د سن دني‌ کمپ د تړلو عملیات د نومبر پر ۱۷مه ترسره شو. کرېډېټ: رویترز
د سن دني‌ کمپ د تړلو عملیات د نومبر پر ۱۷مه ترسره شو. کرېډېټ: رویترز

یوه افغان پناه غوښتونکي چې د تېرې نوامبر میاشتې پر ۱۷مه د سن دني‌ کمپ د تړل کېدو عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو له خوا وهل ټکول شوی و د پولیسو د نظارت ادارې ته شکایت ثبت کړی دی.‌

دغه ۲۲ کلن افغان مهاجر وایي چې «پولیسو اوښکې بهوونکی ګاز کاراوه… په سترګو مې توره تیاره وه، نه پوهېدم چې چېرته ولاړ شم. یوه سرتېري په لغته ووهلم... یوه بل سرتېري مې پر قبرغو او لاسونو په سوټي وواهه.‌»

د نوموړي شکایت لیک د نوامبر پر ۳۰مه د پولیسو د نظارت ادارې ته استول شوی دی.

هغه چې وایي نوم یې عزیز دی مهاجر کډوال نیوز سره په خبرو کې مني چې پولیسو د سن دني کمپ د تړل کېدو عملیاتو په ترڅ کې د مهاجرو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه کار اخیستی دی.‌ خو پولیسو نوموړی هغه مهال وواهه چې د عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته سلګونه مهاجر بې سر پناه پاتې شول او د امنیتي‌ ځواکونو له خوا له پاریس نه وشړل شول.‌ د سازمانونو په حواله تر دې دمه ۴۰۰ تر ۴۵۰ مهاجر لا هم د پاریس پر سړکونو لالهاند ګرځي.

بیا ولولئ: افغان کډوال نصرت په پاریس کې: «د رپوبلیک کمپ له تړل کېدو راهیسې د اوسېدو ځای پسې لالهاند یم»

د سکور کاتولیک د مهاجرو او پناه غوښتونکو د ملاتړ پروګرام مسوله الیکس ګوفروا کډوال نیوز ته وایي: «یوه سرتېري پر ما او د یوتوپیا ۵۶ سازمان پر یوې کارکوونکې حمله وکړه. خپل سوټی یې پورته کړی و. خو همکار یې ورته وویل چې دوی نجونې دي او سازمانونو کې کار کوي. ته لیونی یې! عزیز مو ترڅنګ ولاړ و. پولیسو بیا هغه وواهه. خو دا ځل یې همکار مداخله و نه کړه.»

عزیز چې اوس هم ناروغ دی کډوال نیوز ته وایي چې پر بدن یې لا د ټپونو نښې لیدل کېږي چې له امله یې خوب نه شي‌ کولی.‌ هغه زیاتوي چې ټول بدن یې درد کوي.

«غواړم چې د مهاجرو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي»

دغه ځوان مهاجر ۵ کاله په سویډن کې تېر کړي او په ۲۰۱۹ کال یې د اقامې یو کلن سند ترلاسه کړی و.‌ خو یو کال وروسته کله چې هغه غوښتل خپله اقامه تمدیده کړي، پولیسو ورته وویل چې باید له سویډن نه ووځي. عزیز بیا په کښتئ کې المان او بیا په رېل کې فرانسې ته راغی.‌

هغه وایي چې نږدې یوه میاشت یې سن دني کمپ کې تر خیمې لاندې تېرې کړې‌.

په ورته مهال الیکس ګوفرا زیاتوي چې د کمپ د تړل کېدو عملیاتو په ترڅ کې پولیسو وار وار پر مهاجرو اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه.‌ نوموړې بیا عزیز ډاکټر ته یووړ او د شکایت په ثبتولو کې یې ورسره مرسته وکړه.

بیا ولولئ: رضا جعفري، پاریس کې د افغان مهاجرو غږ

یوه ویډیو چې تر پېښې وروسته ثبته شوې ښيي چې پولیس عزیز شا ته ټېل وهي. نوموړی پر وچه ځمکه ناست دی او تر خپل مړوند یې ټینګ نیولی دی.‌

عزیز زیاتوي چې د پولیسو د نظارت ادارې ته شکایت کړی ځکه چې غواړي د مهاجرو پر وړاندې تاوتریخوالي پای ته ورسېږي.‌ خو هغه وایي چې فکر نه کوي حکومت خپل سرتېري ته سزا ورکړي.‌ نوموړی هیله لري چې شکایت یې د پناه غوښتنې پر دوسیې ناوړه اغېز و نه لري.

 

نورې ليکنې