نږدې ۱۵۰۰ مهاجر د بوسنیا په انا سانان کانټون کې سرپناه نه لري.‌کرېډېټ:‌ البا دومینګېز، نو نېم کېچن
نږدې ۱۵۰۰ مهاجر د بوسنیا په انا سانان کانټون کې سرپناه نه لري.‌کرېډېټ:‌ البا دومینګېز، نو نېم کېچن

د ژمي په را رسېدو سره د بوسنیا په شمال ختیځه سیمه کې سلګونه مهاجر د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي. ډېری دغه کسان غواړي چې د کروشیا د پولې په اوښتو سره اروپایي هیوادونو ته ځان ورسوي، خو اکثره وختونه دوی د کروشیا د پولیسو له خوا له تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

د چهارشنبې په ورځ د بوسنیا او کروېشیا پر پوله د مهاجرو یو ډله راټوله شوې ده. یو ځوان مهاجر وایي: «هیله کوو چې له موږ سره مرسته وکړئ. دغه ښځه نور ګرځېدلی نه شي. دا ماشوم درملنې ته اړتیا لري او باید روغتون ته ولاړ شي.» د ډسمبر میاشتې پر ۲مه ګڼو کورنیو تصمیم نیولی چې له مهاجرو سره د کروشیايي پولیسو د تاوتریخجن چلند پر ضد مظاهره وکړي.

دوی چې له میاشتو راهیسې د بوسنیا په شمال ختیځه سیمه کې ایسار پاتې دي هیله لري چې اروپایي ټولنې ته ځان ورسوي. د نو نېم کېچن په نامه سازمان وایي ځینې کسان څو ځله له پولې څخه تېر شوي، خو کروشیا کې ور ته د پناه غوښتنې د وړاندې کولو اجازه ور نه کړل شوه.

دغه سازمان زیاتوي چې دمګړۍ بوجنا ښار ته څېرمه نږدې ۶۰ کورنۍ سرپناه نه لري. د یاد سازمان غړې البا دومینګېز کډوال نیوز ته وایي: «چارواکو یادو کورنیو ته ویل چې مرکزونو کې نور ځای نشته، خو تېره اونۍ یې په زوره هوټل سنټر ته انتقال کړې دي.»

ځینې مهاجر په واوره کې لوڅې پښې ګرځي

د دغو کورنیو په شان سلګونه کسان له کروشیا څخه تر شړل کېدو وروسته بوسنیا ته لېږدول شوي دي. دغو کسانو ته اجازه ور نه کړل شوې چې کروشیا کې د پناه غوښتنه وکړي. اوس د ژمي په را رسېدو سره وضعیت نور هم پیچلی شوی دی.

البا دومینګېز زیاتوي: «کروشیایي پولیس لومړی د مهاجرو وسایل، جامې او پیسې نیسي او وروسته بیا یې شړي. مهاجر اړ دي چې د شپې او په سړه هوا کې له سرحد څخه د تېرېدو لپاره هڅه وکړي. ځینې یې په واوره کې لوڅې پښې ګرځي او د هویت اسناد هم نه لري. دا د یوې دایرې په شان ده: مهاجر خپل وسایل له لاسه ورکوي او د پولیسو له خوا ځورول کېږي.»


د نوموړې په خبره: «د پولیسو ځېنې کړنې د شکنجې په شان دي. د بېلګې په توګه پولیس د مهاجرو جامې باسي او دوی موټر کې سپروي. بیا د موټر کولر روښانوي.»

«وضعیت د تېر کال پرتله نور هم خراب شوی»

دا په داسې حال کې ده چې انا سانا کانټون کې چې د کروشیا پولې سره نږدې موقعیت لري د هرکلي ټول مرکزونه له مهاجرو ډک دي.

بوسنیا کې د کډوالۍ نړیوال سازمان د ماموریت مشر پیتر فن دېر اوېرارت وایي چې اوسمهال «دغه هیواد کې نږدې ۸۰۰۰ مهاجر اوسېږي، خو یوازې ۱۵۰۰ تنه یې انا سانا کانټن استوګنځیو کې ژوند کوي.»

پاتې کسان یا په ځنګل کې تر خیمو لاندې اوسېږي او یا په تشو ودانیو او عامه پارکونو کې.

هغه زیاتوي: «وضعیت د تېر کال پرتله نور هم خراب شوی [تېر کال نږدې ۷۰۰ کسان ویچیاک کمپ کې په غیرانساني شرایطو کې اوسېدل] ځکه چې موږ اړ یو چې هم هغو ۱۵۰۰ کسانو ته سرپناه برابره کړو چې سرپناه نه لري او هم هغو ۱۴۰۰ نارینه و ته چې لیپیا مرکز کې اوسېږي.»

بوسنیا او صربیا کې د اوسېدو مرکزونه ډک دي

لیپا مرکز چې تېره اپریل میاشت پرانیستل شوی برېشنا او اوبه پکې نشته. د ښاغلي پیتر په حواله «د کمپ دننه وضعیت د منلو نه دی». نوموړی زیاتوي هغه خیمه چې مهاجرو پکې لمونځ کاوه څو ورځې مخکې د توپان له امله نسکوره شوې. په وینا یې یوازنۍ حل لاره دا ده چې یو نوی مرکز پرانیستل شي.

بیا ولولئ: بوسنیا: سلګونه مهاجر د ملګرو ملتونو له یوه کمپ څخه وایستل شول

د دغو مهاجرو له ډلې څخه ځینې یې د ژمي په را رسېدو سره د اوسېدو ځای د موندلو په هیله د بوسنیا مرکز سراییوو ته تللي. خو د پیتر په وینا سراییوو کې هم د اوسېدو مرکزونه له مهاجرو ډک دي.

انس یو له هغو کسانو دی چې له بوسنیا څخه صربیا ته تللی دی. هغه کډوال نیوز ته وایي: «یوه میاشت مې د سراییوو په یو مرکز کې تېره کړه. بیا کروشیا ته د ورتګ په موخه ولیکا کلادوشا ته لاړم. خو پولیسو وشړلم. کله چې هوا یخه شوه صربیا ته راغلم.»

خو صربیا کې هم وضعیت پیچلی دی. انس چې پېژندپاڼه نه لري وایي ډوډۍ ډېره په سختۍ سره پیدا کوي. هغه چې د صربیا او هنګري پر پوله سبوتیکا کمپ کې اوسېږي وایي چې دغه کمپ هم له مهاجرو ډک دی او ښایي چې دی له دغه مرکز څخه هم وشړل شي. 

 

نورې ليکنې