نه پوهېږي چېرته خوب وکړي او څه وخوري.»

بیا ولولئ: افغان کډوال نصرت په پاریس کې: « د رپوبلیک کمپ له تړل کېدو راهیسې د اوسېدو ځای پسې لالهاند یم»

د کابل ولایت اصلي اوسېدونکی ۲۰ کلن عصمت الله احمدزی هم کوالیا مرکز کې د ډاکټر د نشتوالي څخه شکایت لري. هغه پر خپلو پښو او لاسونو ځینو ټپونو او دانو ته په اشارې سره وایي چې لامل یې ککړ چاپېریال دی. دغه ځوان افغان مهاجر ۱۵ کلن و چې له افغانستانه ووت. هغه چې دوه کاله یې د مهاجرت پر لاره او دوه کاله یې جرمني کې تېر کړي له ۲۰۱۹ کال راهیسې په فرانسه کې اوسېږي. نوموړی وایي چې په لومړي سر د اوسېدو ځای د موندلو لپاره د فرانسې شمالي ښار کالې ته تللی و ځکه چې «مهاجرو ویل چې هلته هره ورځ کمپونه خالي کېږي او مهاجرو ته سرپناه ورکول کېږي. ما درې میاشتې کالې کې تېرې کړې خو د اوسېدو ځای مې پیدا نه کړ. بېرته پاریس ته راغلم. لومړی په بوبیني کې اوسېدم، رېل ته نږدې تر خیمې لاندې. بیا سن دني ته ورغلم.»

هغه زیاتوي چې کله چې سن دني کمپ وتړل شو هیله یې لرله چې یوه ښه استوګنځي ته انتقال شي. خو په وینا یې دغه مرکز کې ښه ډوډۍ او ډاکټران نشته.

ځوان مهاجر عصمت الله احمد زی خپله کوټه کې. کرېډېټ: کډوال نیوز
ځوان مهاجر عصمت الله احمد زی خپله کوټه کې. کرېډېټ: کډوال نیوز

«د پاریس په دغه ناحیه کې زیات شمېر کسان ډاکټرانو ته اړتیا لري»

د کوالیا د ټولنیزې ډلې مسوله ژوستین پورت له مخې د دغو مهاجرو له ډلې څخه ځینې یې د پښو په ناروغیو او یا په ډیابت اخته دي. هغه زیاتوي چې دغه کسان د سختو شرایطو له کبله له رواني ناروغیو لکه روحي فشار او د خوب ستونزې سره هم مخ دي. د آغلې پورت په حواله د مرکز ټولو اوسېدونکو پاریس اوېنت سنټر ته تر انتقالېدو مخکې د کورونا ټسټ ورکړی چې له ډله یې یوازې دوه تنه په کووید-۱۹ اخته ول.

نوموړې مني چې تر دې دمه روغتیایي خدمات د قناعت وړ نه دي. په وینا یې «د پاریس په ۱۹مه ناحیه کې ډېر کسان ډاکټرانو ته اړتیا لري ځکه چې د مهاجرو د اوسېدو بېړني مرکزونه په همدغه ناحیه کې موقعیت لري. خو کله چې یو ډاکټر مراکزو ته ورځي، دوی ژباړونکو ته اړتیا لري چې له مهاجرو سره خبرې وکړي.»

ټاکل شوې چې راتلونکې جمعه یوه روغتیایي ډله دغه د کوالیا مرکز ته راشي او د مهاجرو روحي وضعیت ته رسیدګي وکړي. ژوستین پورت وایي: «دوی ارواپوهان دي او که اړتیا وي ناروغانو ته دواګانې ورکولی شي.»

«وېره لرم چې ناروغ شم»

د احمدزي په کوټه کې درې نور مهاجر هم ورسره اوسېږي. هغه خپل چپرکټ ته په اشارې سره وایي: «موږ پر دغه چپرکټ خوب کوو. خو چپرکټونه ډېر سخت دي او مهاجر په رامۍ سره خوب نه شي کولی.»

نوموړی له دې نه هم شکایت لري چې مسولینو مهاجرو ته بالښتونه او یا کمپلونه نه دي ورکړي. «یوازې یې یو پتو راکړی، خو اوس ژمی دی او د شپې له خوا هوا سړېږي.»

هغه چپرکټونه چې مهاجرو ته ځانګړي شوي دي. کرېډېټ: کډوال نیوز
هغه چپرکټونه چې مهاجرو ته ځانګړي شوي دي. کرېډېټ: کډوال نیوز

د عصمت الله په څېر احمد هم وایي چې حمامونو کې اوبه یخه ده او هغه د ناروغ کېدو له وېرې په اونۍ کې دوه ځله حمام کوي. د هغه په خبره: «وېره لرم چې ناروغ شم ځکه چې دلته ډاکټر نشته.»

ژوستین پورت بیا وایي چې که څه هم هره اونۍ نوي کسان د کوالیا د هرکلي مرکز ته را رسېږي، خو د مرکز اوسېدونکي هم له دغه لنډمهاله استوګنځي څخه د فرانسې نورو مراکزو ته لېږدول کېږي. د هغې په وینا د مرکز له پرانیستل کېدو تر اوسه نږدې ۶۰ مهاجر نورو ځایونو لکه د هرکلي او د وضعیت د ازموینې مرکزونو، د پناه غوښتونکو بېړنیو استوګنځیو او لنډمهال استوګنځیو ته انتقال شوي او ټاکل شوې ده چې په روانه اونۍ کې نږدې اتیا تنه نور د فرانسې برتانی او مرکزي سیمو ته واستول شي.

ژوستین زیاتوي چې اوفي په پام کې لري ټولو دغو کسانو ته دوامداره سرپناه برابره کړي.

 

نورې ليکنې