تر ۷۳۰۰ ډېر مهاجر په دغه لنډمهاله پنډغالي کې اوسېږي چې د موریا تر ویجاړېدو وروسته جوړ شوی دی. کرېډېټ: دي ار
تر ۷۳۰۰ ډېر مهاجر په دغه لنډمهاله پنډغالي کې اوسېږي چې د موریا تر ویجاړېدو وروسته جوړ شوی دی. کرېډېټ: دي ار

اټن او اروپایي ټولنې پرون پنجشنبه د ۲۰۲۱ تر سپټمبر میاشتې پورې یونان کې د مهاجرو د هرکلي لپاره د یوه کمپ د جوړلو تړون لاسلیک کړ. دغه پنډغالی د موریا کمپ پر ځای جوړېږي چې د روان کال په سپټمبر میاشت کې د اولګېدنې له امله ویجاړ شو.

اروپایي ټولنې او یونان پرون پنجشنبه د ډسمبر ۳مه د موریا پر ځای چې تېره سپټمبر میاشت د اورلګېدنې له امله ویجاړه شوې وه د راتلونکي کال تر سپټمبر میاشتې پورې د یوه نوي کمپ د جوړولو هوکړه وکړه. د هوکړې له مخې د نوي کمپ اداري چارې د اروپایي کمیسیون، یوناني چارواکو او د اروپایي ټولنې سازمانونو ترمنځ وېشل کېږي.

تېره سپټمبر میاشت د موریا کمپ تر سوځېدلو وروسته یوناني چارواکو لېسبوس ټاپو کې یو لنډمهاله پنډغالی جوړ کړ. خو د ژمي په را رسېده سره دغه کمپ کې د ماشومانو، معلولانو او ناروغانو په ګډون تر ۷۳۰۰ زیات پناه غوښتونکي تر خیمو لاندې ژوند کوي او د ژوند لومړنیو اړتیاوو لکه ګرمو اوبو ته لاسرسی نه لري.

بیا ولولئ: په «دویم موریا کمپ» کې د مهاجرو د بد وضعیت په اړه اکسفام اندېښنه ښوولې

د ژوندانه انساني شرایط

د اروپایي کمېسیون مشره ارسولان فون در لیین په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د لېسبوس ټاپو د اصلي اوسېدونکو خوندیتوب ته په پام سره نوي کمپ کې پناه غوښتونکو ته د ژوندانه «انساني شرایط» برابرېږي.

نوموړې زیاته کړې چې د پناه غوښتونکو د «دوسیو د ارزولو پروسیجر باید چټک او عادلانه وي.» همدارنګه د هرکلي مرکزونه باید «د مهاجرو لپاره د یو موقت ځای په شان وي له دې مخکې چې دوی بېرته خپلو هیوادونو او یا ترانزیتي هیوادونو ته ولاړ شي او یا ټولنه کې ادغام شي.»

اروپایي کمیسیون په پام کې لري چې پر لېسبوس او خیوس ټاپوګانو پرتو مرکزونو ته تر ۱۳۰ میلیونه یورو اختصاص ورکړي. تېره میاشت د ساموس، کس او لېروس پر ټاپوګانو د درېو کمپونو جوړولو ته ۱۲۱ میلیونه یورو ځانګړې شوې وې.

بیا ولولئ: یونان: تر راتلونکي اوړي پورې به لېسبوس ټاپو کې د مهاجرو نوی کمپ جوړ شي

«د بدلون نښه»

بل پلو د اروپایي کمیسیون د کورنیو چارو کمیشنرې یلوا جوهانسون دغه تړون د موریا کمپ «د وضعیت د نه تکرارېدو لپاره یو مهم ګام» بللی دی.

نوموړې زیاته کړې چې دا د مهاجرو د چارو د اداره کولو په برخه کې «د بدلون نښه ده او د مهاجرت او ادغام د نوي تړون عملي کولو ته لار پرانیزي.»

اروپایي کمیسیون د تېرې سپټمبر میاشتې په پای کې د مهاجرت او پناه غوښتنې نوی پلان وړاندې کړ.

یوناني ټاپوګانو اروپایي هیوادونو ته د ننوتلو دروازې ګڼل کېږي. که څه هم سږ کال یوناني چارواکو دغه هیواد ته د ګڼو مهاجرو د ورتګ مخه نیولې، خو لا هم د یونان په کمپونو کې مهاجر په خورا سختو شرایطو کې ژوند تېروي.

 

نورې ليکنې

Webpack App