د نومبر ۲۴مه: پاریس کې د مهاجرو د کمپ د تړل کېدو تاوتریخجن عملیاتو پر ضد لاریون. کرېډېت: رویترز
د نومبر ۲۴مه: پاریس کې د مهاجرو د کمپ د تړل کېدو تاوتریخجن عملیاتو پر ضد لاریون. کرېډېت: رویترز

د تېرې نوامبر پر ۲۳مه د پاریس په رپوبلیک ډګر کې د یوه مهاجر کمپ د تړل کېدو عملیاتو وروسته د فرانسوي ډاکټرانو یوې ۱۴۰ کسیزې ډلې د یکشنبې په نامه ورځپاڼې ته د یوه یادښت په استولو سره د پولیسو پر تاوتریخجن چلند نیوکه کړې. دوی له دولت څخه غوښتي دي چې د امنیتي ځواکونو ناسمې کړنې دې پای ته ورسوي او مهاجرو ته باید د ژوندانه انساني شرایط برابر کړي.

د رپوبلیک مهاجر کمپ د تړل کېدو تاوتریخجنو عملیاتو په هکله د سازمانونو او سیاسي استازو له توندو غبرګونونو وروسته اوس فرانسوي ډاکټران د پولیسو له خوا د مهاجرو پر ضد پر تاوتریخوالي نیوکه کوي.

د تېرې نوامبر میاشتې پر ۲۳مه امنیتي ځواکونو رپوبلیک ډګر کې هغه کمپ وتاړه چې سلګونو مهاجرو د سرپناه د نه لرلو په اعتراض کې جوړ کړی و. دغو ځواکونو د مهاجرو خیمې او وسایل په تاوتریخجنه توګه راټول کړل او د کډوالو د تیت او پرک کولو لپاره یې اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه.

بیا ولولئ: پاریس کې د مهاجرو یو کمپ په تاوتریخجنه توګه وتړل شو

پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې سرتېري یوه خیمه اوچته کوي چې په پایله کې یې یو مهاجر له خیمې څخه لوېږي. دغه راز دوی د مهاجرو وسایل لاریو ته اچوي.

دغه مهاجر چې تر دې مخکې د پاریس په سن دني کمپ کې اوسېدل د نوامبر پر ۱۷مه د سن دني کمپ د تړل کېدو عملیاتو په ترڅ کې ورته سرپناه برابره شوې نه وه. دوی چې پر سړکونو لالهاند ګرځېدل د نومبر پر ۲۳مه د مهاجرو مدافع بنسټونو په مرسته رپوبلیک ډګر کې خیمې درولې وې.

«غیرانساني، غیراخلاقي او د انساني کراماتو خلاف» چلند

دغه یاددښت کې چې لومړۍ برخه یې د نوامبر میاشتې په پیل کې یکشنبه ورځپاڼه کې خپره شوې وه د فرانسې د بېلابېلو سیمو ډاکټران پوښتي چې «دغه مهاجرو او سازمانونو څه ګنا کړې ده چې ورسره باید داسې چلند وشي؟»

د لیک په دویمه برخه کې ډاکټرانو د مهاجرو ستونزو ته د نه رسیدګۍ په هکله اندېښنې ښوولې. دوی دغه راز د پولیسو تاوتریخجن چلند «غیرانساني، غیراخلاقي او د انساني کراماتو خلاف» بللی دی.

بیا ولولئ: افغان کډوال نصرت په پاریس کې: «د رپوبلیک کمپ له تړل کېدو راهیسې د اوسېدو ځای پسې لالهاند ګرځم»

لیک کې راغلي چې دوی د ډاکټرانو په توګه ژمنه کړې چې «پرته له هر ډول تبعیض څخه د ټولو انسانانو درملنه وکړي او که څوک ناتوان، زیان منونکی او یا تر ګواښ لاندې وي دوی یې له انساني کرامت څخه دفاع وکړي.»

د دغو ډاکټرانو په خبره دوی دنده لري چې «فرانسه کې پر زیان منونکو کسانو تحمیل شوي غیرانساني شرایط افشا» کړي. دوی له دولت نه غواړي چې ډېر ژر دې د امنیتي ځواکونو ناسمې کړنې پای ته ورسوي او مهاجرو ته دې د ژوندانه انساني شرایط برابر کړي.

 

نورې ليکنې