د برتانیا ساحلي ځواکونه. کرېډېټ: پېکچر الاینز، امپېکس، و. جونز
د برتانیا ساحلي ځواکونه. کرېډېټ: پېکچر الاینز، امپېکس، و. جونز

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت وایي پرون دوشنبه د ډسمبر ۷مه ۱۱۱ مهاجرو په پنځو بېړیو کې د مانش کانال له لارې برتانیا ته ځان رسولی دی. د دغو مهاجرو په ډله ۵ وړوکي ماشومان هم شته.

د سړې هوا سره سره پرون دوشنبه تر سلو ډېرو مهاجرو د مانش کانال له لارې برتانیا ته ځان ورساوه. په ورته مهال د مانش کانال له لارې د ناقانونه سفرونو د مخنیوي پروګرام قومندان دي اومهاوني ویلي چې فرانسوي چارواکو برتانیا ته د ۳۵ نورو کسانو د ورتګ مخه نیولې ده.

د برتانیا سرحدي ځواکونو یاد ماشومان چې د کم عمرۍ له کبله نه شي ګرځېدلي دوور ساحل ته انتقال کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ فرانسې او برتانیا د مانش کانال له لارې د مهاجرو د ناقانونه سفرونو د مخنیوي لپاره هوکړه وکړه. د دغې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې سر له تېرې سه شنبې (د ډسمبر لومړۍ نېټه) فرانسوي سواحلو کې د ګزمه کوونکو شمېر دوه چنده زیات شي. دغه سرتېري له کاناله د تېرېدونکو مهاجرو د مخنیوي لپاره له بې پیلوټه الوتکو او راډارونو څخه کار اخیستلی شي.

بل پلو بي بي سي د کېنټ ښار شورا له قوله ویلي چې دوی د بې د سرسته ماشومانو د منلو لړۍ بیا پیل کړې ده. تېره اګست میاشت یادې شورا ویلي وو چې نور نه شي کولی په خوندي ډول کم سنه مهاجرو ته رسیدګي وکړي.

«ګواښونکی شمېر»

د برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د یو راپور له مخې ټاکل شوې چې د برګزېت انتقالي مودې تر پوره کېدو مخکې زیات شمېر هغه پناه غوښتونکي له برتانیا څخه وشړل شي چې د مانش کانال له لارې یې ځانونه برتانیا ته رسولي دي.

د ګارډین په حواله د بشري حقونو مدافعانو د مخالفتونو سربېره په روانه اونۍ کې جرمني او فرانسې ته درې پروازونه پلان شوي دی. زیاته شوې چې ښایي ځینې مهاجر له برتانیا څخه اتریش، پولنډ، هسپانیا او لیتوانیا ته هم انتقال شي.

بیا ولولئ: د مانش کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي ۴۰۰۰ کډوال لا هم په دغه هیواد کې اوسېږي

د برګزیت مودې تر پوره کېدو وروسته برتانیا نور نه شي کولی چې دغه هیواد ته رسېدلي پناه غوښتونکي د ډوبلین مقرراتو پر بنسټ نورو اروپایي هیوادونو ته اخراج کړي.  

سږ کال د مانش کانال له لارې برتانیا ته د تلونکو مهاجرو په شمېر کې بې ساري زیاتوالی راغلی دی.

د برتانوي چارواکو له مخې د کال تر دې دمه تر ۸۲۹۴ زیات مهاجر په شاوخوا ۶۳۱ کښتیو کې برتانیا ته رسېدلي دي. د روانې میاشتې په پیل کې د برتانیا د سنا د کورنیو چارو کمیټې دغه هیواد ته د رسېدونکو مهاجرو شمېر کې زیاتوالی «ګواښونکی» بللی و.

 

نورې ليکنې