د ۲۰۲۰ د نومبر ۳۰مه، رضا جعفري پورت دوبرویلیې کې له افغان پناه غوښتونکو سره خبرې کوي. کرېډېټ: ژولیا دومون، کډوال نیوز
د ۲۰۲۰ د نومبر ۳۰مه، رضا جعفري پورت دوبرویلیې کې له افغان پناه غوښتونکو سره خبرې کوي. کرېډېټ: ژولیا دومون، کډوال نیوز

د سن دني او رپوبلیک مهاجر کمپونو د تړلو عملیاتونه د دې سبب شول چې ۲۵ کلن رضا جعفري د افغان مهاجرو د ویاند په توګه وپېژندل شي.‌ دغه پخوانی افغان مهاجر وایي چې د ټولو پناه غوښتونکو له حقونو څخه دفاع کوي.

د پاریس شمالي سیمې اوبرویلیې ته څېرمه پر مک ډونالد سړک هوا ډېره یخه ده. ځینو مهاجرو تر ودانیو لاندې پناه راوړې چې ډېری یې افغانان دي.

کله چې رضا جعفري د ښار دغې سیمې ته را رسېږي، مهاجر بېلابېلې پوښتنې ترې کوي.‌ د نومبر پر ۱۷مه د سن کمپ د تړل کېدو عملیاتو راهیسې دغه ۲۵ کلن افغان مهاجر چې په ۲۰۱۳ کې یې د فرانسې تابعیت ترلاسه کړی د افغان مهاجرو د ویاند په توګه پېژندل کېږي. 

هغه چې د افغانستان په غزني ولایت کې زېږېدلی په لومړي سر ایران کې مهاجر و. خو ایران کې د افغان مهاجرو پر وړاندې د سختو قوانینو له کبله هغه ښوونځي ته د تلو اجازه نه درلوده. نو ځکه په ۲۰۰۹ کې د اروپا پر لور روان شو. هغه وخت رضا جعفري ۱۴ کلن و او څو کلونو مخکې یې مور پلار مړه شوي وو. پاریس ته تر رسېدو سره سم رضا جعفري ۱۵ ورځې د ژورس تر پولې لاندې تېروي خو بیا د کم سن مهاجر په توګه ورته امکانات برابرېږي.

له همدې کبله د پناه غوښتونکو له ستونزو سره اشنا دی او پوهېږي چې مهاجر فرانسې ته له رسېدو سره سم له ژبې سره اشنایي نه لري او له بېلابېلو اداري ستونزو مخ دي.

بیا ولولئ:‌ د پاریس د مهاجرو په یوه استوګنځي کې افغان مهاجر د خپل روغتیایي‌ وضعیت په اړه اندېښنې ښيي

له تېرو څو اونیو راهیسې رضا هره شپه روزا پارک او پورت دو لاشاپل سیمو ته راځي چې د پاریس په شمال کې موقعیت لري. هغه وایي:‌«زه د نویو رسېدونکو مهاجرو په لټه کې یم ترڅو ور ته ووایم چې د سرپناه موندلو لپاره څه باید وکړي.»

د دوشنبې په شپه روزا پارک رېل ګاډي ته نږدې لسګونه مهاجر د خوړو وېشلو ته انتظار کوي.‌ ځېنې یې سرپناه لري.‌ خو هغه کسان چې سرپناه نه لري رضا ورته وایي چې دوی استرلیتز اورګاډي تمځي ته نږدې د ورځې له خوا سرپناه موندلی شي. هغه یو ځوان کډوال ته وایي: «د ځای د نه ترلاسه کولو په صورت کې مسولینو ته ووایه چې یو سند درکړي. که سند ولرئ چارواکو ته شکایت کولی شو.»

«واټڼ نیول»

د اوسېدو ځای د ستونزې سربېره ګڼ شمېر پناه غوښتونکي له رضا نه د نورو مسایلو په هکله مشورې غواړي.‌ نن شپه یو ځوان کډوال ورته وایي‌ چې د نومبر پر ۲۳مه رپوبلیک ډګر کې د مهاجر کمپ د تړل کېدو عملیاتو پر مهال د پولیسو له خوا وهل ټکول شوی او غواړي چې شکایت وکړي.

رضا جعفري وایي: «دغه مهاجر له دې نه وېرېږي چې شکایت یې پر دوسیې ناوړه اغېز ولري.‌ ما ورته وویل چې دا بله مسله ده او که شکایت ثبت کړي مانا به یې دا وي چې د مهاجرو حقونو ته درناوی کوي.»

دمګړئ رضا د پناه غوښتونکو له حقونو څخه دفاع کوي. خو هغه ورته د اداري چارو په اړه مشوره نه شي ورکولی. رضا چې اوس د پناه غوښتونکو ملي محکمه یا سي ان دي آ کې ژباړونکی دی ژمنه کړې چې بې طرف پاتې شي.

رضا وایي چې غواړي له مهاجرو څخه واټن ونیسي او د افغانستان ماشومانو په نامه د خپل سازمان فعالیتونه بېرته پیل کړي چې په ۲۰۱۲ کې جوړ شوی دی.‌

«د فرانسې لپاره د شړم ځای دی»

رضا جعفري د سن دني کمپ تر خالي کېدو وروسته د افغان مهاجرو د ویاند په توګه وپېژندل شو، خو څو میاشتې مخکې یوه بله قضیه سبب شوې وه چې نوموړی مهاجرو ته د سرپناه موندلو لپاره مبارزه وکړي.

تېره سپټمبر میاشت یو شمېر افغانې کورنۍ د شپې له خوا رضا ته زنګ وهي. دغه کورنۍ چې له افریقایي کورنیو سره یو ځای پورت دوبرویلیې کې اوسېدلې له کمپونو څخه ایستل شوې وې. دوی د اعتراض په توګه د اوبرویلیې سړک بند کړی و.‌ پولیسو بیا د دوی د تیت او پرک کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه.

رضا وایي:‌ «کله چې هلته ورسېدم، شوک مې ولید، پولیسو ټول خلک وهل ټکول. ما فرانسه کې له افغانانو او سازمانونو سره اړیکه ونیوله او ۲۰ کورنیو ته مو سرپناه برابره کړه. د دغو کسانو په ډله کې ماشومان او حاملې ښځې وې. د فرانسې لپاره د شرم ځای دی… کله چې پر سړکونو ماشومان ګورم لور مې را یادېږي.»

دوه میاشتې وروسته رضا جعفري سن دني‌ کمپ ته ورځي او له هغو مهاجرو سره خبرې کوي چې د کمپ د تړل کېدو عملیاتو په ترڅ کې یې سرپناه نه ده موندلې او غواړي چې پاریس ښاروالۍ مخ ته مظاهره وکړي.‌ د یوتوپیا ۵۶ سازمان غړی یان مانزي وایي: «هغه له مهاجرو سره وغږېد. ورته یې وویل چې له هر ډول تاوتریخوالي څخه ډډه وکړي.‌ ورته یې ویل چې تاسو یوازې نه یاست، موږ له تاسې سره مرسته کوو.»

بیا ولولئ:‌ افغان کډوال نصرت په پاریس کې:‌ «د رپوبلیک کمپ له تړل کېدو راهیسې د اوسېدو ځای پسې لالهاند یم»

له مهاجرو سره غږېدل

څو ورځې وروسته د پاریس په رپوبلیک ډګر کې د مهاجرو یو بل کمپ په تاوتریخجنه توګه تړل کېږي.‌ رضا وایي ځینې کسان فکر کوي چې نوموړي د سیاسي موخو لپاره له مهاجرو څخه ابزاري ګټه پورته کړې ده.‌ رضا زیاتوي چې دا خبره ناسمه ده او هغه نه یوازې د افغانانو بلکې د ټولو پناه غوښتونکو له حقونو څخه دفاع کوي.

یان مانزي وایي:‌ «رضا له مهاجرو سره اشنا دی. هغه ورسره خبرې کوي خو د دوی پر ځای خبرې نه کوي. رضا د مهاجرو ویناوې نورو ته رسوي.»

رضا جعفري ژمنه کوي چې تر هغه وخت پورې د مهاجرو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي ترڅو چې سرپناه ورته برابره شي. خو هغه زیاتوي چې غواړي د خپل سازمان فعالیتونه بېرته پیل کړي او دغه راز د افغانستان د فرهنګي مرکز د جوړولو پروژه ترسره کړي.

هغه وایي چې غواړي په راتلونکې کې افغانستان ته ستون شي او یو سیاسي ګوند جوړ کړي.

خو اوس افغانانان په فرانسه کې رضا ته اړتیا لري.‌ رضا د شپې تر ناوخته پورې پیغامونو او زنګونو ته ځواب ورکوي.‌

 

نورې ليکنې