د برتانیا د کورنیو چارو وزارت شمېرې ښيي که څه هم د مانش کانال له لارې برتانیا ته د رسېدلو مهاجرو له ډلې څخه یوازې ۱۰سلنې یې قبولي ترلاسه کړې ده، خو زرګونه نور لا هم دغه هیواد کې دي.
د برتانیا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې د ۲۰۱۸ د جنورۍ د روان کال د جون تر ۳۰مه پورې ۴۶۱۳ کسانو د مانش کانال له لارې برتانیا ته ځان رسولی دی. که څه هم ډېریو دغو کسانو ویلي چې د جګړو له امله خپلو هیوادونو پرېښودو ته اړ شوي دي، خو یوازې ۴۲۹ تنو ته یې پناه ورکړل شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت شمېرې ښيي چې پاتې مهاجر یا رد شوي دي او یا یې په اړه کوم تصمیم نه دی نیول شوی.
تر دې دمخه برتانوي چارواکو لکه د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون او د کورنیو چارو وزیرې پریتي پاتل ویلي وو چې د مانش کانال له لارې دغه هیواد ته رسېدلي کډوال بېرته فرانسې ته اخراجېږي ځکه چې دوی باید په هغه امن هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي چې لومړی ورته رسېدلی وي.
خو اوس د برتانیا کورنیو چارو وزارت مني چې د روان کال د جنورۍ له پیله د سپټمبر تر پایه پورې یوازې ۲۳۱ کسان بېرته فرانسې ته لېږدول شوي دي.
سږ کال د مانش کانال له لارې برتانیا ته د تلونکو مهاجرو په شمېر کې بې ساري زیاتوالی راغلی دی. تر دې دمخه برتانوي چارواکو ویلي وو چې د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې تر ۸۰۰۰ ډېرو مهاجرو د مانش له لارې برتانیا ته ځان رسولی دی.
برتانوي ورځپاڼې سندې اېکسپرس تېره میاشت په یوه راپور کې لیکلي وو چې د مانش له لارې برتانیا ته رسېدلي ډېری مهاجر له پولیسو په تېښته دي.
بیا ولولئ: مانش کانال: فرانسې او برتانیا د مهاجرو د غیرقانوني سفرونو د مخنیوي لپاره هوکړه کړې
له برګزیت نه مخکې اخراجونه
په ورته مهال ګارډین وایي چې ټاکل شوې د برګزیت انتقالي مودې تر پوره کېدو مخکې زیات شمېر پناه غوښتونکي د روانې اونۍ په جریان کې له برتانیا څخه وشړل شي.
د ګارډین په حواله د بشري حقونو مدافعانو د مخالفتونو سربېره په روانه اونۍ کې جرمني او فرانسې ته درې پروازونه پلان شوي دی. زیاته شوې چې ښایي ځینې مهاجر له برتانیا څخه اتریش، پولنډ، هسپانیا او لیتوانیا ته هم انتقال شي.
بیا ولولئ: له برتانیا څخه د مهاجرو د اخراج لړۍ ادامه لري
له اخراجونو د نظارت ډلو بیا ویلي چې د کورنیو چارو وزارت په سرسري توګه د مهاجرو دوسیې ارزوي او دا کار یې د قانون خلاف بللی دی.
د برګزیت مودې تر پوره کېدو وروسته برتانیا نور نه شي کولی چې دغه هیواد ته رسېدلي پناه غوښتونکي د ډوبلین مقرراتو پر بنسټ نورو اروپایي هیوادونو ته اخراج کړي.