مهاجر د یونان او ترکیې ګډه پوله کې. کرېدېټ: رویترز
مهاجر د یونان او ترکیې ګډه پوله کې. کرېدېټ: رویترز

د روان کال په پیل کې نړئ کې نږدې ۷۹ میلیونه کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي ول. خو اوس د ملګرو ملتونو اداره وایي چې د بې ځایه شویو شمېر له ۸۰ میلیونه تنو هم اوښتی دی. جګړو او د کورونا ویروس وبا وضعیت نور هم پیچلی کړی دی.

د ملګرو ملتونو ادارې نن چهارشنبه د ډسمبر ۹مه وویل چې نړئ کې د مهاجرو شمېر د ۲۰۲۰ په لومړئ نیمایي کې له ۸۰ میلیونه تنو هم اوښتی دی. 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې غمجن دی چې نړئ کې د مهاجرو شمېر دومره لوړ شوی. نوموړي خبرداری ورکړی چې که چېرې د نړئ د هیوادونو مشران جګړو ته ادامه ورکړي، وضعیت به نور هم پیچلی شي.

د ملګرو ملتونو له خوا جوړ شوی تابلو
د ملګرو ملتونو له خوا جوړ شوی تابلو

ښاغلي ګراندي دا هم ویلي چې نړیواله ټولنه د سولې د ساتنې توان نه لري.‌ په وینا یې روانه لسیزه کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر دوه چنده زیات شوی دی.

د روان کال په پیل کې د جګړو، تعقیبونو او له بشري حقونو څخه د سرغړونو له امله د بې ځایه شویو کسانو شمېر ۷۹،۵ میلیونه کسانو ته رسېده، خو اوس یې شمېر له ۸۰ میلیونه تنو هم اوښتی دی.

د دغو کسانو له ډلې ۴۵،۵ میلیونه یې تنه کورني بې ځایه شوي، ۲۹،۶ میلیونه یې مهاجر او ۴،۲ میلیونه یې پناه غوښتونکي دي.

بې ځایه شویو کې ۳۰ تر ۳۴ میلوینه ماشومان هم دي.
بې ځایه شویو کې ۳۰ تر ۳۴ میلوینه ماشومان هم دي.

د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په سوریه، کانګو، ساحل، موزامبیق، سومالیا او یمن کې جګړو د زیاتو کسانو د بې ځایه کېدو سبب شوې دي.

یادې ادارې زیاته کړې چې د کورونا ویروس وبا هم د خلکو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی. که څه هم تېره مارچ میاشت د ملګرو ملتونو عمومي شورا د کورونا ویروس د کړکېچ پر مهال د نړیوال اوربند غوښتنه وکړه، خو زیاتو هیوادونو کې لا هم جګړې روانې دي.

راپور کې راغلي چې د کورونا ویروس د خپرېدو پر ضد نیول شوي ځینې اقدامات د دي سبب شوي چې مهاجر په سختئ سره امنو ځایونو ته ځان ورسوي.

تېره اپریل میاشت ۱۶۸ هیوادونو خپلې پولې تړلې وې چې له ډله یې ۹۰ هیوادونو آن پناه غوشتونکو ته خپلو خاورو کې د ننوتلو اجازه نه ورکوله.

 

نورې ليکنې