کم سن مهاجر د خوړو د وېشلو په صف کې. کرېډېټ: واسع محسن / کډوال نیوز
کم سن مهاجر د خوړو د وېشلو په صف کې. کرېډېټ: واسع محسن / کډوال نیوز

د پاریس ښاروالي وایي په پام کې لري چې د فرانسې دولت سره یو ځای تر ۴۰ هغو ځوانو مهاجرو ته د اوسېدو ځایونه برابر کړي چې د خپلې کم عمرۍ د اثباتېدو لپاره د محکمې پرېکړې ته انتظار باسي.

د پاریس ښاروالۍ تر ۴۰ ځوانو مهاجرو لپاره د اوسېدو ځایونو د جوړولو اعلان کړی دی. د دغې ښاروالۍ د ماشومانو ساتنې چارې مسولې دومینیک ورسیني د لیبراسیون ورځپاڼې د راپور په تاییدولو سره د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، دوی له کلونو راهیسې له دولته غوښتل د هغو ځوانو مهاجرو چارو ته رسیدګي وکړي چې د فرانسوي ادارو له خوا د بالغو کسانو په توګه پېژندل شوي خو د دې پرېکړې پر وړاندې یې د استیناف غوښتنه کړې ده.

نوموړې زیاته کړې: «دغه کسان ماشومانو ته له ځانګړو شویو خدماتو څخه برخمن نه شي کېدای او د اوسېدو ځای د موندلو لپاره باید له سياوو سره تماس ونیسي. خو د دغې ادارې مرکزونه له مهاجرو ډک دي او د نویو کسانو د منلو ظرفیت نه لري.»

تر دې دمخه د مهاجرو د حقونو مدافع بنسټونو په وار وار ویلي چې دغه مهاجر باید د محکمې تر قطعي حکم پورې د کم سنه کسانو په توګه وپېژندل شي ځکه چې قضایي پروسې معمولاً ۶ تر ۱۸ میاشتوپورې وخت نیسي.

زیان منونکو مهاجرو ته ځانګړی شوی استوګنځی

آغلې ورسیني زیاته کړې چې د فرانسې دولت د دغه پلان د تمویلولو لپاره د پاریس له ښاروالۍ سره موافقه کړې ده. د یادې موافقې له مخې به دولت د پلان عملي کېدو او د پاریس ښاروالي به د دې ښار په پنځه لسمه ناحیه کې د یوې پخوانۍ ودانۍ د چمتو کولو چارې مخ ته یوسي.

د دې ودانۍ د چمتو کولو کار به د ۲۰۲۲ په جون میاشت کې پیل شي چې لګښت یې تر ۲۲۰ زرو یورو اټکل شوی دی.

 د ارمې دو سالوت په نامه سازمان د دغه استوګنځي ادارې چارې مخ ته وړي. ټاکل شوې چې استوګنځي کې زیان منونکو مهاجرو ته ځای ورکړل شي.

آغلې ورسني زیاته کړې که څه هم سازمانونه وایي چې ۴۰ ځایونه لږ دي خو د هغې په خبره «دا د کار پیل دی او راتلونکي کې به نور استوګنځي هم چمتو کړل شي».

 

نورې ليکنې