انځور: ایماګو، بلېکوېنکل
انځور: ایماګو، بلېکوېنکل

د ایټالیا پولیس وایي چې د دغه هیواد په سیسیل سیمه کې یې د انساني قاچاق د یوې ډلې پر وړاندې عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ مشکوک کسان نیولي دي. نیول شویو کې افغانان هم شته.

د دغو کسانو په اړه څېړنې په ۲۰۱۸ کال کې له هغه وروسته پیل شوې وې چې له یونان او ترکیې څخه تر لسو زیاتې بېړۍ د سیسیل سوېلې سیمې ته ورسېدلې.

دغه ډله د عراقي کردانو، افغانانو او ایټالویانو څخه جوړه شوې وه چې د زیاتو پیسو په بدل کې یې مهاجرو ته ایټالیا او نورو اروپایي هیوادونو ته د ننوتلو زمینه برابروله. دوی دغه راز د جعلي اسنادو لکه د کار قراردادونو په جوړولو سره هڅې کولې چې مهاجر د اقامې کارتونه ترلاسه کړي.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت تېره شنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دغې ډلې د ایټالیا په باري، بورین، میلان او ونتمیل ښارونو کې مرکزونه درلودل او د ایران، عراق، افغانستان او پاکستان څخه راغلي مهاجرو ته یې شمالي اروپا ته د قاچاقولو زمینه برابروله.

بیا ولولئ: د مانش کانال له لارې برتانیا ته د مهاجرو ۱۲ قاچاق وړونکي نیول شوي

له هر مهاجر نه تر ۶۰۰۰ یورو پورې

د عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ تېلېفونونه، ۴ کمپیوټرونه، بېلابېل سندونه او ۲۵۰۰۰ یورو هم ترلاسه شوې دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې له منځه وړل شوې ډلې ترکیې او یونان کې له فعالو قاچاقي شبکو سره تماس درلود او د ۶۰۰۰ یورو په بدل کې د افغانستان، پاکستان او عراق وګړي فرانسې او شمالي اروپا ته قاچاقول.

بیا ولولئ: د ایټالیا حکومت د مهاجرو ضد قوانین نرموي

په ورته مهال ایټالوي څارنوالو ویلي چې مهاجر له ترکیې او یونان څخه په کرايي او یا غلا شویو کښتیو کې لومړی ایټالیا او وروسته بیا د شمالي اروپا هیوادونو ته انتقال کېدل.

 

نورې ليکنې